کوتس: پاکستان لا هم د طالبانو پر وړاندې له نرمۍ کار اخلي
۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه
د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوتس، ویلي دي چې د پاکستان پوځ له متحده ایالاتو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له همکارۍ ډډه کوي او په دغه هیواد کې د میشتو یاغي ډلو پر ضد له نرمۍ څخه کار اخیستو ته یې ادامه ورکړې.
انځور: Reuters/Y. Gripas
اعلان
کوتس، د سنا مجلس استخباراتو کمیټې ته د سه شنبې په ورځ وویل چې د واشنګټن له لوري د یاغیانو پر ضد د لا ډیر څه کولو پر غوښتنې سربیره، د پاکستان پوځ یوازې داسې هڅه کوي چې وښيي ګواکې د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد سخت چلن کوي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د طالبانو او د هغوی پورې تړلو ډلو پر وړاندې د پاکستان د پوځ روان عملیات په اغلب ګومان دا میل انعکاسوي چې د دغو ډلو پر ضد د نورو ګامونو د اخیستلو په هکله زموږ غوښتنو ته فعاله غبرګون ښوول کیږي. خو کوتس یادونه وکړه چې دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه اخیستل شوي اقدامات داسې څه نه په ګوته کوي چې د دغو ډلو ټپلو پر ضد دې فشار زیات شوی وي او ښایي کوم اغیز و نه لري.
کوتس د متحده ایالاتو د سنا مجلس دغه جرګه ګۍ ته دا هم وویل چې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت څه موده وړاندې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو یاغي ډلو اته غړي د ترهګرو په لیست کې شامل کړل. د هغه په خبره د دې کار موخه د یاغیانو د فعالیت پر وړتیا باندې فشار زیاتول وو.
د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د مشر په خبره امریکایي استخباراتي ایجنتان پر دې باور دي چې پاکستان به «له دغو یاغیانو سره خپلې اړیکي وساتي او له متحده ایالاتو سره به د تروریزم ضد همکاري محدوده کړي.»
زموږ له آرشیف څخه:
له پاکستان سره مرسته کوونکي لس مخکښ هیوادونه
له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې له پاکستان سره په پرمختیایي برخه کې لسو مخکښو هیوادونو په ټوله کې ۱۰۷۸۶ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې. مهم هیوادونو او د هغوی د مرستو شوو پیسو جزئیات.
انځور: O. Andersen/AFP/Getty Images
۱۔ امریکا
له۲۰۱۰م کاله تر ۲۰۱۵م پوري له پاکستان سره تر ټولو زیاتې پراختیایي مرستې امریکا متحدو ایالاتو کړي دي. په دغو پنځو کلونو کې امریکا، پاکستان ته ۳۹۳۵ میلیونه ډالر ورکړي دي.