1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ۹۰ تنو نجونو او هلکانو ته د زده کړې وړیا موقع

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

دغه ځوان له مازیګره، بیا تر ماخستن پورې د خپل کلي ۹۰ تنو هلکانو او نجونو ته وړیا ښوونه او روزنه ورکوي، د کلي خلک او د یاد مرکز زده کوونکي هم له دغه زده کړیز بهیر څخه ډېر خوشحاله دي.

Kandahar Unterricht  Bildung
انځور: Abdul Nafi Aftab

یوه کندهاري ځوان ۹۰ تنو نجونو او هلکانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه چمتو کړې ده. شاګردان او د کلي خلک په دغه کار ډېر خوشحاله دي.
د کندهار ښار د پنځلسمي ناحیې د شیرسرخ سیمي ته نژدې چي مخکي په ډنډ ولسوالۍ پوري تړلې سمه وه اوس پکښي د عبدالنافع افتاب په نامه یوه کندهاري ځوان چي تر ماځیګره د کورنۍ اقتصادي بار پر اوږو پورته کوي یو نیک کار ته ملا تړلې ده.

دغه ځوان له ماځیګره، بیا تر ماخستن پوري د خپل کلي ۹۰ تنو هلکانو او نجونو ته وړیا ښوونه او روزنه ورکوي. 

هغه وايي چي شاګردان يې اکثره د غریبو کورنیو اولادونه دي چي ځیني خويې لا د ورځي په مستریخانو یاهم له پلرونو سره په مځکه کي کار کوي او له مازیګر وروسته وخت لري، چي زده کړي وکړي.

 دی وايي، د کلي خلک او خپله زده کوونکي له زده کړو سره ډېره علاقه لري، نو ځکه يې د غیرحاضرو زده کوونکو شمیره ډېره لږ ده:

«زه غواړم، چي تر خپله وسه پوري په خپل کلي کي له بېسوادۍ سره مبارزه وکړم، نو مي په کلي کي د زده کړو بهیر راشروع کړ. زه د ورځي بل ځای کار کوم او د ماځیګر فارغ وخت بیا تر ماخستن پوري له شاګردانو سره په درس ورکولو تیروم. زما ځیني شاګردان هم د ورځي په مستریخانو یا له پلرونو سره کار کوي، نو دغه وخت زموږ له پاره ډېر مناسب دی.»

 افتاب وايي، دوې میاشتي ترمخه يې د زده کړو بهیر د کوڅې پر غاړه او د یو کور مخ ته شروع کړ چي اول يې شاګردان یوازي څو تنه ول، خو وروسته د کلیوالو په همکارۍ د زده کوونکو شمیر زیات سو. 
اوس یاده شمیره زده کوونکي د کلي په مسجد کي په زده کړو بوخت دي. د کندهارښار د پنځلسمی ناحيې اوسیدونکي هم له دغه ښوونیز بهیرڅخه خوشحاله دي.

انځور: Abdul Nafi Aftab

عبدالقاهر چي په دغه ټولګي کي يې یو لور او یو زوی لیک او لوست زده کوي، وايي چي د ځوانانو دا ډول هڅي به وطن آباد کړي:

«دا خو ډېر نېک کار کړی، خدای دي هر مسلمان ته داسي توفیق ورکړي چي دغه ډول نېک کارونه وکړي. زموږ کوچنیان به له ماځیګر څخه بیا تر ناوخته په کوڅو کي ځغستل، اوس يې داسي ښه وخت ورته انتخاب کړی دی چي د ماځیګر له لمانځه څخه وروسته د ماخستن ترلمانځه پوري زموږ اولادونو ته درس وايي موږ ټول کلی يې کورودانی وایو.»

په افغانستان کې د فرهنګې ستونزو له امله د نجونو ښوونځې تړل شوي دي؟

ریحانه او نذیر احمد بیا هغه دوه زده کوونکي دي چي له یونیمي میاشتي راهیسي له یاد ښوونیز او روزنیز بهیر سره ملګري سوي دي. دوی دواړه وايي، هره ورځ په شوق درس ته راځي او د ماخستن تر لمانځه وروسته له پلار سره کورته ځي.

انځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

ريحانې وویل «موږ ته د سبقانو ترڅنګ د مور او پلار د حقونو په اړه هم خبري کوي، دلته مي انګلیسي، پښتو، حساب او ډیر شیان زده کړي دي. زه ډېره خوشحاله یم.» 

د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام، پر طالبانو فشارونه ډېریږي

د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام، پر طالبانو فشارونه ډېریږي
یو کال پوره کېږي چي د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د نجونو زده کړي ټکني دي، د ښووني او روزني استادان وايي، د ځوانانو دغسي ښوونیزي هڅي کولای سي چي په کلیوالي سطحه د بېسوادۍ ګراف راکښته کړي، دوی وايي چي د هیواد په هره برخه کي د زده کوونکو د زده کړو او د ښوونکو د معاشونو د پر وخت اجرا غم دي وخوړل سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل