1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوردان: «اسلامي دولت» له ترکيې راباندي بريد وکړ

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ آذر ۹, یکشنبه

کوردي ملېشه وايي چي د «اسلامي دولت» جنګياليو په کوبانې کي د دوی پر پوسته بريد کړی دی. هغوی ادعا کوي چي بريد کوونکي د ترکيې د سرحد لخوا سوريې ته ورغلي ول.

انځور: picture-alliance/AA/A. Deeb

کوردي ملېشې وايي چي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د نوامبر ۲۹)، په اول وار د دوی پر داسي پوستې د «اسلامي دولت» ډلي له خوا بريد وسو، چي د ترکيې سرحد ته نژدې د سوريې په کوباني ښار کي واقع ده.

د سوريې د کوردانو د ډيموکراټيک اتحاد ګوند (PYD) او د سوريايي فعالينو په وينا دغه بريد د داسو دوو ځانمرګو بريد کوونکو له خوا تر سره سوی دی چي له ترکيې څخه سوريې ته داخل سوي ول.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، چي ځانمرګو بريد کوونکو د کوباني پر دغه پوسته سهار مهال بريد وکړ. دغه يوه سوريايي سرحدي پوسته ده چي د ترکيې پولي ته نژدې د کوردي مليشو په کنترول کي ده.

د دغه سازمان مشر رمي عبدالرحمن، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي په لومړي سر کي يو ځانمرگي بريد کوونکي خپل موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته دوهم ځانمرگي بريد کوونکي د باروتو ډک خپل قمرمند وچاود.

په سوريه کي د بشري حقونو د څار دغه سازمان د ولسمشر بشارالاسد پرضد د ياغيانو ملاتړ کوي او په سوريه کي د خپلي معلوماتي شبکې په مرسته معلومات په لاس راوړي. د دغه سازمان د معلوماتو په تړاو د بې طرفه منابعو تائيد ترلاسه کول تقريباً ناممکنه دی.

«له ترکۍ خاوري لومړی تعرض»

د شنبې ورځي د دغې پيښي په تړاو د «سايټ» (Site) په نوم يوې امريکايي خصوصي شبکې هم معلومات خپاره کړي دي. دغه شبکه په انترنيت کي د افراطي اسلامپالو د معلوماتو او خپرونو په تړاو د تخصص ادعا لري. يادي شبکې ويلي دي چي «اسلامي دولت» پر تويتر ليکلي دي چي پر سرحدي پوستې دغه بريد حتی د درو ځانمرګو له خوا تر سره سوی دی.

د سوريې کوردانو د ګوند (PYD) استازي خالد عيسی په پاريس کي ويلي دي چي «د اسلامي دولت له خوا دا لومړی تعرض دی چي د ترکيې له خاوري پر کوباني تر سره کيږي.» د هغه په وينا دوی د خپلې دغي ادعا د ثابتولو له پاره ويډيويي مواد هم لري.

يوه ترکي چارواکي دا خبره تائيد کړې ده چي د شنبې په سهار، پولي ته نژدې «د سوريې په خاوره کي» دوې چاودني سوي دي. د هغه په وينا د «اسلامي دولت» ډلي دغه تعرض د ترکيې سرحد ته نژدې تر سره سوی دی.

خو د ترکيې وسله والو قواو او دغه راز حکومت دا خبره په کلکه رد کړې ده چي بريد د ترکيې له خاوري تر سره سوی دی. ترکيې دغه يوه بې ځايه ادعا بللې ده.

بې اثره هوايي بريدونه

د راپورونو له مخي د کوردي ملېشو پر دغي پوستې تر بمي بريدونو وروسته د «اسلامي دولت» ډلي او کوردي ملېشې تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته سوه.

د لندن مېشته سازمان په وينا د جمعې له ورځي راهيسي په روانه جګړه کي ۳۹ انسانان وژل سوي دي، چي پکښي د دوو ځانمرګو بريد کوونکو په شمول ۲۸ تنه ئې د «اسلامي دولت» جنګيالي دي.

پر کوباني (عين العرب) ښار باندي له سپتمبر مياشتي راهيسي جنگ روان دی. د امريکا په مشرتوب ټلواله له کوردانو سره د هوايي بمبارۍ په مرسته د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د کوباني ښار د نيولو مخه نيولې ده.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم بيا د امريکا په مشرتوب اتحاد بمبارۍ بې اثره بللي دي. هغه له يوه عربي تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي د امريکا تر بمباريو وروسته هم «اسلامي دولت» تر پخوا نه دی کمزوره سوی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل