1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که څوک هر مذهب ته سپکاوی وکړي باید ۴۰۰ یورو جریمه ورکړي

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

د ایټالیي په شمال کې د یوه کوچني ښار سیمه ایز حکومت یو نوی قانون منظور کړی دی چې له مخې به یې هر دین یا مذهب ته ښکنځل کونکي ته سخته سزا ورکول کیږي. د نغدي جریمې دغه سزا به لږ تر لږه ۴۰۰ یورو وي.

Symbolbild Christentum Judentum Islam
انځور: picture alliance /Godong/Robert Harding

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په اساس د ایټالیي د ساؤنارا (Saonara) ښار سیمه ایز حکومت پریکړه کړې ده چې که هر چا په هر کوم عامه ځای کې د هرې عقیدې د پيروانو سپيڅلو شخصیتونو ته په ښکنځل کولو سره په انفرادي او یا ټولنیزه توګه یو چا ته سپکاوې وکړ، نو دغه کس به لږ تر لږه ۴۰۰ یورو جریمه کیږي.

ایټالوي ورځپاڼې «کوریئرۍ دَیل وَینیو» خپلې د جمعې ورځې په خپره کړې ګڼه کې لیکلي دي چې د داسې جزا د اورولو په وخت کې به دا په پام کې ونه نیول شي چې د کوم مذهب خدای یا مقدساتو ته کوم ډول ښکنځل شوي دي.

زیاته شوې ده چې که کوم نابالغه کس د دغه جرم مرتکب کیږي، نو جریمه به یې مور او پلار ورکوي. د نوموړې ښاروالۍ مسئولین وایي چې دا پریکړه یې ځکه کړې ده چې له یوې خوا په دې ښار کې د مذهبي معاملاتو په برخه کې د عامه اخلاقیاتو د ټیټیدو اندیښنه موجوده وه او له بلې خوا د دې اقدام د پورته کولو هدف له هغه خفګان څخه د خلکو ژغورل دي چې مذهب (توپير نه کوي چې نوموړی کس د کوم دین یا مذهب پيرو دی) ته یي د ښکنځل یا سپکاوي کیدو له امله احساسوي.

یادې ورځپاڼې د ښاروال والټر شټيفن په حواله لیکلي دي: «یو شمیر تنکي ځوانان او نجونې داسې هم وي چې د هرو دوو کلیمو په منځ کې کومه ښکنځل هرو مرو کوي.» شتیفن زیاتوي: «د دې نوي قانون هدف خلکو ته د اخلاقیاتو (تهذیب) درس یا کومه خطبه ورکول نه، بلکې د دې خبرې یقیني کول دي چې په مناسبه توګه د ولس بنسټیزه پالنه او تربیت وشي، یو داسې اړخ چې د ډيرې مودې راهیسې له پامه غورځول شوی دی.»

د ایټالیي د ساؤنارا ښاروال له دې قانون څخه د خپلو اتباعو د خبرولو له پاره د دې قانون متن د ایټالوي او انګلیسي ژبو سربیره پر ډیرو نورو ژبو هم وژباړه او د ښار پر اوسیدونکو یي وویشه.

دویچه ویله اردو/ ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب