1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

کوزې پښتونخوا ته د داعشي کورنیو د سپارلو لړۍ پيل شوه

۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبه

په ننگرهار کې پاکستانيو کورنيو ته د داعش د هغو کورنيو د سپارلو لړۍ پيل شوه چې څه موده مخکي حکومت ته تسليم شوې وې. د هغوی شمېر سونو ته رسيږي. خو هغوی ولي پاکستانيو کورنيو ته سپارل کيږي؟

Afghanistan Nangarhar Frauen und Kinder pakistanischer IS-Kämpfer
انځور: DW/Omaid Deedar

په ننګرهار کې د قومي مشرانو يوې جرگې د چهارشنبې په ورځ پريکړه وکړه چې د داعشيانو د هغو کورنيو غړي بيرته پاکستانيو کورنيو ته وسپاري چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ته تسليم شوي يا نيول شوي دي. د دواړو اړخونو ترمنځ د دغي جرگې د جوړيدو غوښتنه افغان حکومت کړې وه.

د حکومت له لوري د داعش ډلې د ماتې له اعلان راهيسي تر اوسه پوري شاوخوا ۹۰۰ داعشي مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي دي، چې د چارواکو په خبره،۸۰ سلنه یې پاکستانيان دي. په دغو کورنیو کې د ازبکانو، اردنیانو، عربانو او ترکانو تر څنګ ډيري پاکستانۍ کورنۍ هم شاملې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني اعلان کړی و چې پاکستانۍ کورنۍ به د هغه هېواد د حکومت پر ځای قومونو ته سپاري.

په دغو کورنیو کې د ازبکانو، اردنیانو، عربانو او ترکانو تر څنګ ډيري پاکستانۍ کورنۍ هم شاملې دي.انځور: DW/Omaid Deedar

د پنجشنبې په ورځ په حاجي کمپ نومي ودانۍ کې د داعش ډلې هغه ۵۲ مېرمنې او۸۱ ماشومان رسنیو ته وښودل شول، چې د چارواکو په خبره، کورنیو یې عریضې کړي، تثبیت شوي او سره له ننه یې د سپارلو لړۍ پیل شوه.

شاوخوا دېرش کلن محمد د خیبرپښتونخوا له اورکزیو ننګرهار ته د خپلې کورنۍ په ۱۵ مېرمنو پسې راغلی. د محمد اورکزي د کورنۍ دغه پنځلس مېرمنې د هغوی مړونو له داعش سره تر یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار شینوارو ته راوستې وې.

محمد وايي، کله چې یې په رسنیو کې د داعش د ماتې او د ګڼو مېرمنو او ماشومانو د تسلیمۍ واورېدل، نو په دې هڅه کې شو چې د خپلې کورنۍ غړې پیدا او بېرته راستانه کړي.

هغه وايي، د خپلې سیمې له راغلې جرګې سره ورته اوس دلته د خپلې کورنۍ ټولې ۱۵مېرمنې او اته ماشومان سپارل شوي دي. هغه وايي، افغانستان ته د خپلو خپلوانو په راتلو هېڅ نه و خبر : «خویندې او تریندې مو دي. تسلیم شولې، اوس حکومت موږ ته راکړلې، د دوی د مېړونو هېڅ درک موږ ته نه لګي، چې مړه دي که ژوندي

انځور: DW/Omaid Deedar

له کوزې پښتونخوا راغلي قومي مشران خوښ دي چې د سیمې له مېرمنو او ماشومانو سره افغان حکومت اسلامي او انساني چلن کړی.

د دواړو غاړو د ګډې جرګه ګۍ غړي ملک عثمان شینواری او نور زالي خان افریدی وايي، د کرښې دواړو لورو ته روان ناورین د پښتنو له ځپنې پرته بل څه نه دي: «د پښتنو تور سرې دي، نه مجرماني دي او نه یې د ننګرهار خلک مجرمانې ګڼو. د پښتنو عزت دی، موږ یې ورته سپارو. له ډېر کار وروسته جرګه جوړه شوه، قومي مشران له هغې خوا راغلي. دا کومک دوی له موږ او ځان سره وکړ، چې دا خلک په عزت وروسپارل شي

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، تر اوسه په ننګرهار کې ۹سوه داعشي مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي چې ډيري پکې پاکستانۍ دي.

د دغو مېرمنو او ماشومانو د سپارلو له پاره حکومت پر یوه داسې مېکانیزم کار کړی چې له مخې به یې یوازې هغه مېرمنې او ماشومان کورنیو او جرګې ته سپارل کېږي چې یو بل وپېژني.

هغه وويل: «هماغه مېکانیزم دی، چې اوس د جرګې له لارې سپارل کيږي، تر اوسه دغې جرګې د پنځوسو ښځو او اتیا ماشومانو تقاضا کړې ده، چې ورثه به یې ثابتېږي، چې دا یې خپلوان او شرعي محرم دی، او ښځې یې هم ومني، چې هو دا یې خپلوان دي، نو بیا به ورته سپارل کېږي

میاخېل زياته کړه چې له دې وړاندې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰مېرمنې او ماشومان د هغوی کورنیو ته سپارلي. تسلیم شوې داعشۍ مېرمنې او ماشومان په ننګرهار کې په یوه ځانګړي کمپ کې ساتل کېږي.

د دواړو اړخونو ترمنځ د دغي جرگې د جوړيدو غوښتنه افغان حکومت کړې وه.انځور: DW/Omaid Deedar

د چارواکو د معلوماتو له مخي اوس مهال په ننګرهار کې د داعش ډله عملآ د جګړې له ډګر ایستل شوې. خو ولسي وګړي وايي، لا یې هم ځینې جنګیالي په غرنیو سیمو کې پاتې دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي چې اوس مهال د دغه ولایت په نرنګ، نورګل، څوکۍ او چپې درې ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲سوه داعش جنګیالي فعالیت کوي چې په ډله کې یې عربان، پنجابیان، بنګله دېشیان او د منځنۍ آسیا د ځینو هېوادونو اوسېدونکي او ایرانیان هم شامل دي.

امید دیدار، ننګرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب