1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که جګړه وشوه هند یوازي د لسو ورځو مهمات لري»

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

نیویارک ټایمز ورځپانې د هندوستان د یوې دولتي ارزونې په حواله لیکلي دي چې که اوس هند په یوه سخته جګړه کې شي نو نوی ډهلي به یوازې د لسو ورځو له پاره خپلو ځواکونو ته مهمات و رسولای شي.

Indien Soldaten in Amritsar
انځور: Reuters/D. Siddiqui

په همدې ارزونه کې راغلي دي چې د هندوستان ۶۸ سلنه پوځي وسایل دومره زاړه دي چې په رسمي توګه «پخواني» بلل کیږي. دا کومه پټه خبره نه ده چې د هندوستان پوځ په ښه وضعیت کې نه دی، خو له پاکستان سره د دې هیواد د وروستيو نښتو په پایله کې د هند د يوې الوتکې ویشتل، چې پخپله یوه پخوانۍ روسي جنګي الوتکه وه، د هندوستان د پوځ د چمتوالي په اړه تازه پوښتنې راپورته کړي دي. خو پر دې سربيره د پاکستان په پرتله د هند د پوځ شمېر زيات دی.

په واشنګټڼ کې میشت د ودرو ویلسن له مرکز څخه د جنوبي آسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن، دویچه ویله ته وویل چې د پاکستان پوځي ظرفیت د هند په پرتله کمزوری دی او په دې ترتیب د اتومي شخړې امکان ډیریږي. کوګلمن وویل: «په اوسنیو شرایطو کې د پاکستان متقابل عمل ښايي د هند له لوري د یوه تخریبونکي ځواب سره مخ شي. که چیرته دغه کار وشي، نو موږ باید په دې شرایطو کې د یوې اتومې شخړې په هکله اندیښنې پیل کړو.»

هغو امریکایي چارواکو چې د نوي ډهلي او واشنګټن تر منځ د پوځي اړیکو د پراخولو په برخه کې کار کوي، نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې په هند کې بیروکراسي، پر دغه هيواد باندي د وسلو پلورلو او کډو پوځي تمریناتو کولو چاري ډیري ستونزمنوي. هغوی وايي چې هندي امنیتي ځواکونو ته ډیره کمه بودجه ورکول کیږي او د دې هیواد سمندري ځواکونه، ځمکنی پوځ او هوایي قواوې یو له بل سره د کار پر ځای په خپلمنځي سیالیو بوخت دي.

خو پر دې هرڅه سربیره امریکا متحده ایالات غواړي له هند سره خپلې پوځي اړیکې پراخي کړي چې په سیمه کې د چین د مخ پر ډیریدونکي پوځي نفوذ مخه ونیسي. په داسې حال کې چې په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان اړیکې یو څه سړې شوي دي، واشنګټن هندوستان ته تر پخوا لا ډیر نزدې شوی دی. د نیویارک ټایمز په حواله یوازي په تیرو لسو کلونو کې نوي ډهلي ته د واشنګټن د وسلو صادرات له صفر څخه ۱۵میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي.

خو پاکستان هم ‌ډیرامریکایي وسلې لري. ویل کیږي چې اسلام آباد د هند د MiG 21 ډوله الوتکې د ویشتلو له پاره F16 ډوله امریکایي الوتکه کارولې وه. نیویارک ټایمز روښانه کړې چې پاکستان له دې انکار کوي، خو په دې هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت بیا ویلي دي چې په دې اړه څیړنې کوي. که په رښتیا هم دا کار شوي وي، نو ښايي د الوتکې رانيولو له تړونه به د پاکستان سرغړونه وي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې د هندوستان پوځي بودجه ۴۵ میلیارده ډالره وه، خو اصلي ستونزه د بودجې اندازه نه، بلکي د هغې د مصرفولو څرنګوالی دی. له دې پیسو څخه ډیره برخه یې د ۱،۲ میلیونه پوځیانو پر معاشونو باندې مصرفیږي. یوازې ۱۴ میلیارده ډالره د نوو تجهیزاتو پر رانیولو باندي لګیږي.

هندوستان او پاکستان د اتومي وسلو په انتقالوونکو بالستیک توغندیو سمبال دي. په واشنګټن کې میشت د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په حواله، هندوستان نهه ډوله عملیاتي توغندي لري چې پکې د اګني ۳ په نامه یو داسې توغندی هم شامل دی چې ۵۰۰۰ کیلومتره واټن په نخښه کولی شئ. د یاد مرکز په حواله پاکستان بیا د چین په مرسته جوړ داسې توغندي لري چې د هندوستان هره برخه په نخښه کولی شي. 

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هیوادونه د اتومي وسلو کوچنۍ سرګلولې هم لري چې پر داسې توغندیو نصبیدلای شي چې د ۵۰ او ۱۰۰ کیلومتره په منځ کې واټن په نخښه کړي. په ستاکهولم کې د سولې د نړیوال تحقیقاتې مرکز په حواله، پاکستان د ۱۴۰ او ۱۵۰ په منځ کې د اتومي وسلو سرګلولې لري. هندوستان بیا ۱۳۰ او ۱۴۰ په منځ کې دغه راز سرګلولې لري.

نیویارک ټایمز/ دویچه ویله

یادښت: د دغه مضمون په یوې بلې بڼې کې نه وو ذکر شوي چې مایکل کوګلمن له دویچه ویله سره په خبرو کې دغه څرګندونې کړې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب