کندوز: د طالبانو په بريدونو کي لږ تر لږه ۲۰ عسکر وژل سوي دي
۱۳۹۹ دی ۳۰, سهشنبهد کندوز امنيه قومندان، يوسف ايوبي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۹مه) وويل چي وسله والو طالبانو د شپې له خوا وسله وال بريدونه وکړل. د نوموړي په وينا د ولايتي مرکز تر څنګ په دشت ارچي کي پر امنيتي پوستو حمله وسوه.
د آلمان خبري آژانس د امنيه قومندان په حواله په خپل خبر کي ليکلي دي چي په يادو بريدونو کي لږ تر لږه ۲۰ عسکر وژل سوي دي. زياته سوې چي ۷ انسانان ژوبل سوي هم دي.
د افغانستان د دفاع وزارت او وسله والو طالبانو لا تر اوسه پر دغه موضوع تبصره نه ده کړې.
له يادو بريدونو څخه مخکي شپه کي په ګاونډي ولايت بغلان کي هم د امنيتي چارواکو پر پوستو بريدونه سوي ول چي پکښي لږ تر لږه ۱۰ امنيتي کسان ووژل سول.
په کندوز او بغلان ولايتونو کي زيات وختونه امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندي راځي. په دغو ولايتونو کي يو تعداد سيمي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي.
د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي ډلو تر منځ د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر له نيمايي څخه په دوحه کي خبري اتري پېل سوي دي. طالبان تر اوسه لا اوربند کولو ته چمتو نه دي. د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په آخره کي امريکا متحده ايالاتو د وسله والو طالبانو سره يو تفاهم لاسليک کړ. په دغه تفاهم کي راغلي چي امريکايي ځواکونه به له افغانستان څخه وځي. د ولسمشر ترمپ د دورۍ په وروستيو ورځو کي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته راټيټ کړل سوی دی. له ۲۰۰۱ کال راهيسي دا په افغانستان کي د امريکايي عسکرو تر ټولو کم شمير دی.
وسله وال طالبان غواړي چي بېرته په واک کي شريک سي. دغې ډلې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ د افغانستان پر لويه برخه خپله واکمني چلوله. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په امريکا کي د ترهګرو بريدونو وروسته د طالبانو رژيم رانسکور کړل سو.
آ./ا.ا./ش.ن.