کندوز ـ «طالبانو دوه تښتول سوي مسافر وژلي دي»
۱۳۹۵ خرداد ۱۳, پنجشنبهد کندوز ولايت د پوليسو وياند هجرت الله اکبري د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په کندوز کي د دوو کسانو موړي موندل سوي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲مه نېټه) وويل چي دا له هغو کسانو څخه دي چي په روانه اونۍ کي د طالبانو له خوا له سرويس موټرو څخه تښتول سوي ول. د هغه په وينا ياد دوه کسان په ډزو وژل سوي دي.
اکبري زياته کړه: «د دوو ملکيانو جسدونه د کندوز ولايت د چهاردرې په ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ورځ موندل سوي دي.» هغه زیاته کړه چي امنيتي چارواکو د تښتول سوو کسانو د موندلو له پاره عمليات پېل کړي دي.
د سه شنبې په ورځ د کندوز په علي آباد ولسوالي کي وسله والو کسانو شپږ سرويس موټرونه درولي ول. دا خبر د کندوز ولايتي وياندن حمدالله دانش تائيد کړی ؤ. دانش ويلي ول چي کندوز کابل پر لويه لار دغه سرويس موټرونه چي پکښي تقريبا ۲۰۰ مسافر سپاره ول د وسله والو طالبانو له خوا راګرځول سوي ول. د دانش په وينا ۱۵۰ مسافر خوشي کړل سوي او نور يرغمل ونيول سول.
د راپورونو له مخي په دغه پېښه کي ۱۳ مسافر وژل سوي او ۳۵ نور د وسله والو له خوا د ځان سره بېول سوي ول. وسله والو طالبانو د دغو وژنو او تښتونو پړه په غاړه اخيستې ده. دغه ډلې ويلي چي درې داسي سرويس موټر يې درولي ول چي پکښي «۲۶ عسکر د هغو اسنادو پر بنياد پکښي وپېژندل سول، چي ورسره مل ول.» طالبانو ويلي چي ۶ عسکر يې د دغي پيښي پر وخت ووژل او دا چي ټول هغه کسان چي د ځان سره يې بېولي دي، هغوی هم د حکومت د وسله والو ځواکونو غړي دي.
طالبان به دوامداره توګه پر لويو لارو موټر راګرځوي تر څو هغه کسان په مسافرو کي پيدا کړي چي يا د حکومت له پاره او يا د بهرنيو سازمانونو له پاره کار کوي.