کولمبیا: دولت له وسله والو یاغیانو سره خبرې اترې پیلوي
۱۳۹۱ شهریور ۷, سهشنبهاعلان
د کولمبیا ولسمشر ویلي دي چې د هغه دولت د وسله وال اپوزیسیون، چې د کولمبیا د وسله وال انقلابي پوځ، په نوم یادیږي خبرې اترې پیلوي. زیاته شوې ده چې د دغه خبرو اترو مقصد د اوږدې مودې ډزبندي ښودل شوې ده. د کولمبیا د پوځونو او وسله والو یاغیانو تر منځ په شخړې څو لسیزي تیریږي او تر اوسه پورې پکښې په زرگونو خلک وژل شوي دي. د کولمبیا د رسنیو د رپوټونو په حواله ښایې د اکتوبر په میاشت کې دغه خبرې اترې په ناروې کې تر سره شي.