د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د دغو جسدونو د عدلي څېړنو غوښتنه کړې. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«د دې جسدونو پاتې شونو ته باید ډېر زیان ونه رسیږي.»
افغان حقوق پوهان وايي، دا ډول څېړنې باید خپلواک څېړونکي وکړي. د افغانستان د حقوقپوهانو اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي، په افغانستان کې شته نظام به ونه شي کړای چې په دې اړه خپلواکې څېړنې وکړي، نو په کار ده چې نړېوال بنسټونه ښکېل شي.نوموړی زیاتوي: «په خواشینی سره باید ووایو چې په افغانستان کې د ډله ییز قبر موندل نوې خبره نه ده، دا څلویښت کاله کیږي چې له دې حالت سره مخ یو، دا چې هرڅوک او هره ډله یې چې کوي جنګي جنایت دی.»
میرزا اولنګ کې ډله ییز قبرونه موندل شوي
ښاغلی مصباح زیاتوي چې په دې څېړنو کې دا باید په ډاګه شي چې د دې وژنو مرتکبین څوک دي. مصباح زیاتوي ددغسې جنایتونو عاملین باید سزا وویني ځکه دا لړۍ له ۱۳۵۷ لمربیز کال څخه راروانه ده. هغه وايي: «که عاملین یې سزا ونه ویني نو هلته شته نظام به هم ورته جنایتونه وکړي.»
دغه افغان کارپوه د خپلواکو څېړنو لپاره د جزا نړېوالې محکمې څخه غوښتنه کوي چې باید پلټنونکې ډله افغانستان ته واستوي.
د بشري حقونو څار سازمان هم ټینګار کړی دی چې په دې اړه باید خپلواکې څېړنې وشي. د دغه سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جسدونه باید ځانګړي تحقیق کونکي وڅیړي. زياته شوې:«اړینه ده چې دا ډول قبرونه باید وساتل شي.»
دا لا څرګنده نه ده چې ډله ییز قبرونه د کوم وخت دي، خو طالبان تور لګوي چې په قبرونو کې خښ شوي د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژلي دي. جنرال عبدالرازق په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان سکاټ میلر سره تر یوې ناستې وروسته په ډزو ووژل شو.
زموږ له آرشیف څخه:
د سوریې شمالي ښار رقه کابو څلور کاله د داعش د ترهگرو مليشو يو له مهمو پخو سنگرونو څخه وو. دلته ډله ایز قبرونه، د هغوی د بې رحمه وژنو شواهد دي. اوس په دغه قبرونو کې پراته مړي بايد وپيژندل شي.
انځور: DW/T. Pedersenد سهار پر لسو بجو دلته په کار بوختو چې شمير یې د دولسو او پنځلسو ترمنځ دی، لومړي جسدونه له ځمکې را ايستلي دي. هغوی ځای پر ځای د فرونزک برخې د مشر اسد محمد په حضور کې دلته پر ښخو شويو جسدونو د ټپونو، د هغوی د جامو، شخصي شيانو او د بدن د نورو ځانگړو نښو نښانو معاينات کوي.
انځور: DW/T. Pedersenد را ايستل شويو جسدونو په اړه معلومات په دقيق ډول ثبتيږي. خو په زرونه نارينه، ښځې او ماشومانو به احتمالاً همداسې بې نومه پاته شي. د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ راهېسې په رقه کې ۴۳۶۰ جسدونه له ډله ايزو قبرونو را ايستل شوي دي چې له دې څخه تر اوسه يوازې۷۵۰ يې پيژندل شوي دي.
انځور: DW/T. Pedersenتر اوسه په رقه کې له موندل شويو ديارلسو قبرونو څخه یې الفوخايخه تر ټولو ستر دی. د ساحې له لحاظه نه، بلکې هلته د ښخو شويو مړيو د شمير له کبله. د اټکلونو پر اساس هلته د تر۳۰۰۰ پوري مړي ښخ دي. کاري ډله به د ټولو مړيو د را ايستلو له پاره نيم کال وخت ته اړتيا ولري.
انځور: DW/T. Pedersenد روان ميلادي کال په سر کې د رقه ښار په لېرې پرته څنډه کې دا ډله ايز قبر وموندل شو. د دې ميدان يا پټي شمالي برخه يو ډله ایز قبر دی. اټکل کيږي چې په دغه ډله ایز قبر کې به تر ۱۶۰۰ زيات هغه کسان ښخ وي چې په هوايي بريدونو کې وژل شوي او يا هم داعش اعدام کړي دي. د هديرې په پاته برخه کې کابو ۹۰۰ انفرادي قبرونه د داعش د جنگيالو او د هغوی د کورنۍ د غړيو دي.
انځور: DW/T. Pedersenدغه کارکوونکي اټکل کوي چې دا د داعش د يوه افريقايي جنگيالي جسد دی. دی په يوه انفرادي قبر کې ښخ وو. دا جسد هم معاينه کيږي او د مړو له پاره په يوه ځانگړې کڅوړه کې خاورو ته سپارل کيږي. پر بدن یې د سوځيدو نښې دې ته اشاره کوي چې دی په هوايي بريد کې وژل شوی دی.
انځور: DW/T. Pedersenپه ځمکه کې کابو يو متر ژور، کارکوونکو دوه يو ډول سوري موندلي. دا ښايي د داعش جنگيالو مړه زيږيدلي ماشومانو او يا د کوچنيانو قبرونه وي.
انځور: DW/T. Pedersenد فرونزک برخې مشر اسد محمد وايي: «دا ځای د داعش د روزنې مرکز نه وو او نه هم د داعش هديره وه، بلکې دلته پټي يا کروندې وې. زموږ دنده دا ده چې دا ځای بيرته په کرهنيزه ځمکه بدل کړو.» هغه زياته کړه: «دا هديره نه ده.»
انځور: DW/T. Pedersenدا نه يوازې جسمي کار دی، بلکې د کارکوونکو پر روان هم سخت اغيز لري. دا کارکوونکي په منظم ډول دمه کوي څو چای يا سگريت وڅکي او د ماسپښين لمونځ وکړي ـ او مړو ته هم دعا وکړي. د دوی له پاره دا عادي کار نه دی چې په ساعتو ساعتو هډوکي او خراب شوي جسدونه را وباسي. خو باور لري چې په دې توگه به رقه ښار ته د يوه نورمال ژوند په بيرته راگرځيدو کې مرسته وکولی شي.
انځور: DW/T. Pedersen