کورنۍ او افغان دولت معيوبو انجونو ته پام نه کوي
۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبهخوست د افغانستان په جنوب ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دی چې پدې وروستيو کې يې د خلکو زيات پاملرنه د زده کړو لورته اوښتي ده . پدې ولايت کې په زرګونه هلکانو سربيره زيات شمير انجونې هم زده کړې کوي او ښوونځيو ته ځي. دغه راز د جوړو انجونو ترڅنګ يو شمير معيوبې انجونې هم په زده کړو بوختې دي. خو دوی وايي چې دا ډول ډيری انجونی له دې امله په کورونو ناستې بې زده کړو پاتې دي چې يا ښوونځيو ته ځانونه نشي رسولی او يا د کمترۍ احساس کوي اوچا هڅولي ندي.
د کارپوهانو وړانديز دا دی چې کورنۍ او دولت دې دواړه د معيوبو انجونو زده کړو ته ځانګړي پام وکړي. که معيوب کسان زده کړې وکړې او په وړ برخو کې وروزل شي نو نشی کولی چې د ټولنې د نورو وګړو په څير خپل ژوند پرمخ يوسي .
امينه دخوست د يوې ښوونځي زده کوونکې ده. دا وايي چې د زدکړو له برکته خپل راتلونکي ته خوشبيني لري.
«امينې ته ورته يوه بله زده کوونکي رضيه له دې هم لوړ فکر کوي او غوښته کوي چې دوی ته دې د ښوونځي ترڅنګ يو ځانګړي ليليه جوړه تر څو په اسانی سره زده کړو ته دوام ورکړي. »
دخوست ولايت د پوهنې ريس پوهنمل سيد غزيز احـمد هاشمي المان غږ راډيو ته وويل چې دغه غوښتنه د ولايت په کچه په غونډو کې مطرح شوي خو که معيوبې انجونې او ميرمنې دا غوښتنه په رسمي بڼه وکړي نو دوۍ به هم جدي اجرات وکړي. په خوست کې د معيوبينو رياست چارواکي وايي چې په سلګونه داسې ميرمنې او انجونې ورسره ثبت دي چې جنګونو او ماينونو معيوبې اويا بيلابيلو نارغيو معلولې کړي .
خو کارپوهان وايي کې معيوبې انجونې په وړ مسلک کې وروزل شي نو پورتنې ستونزه به حل شوي وي او په ټولنه کې به د جوړو انسانانو په څير نورمال ژوند وکړي .
ليکونکی: فريدالله ظاهر
کتونکی: احمدولي اڅکزی