که د افغاني دود څخه کار واخستل سي د مشورتي جرگې پايلي به ښه وي
۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبهځيني وايي، چي كيدای سي د پريكړه ليك په پلي كيدو سره د دولت د مخالفينو سره د روغي جوړي او پخلاني دپاره د خبرو د روازې خلاصي سي او افغاني طالبان چي د جنګ څخه ستړي سوي دي بلاخره د كابل سره خبرو ته كښېني.
خو يو شمېر سياستوال بيا د طالبانو د شرطونو په رڼا كي دغه پخلاينه ناشونې بولي او وايي، چي د ملي مشورتي جرګې د جوړيدو په لومړۍ ورځ طالبانو په ډزو او ځان وژني سره غبرګون وښودی.
د طالبانو د واكمنۍ يو چارواكی او د مشرانو د جرګې غړی مولوي ارسلا رحماني چي د سلوي د ملي مشورتي جرګې يوګډون وال وو دا لمان ږغ راډيو سره په خبرو كي د جرگې پريكړه ليك د وخت د نبض سره برابر و باله، او ويې ويل كه چيرې ټكی په ټكي د پريكړه محتويات عملي سي د طالبانو او مخالفينو سره د پخلايني او خبرو اترو امكانات سته.
«د سولي په ملي مشورتي جرګه كي دا خبره هم وسوه، چي كيدای سي په جرګه كي ښځينه غړي د افغاني دود سره سم د دولت د مخالفينو كورونو ته ورسي د هغوئ د ميندواو خونيدو سره خبرې وكړي او په دې توګه طالبان سولي ته وهڅوي.»
د ولسي جرګې غړی او د سولي د مشورتي جرګې برخه واله هوا علم نورستانۍ وايي، چي د افغاني دود د مخه ښځوتل د سولي په تامين او د شخړو په اوارولو کي ونډه اخيستې ده او ښې پايلي يې درلودې.
ليكوال او ژورناليست اجتماعي ځوكيوال وايي چي، د جرګې په اوله ورځ د مخالفينو مرګوني غبرګون وښوده چي طالبان خبروته حاضر نه دي. ښه داوه چي په دې جرګه كي د طالبانو او حزب اسلامي استازي شامل سوي واى.
په داسي حال كي چي د ملي مشورتي جرګې څخه په ملي او نړيواله كچه ملاتړ سوی دى خو د دولت مخالفينو لا د جرګې د وروستۍ ورځي د پريكړه ليك په هكله كوم غبرګون نه دى څرګندكړى. وروسته به وليدل سي چي د ملت د شپاړس سوه استازو پريكړه ليك د كوم برخه ليك سره مخامخ كيږي.
جمال كوټوال/ كابل
کتونکی. زيارمل