د انټرنټي سانسور په صورت کې زموږ فیلتر ماتوونکی وکاروئ
۱۴۰۴ مهر ۱۶, چهارشنبه
په افغانستان کې د دوو ورځو له پاره د انټرنټ تر قطع کيدو وروسته د افغانستان له يو شمیر ولایتونو څخه داسې ناتائيد شوي خبرونه رسېدلي چې ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی بند او يا محدود شوی دی.
افغانان داسې اندیښنې لري چې د طالبانو اداره ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی له منځه وړي او يا یې محدودوي.
د دويچه ویله سايفون څرنګه په لاس راوړلی شئ؟
که چېرې تاسې انترنتي معلوماتو ته د لاس رسي د قطع کيدو له وجې له ستونزو سره مخامخ ياست نو کولی شئ د سایفون له اپليکېشن څخه استفاده وکړئ.
په خپلو موبایلونو او کمپيوټرونو کې د دې اپلیکيشن د نصبولو له پاره دې ادرس ته يو ايميل واستوئ:
تر دې وروسته درته د ډاونلوډ لينک در استول کيږي.
که چېرې تاسې سايفون د دويچه ویله له لارې استفاده کوئ نو په لومړي سر کې به د دويچه ويله پاڼو ته واستول شئ او له هغه ځایه بيا هغو پاڼو ته چې تاسې غواړئ ورشئ، ور تللی شئ.
زموږ موخه: معلوماتو ته د مخاطبانو آزاد لاس رسی
دویچه ویله یو له ماموریتونو څخه د بیان آزادۍ له پاره د عدالت غوښتنه او د ټولې نړۍ په کچه اطلاعاتو ته د لاس رسي حق دی. انټرنټي سانسور د دې آزادۍ پر وړاندې یو له ګواښونو څخه دی. په مخ پر ډیریدونکي ډول هیوادونه خبري انټرنټ پاڼې د هغو له جملې څخه دویچه ویله او نورو رسنیو ته چې د باور وړ معلومات وړاندې کوي او په ټولنیزو رسنیو کې بحث او خبرې اترې پر مخ وړي، بندوي.
دویچه ویله خپل او نورو بند کړای شویو رسنیو محتوی ته د کاروونکو د لاس رسي ممکنولو په موخه، له سایفون چې په کاناډا کې د تخنیکي خدماتو وړاندې کونکي یو تجارتي شرکت سره همکاري کوي، څو له انټرنټي سانسور څخه د کاروونکو ساتنه ممکن کړي.
سایفون، اپلیکیشنونه او کمپیوټري پروګرامونه وړاندې کوي چې له سرورونو، پراکسي سرورونو او [وي پي ان] ټکنالوژۍ څخه په استفادې له سانسور څخه د تیریدو مختلف میکانیزمونه برابروي. دویچه ویله اوس خپلو کاروونکو ته مختلف میتودونه تیار کړي دي چې د سایفون له ټکنالوژۍ څخه په استفادې کولی سانسور شویو محتویاتو ته لاسرسی پيدا کړي.
د دویچه ویله له اپلیکیشن سره سانسور شوو محتویاتو ته لاس رسی
د دویچه ویله اپلیکیشن (DW APP) د «آی او اس» او اندروید د عاملو سیستمونو له پاره له ۲۰۲۰م کال راهیسې د سایفون په تخنیکي وسایلو سمبال شوی او په هغو هیوادونو کې چې انټرنټ پکې سانسور شوی دی د دویچه ویله مطالبو ته لاسرسی ممکن کوي.
کاروونکي کولی شي له یوه کلیک سره د ایران او چین په څیر هیوادونو کې چې د دویچه ویله انټرنټ پاڼې یي بندې کړي دي زموږ مطالبو ته لاس رسی پيدا کړي.
خو څنګه؟
ډیر ساده. د دویچه ویله د اپلیکیشن پر مینو ښې طرفته لوړ کلیک کوو. بیا په انګلیسي نسخه کې د Proxy پر فیلتر ماتوونکي کلیک کولو سره فیلتر ماتوونکی (Activate Proxy) فعاله کړئ.
پام مو وي چې پراکسي یا فیلتر ماتوونکی له مختلفو فیلتر ماتوونکو ټکنالوژیو څخه استفاده کوي، چې امکان لري د اپلیکشن د کار کولو سرعت کم کړي او همدارنګه له پراکسي یا فیلتر ماتوونکي څخه استفاده امکان لري په ځنو هیوادونو کې د قانون نقض یا ماتول وي. تاسې کولی شئ د دویچه ویله اپلیکیشن د (آی او اس) او ګوګل پلی (اندروید) آپ سټور څخه ډاونلوډ کړئ. له ډاونلوډ وروسته کولی شئ خپل د خوښې ژبه انتخاب کړئ.
د دویچه ویله اپلیکشن دلته انتخاب کړئ: د دویچه ویله اپلیکشن دلته ډانلوډ کولی شئ: آی او اس او اندروید.
نورو انټرنټ پاڼو ته د لاسرسي له پاره د دویچه ویله له سایفون څخه استفاده
حکومتونه په پرله پسې ډول د فیسبوک او تویتر په څیر ټولنیزې شبکې فیلتر یا بندوي، څو د بیان د آزادۍ مخه ونیسي. دویچه ویله همدارنګه له سایفونونو سره نورو سایټونو او انټرنټي محتویاتو ته د کاروونکو د لاس رسي په برخه کې هم همکاري کوي.
که چیرې تاسې انټرنټي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ یاست کولی شئ د سایفون له اپلیکیشن څخه استفاده وکړئ. په خپلو کمپیوټرونو او ګرځنده تلیفونو کې د دې ابلیکیشن د ډاونلوډولو له پاره موږ ته ایمیل راواستوئ او موږ تاسې ته د ډاونلوډ لینک در استوو.
که چیرې تاسې د دویچه ویله له لارې له سایفون څخه استفاده وکړئ، په لومړي سر کې د دویچه ویله انټرنټ پاڼې ته ځی او له هغه ځایه کولی شئ هغو انټرنټ پاڼو ته چې غواړئ سر ورښکاره کړئ.
اوله تانګن، اولیور لینو/ ش.ن/ ن.ز