کوم دلايل په آلمان کي د پناه غوښتنې د قبولۍ سبب ګرځي؟
۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه
کوم دلايل په آلمان کي د پناه غوښتنې د قبولۍ سبب ګرځي؟
يوازي د هغه چا د پناه غوښتنه قبوليږي چي اړونده قانوني شرايط يې پوره کړي وي. دا چي د پناه غوښتنې د آلماني قانون اړونده ټکي او د پناه غوښتنې د قبولۍ له پاره کوم دلايل مهم دي، په دغه انځوريز راپور کي يې مطالعه کولای سئ:
قبولي د تعريف په ړنا کي
د پناه غوښتنې د قبولیدو لپاره اساس، د آلمان د اساسي قانون د ۱۶ الف مادې (Art. 16a GG)، او د پناه غوښتنې د قانون د دريمي مادې د لومړي بند (Art. 16a GG§ 3) له مخې د مهاجرو په هکله د ژنیف د منشور (GFK) تعریف دی. دا چې د دغه قانون (§ 3 Abs. 1AsylG) له مخې دغه تعریف څه ډول دی، په راتلونکي انځور کي لوستلای سئ: nds-fluerat.org
پناه غوښتونکی هغه څوک دی:
« چې د خپل نژاد، دین، ملیت، سياسي مفکورې او يا د ځانګړي ټولنيزي ډلې سره د تړاو له کبله د خپل هغه هيواد څخه بهر وي، چي تابعيت يې لري يا يې هلته د نه تابیعت لرونکی وگړي په توګه ژوند کاوه، خو د تعقيب څخه د ځان ساتنې له پاره د دغه هيواد حفاظت نه سي تر لاسه کولای يا د تعقيب له بيري د دغه حق غوښتنه کول نه غواړي.» قانون: (§ 3 Abs. 1AsylG)
د ردېدنې دلايل ـ ټولو ته ورپېښه ستونزه
د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي اداره په زياتو مواردو کي د پناه غوښتنې ردېدنه په دې توجيه کوي چي گواکې پناه غوښتونکي ته د پورتنیو دلایلو له امله ځير شوي گواښونه، یواځي هغه ته نه، بلکه د دغه هيواد ټولو وګړو ته متوجه دي. معنی دا چې: هر پناه غوښتونکی باید خپله ثابته کړي چې دغه ډول گواښونه یواځي ده ته متوجه دي. nds-fluerat.org
د ردېدنې دلايل ـ د زيات وخت تېرېدنه
د هغو دلایلو چې یو پناه غوښتونکی پرې تکیه کوي او له خپل هیواد څخه د تیښتې ترمنځ باید داخلي تړاو موجود وي. معنی داچې: نوموړي دلایل باید د تیښتې سبب شوي وي. که د تعقيب او د تېښتي يا هجرت تر منځ زيات وخت تېر سوی وي، نو د هجرت کولو دلايل نور نه منل کيږي، او پناه غوښتنه رديږي.nds-fluerat.org
د ردېدنې دلايل ـ په خپل هيواد کي نوري امن سيمي
د قبولۍ له پاره د مهاجر په ټول هيواد کي د تعقيب د ګواښ موجوديت شرط دی. که په هيواد کي داسي امن سيمه موجوده وي چي پکښي پناه غوښتونکی له تعقيب څخه ځان خوندي کولای سي، نو بيا له مهاجره غوښتل کيږي چي د خپل هيواد دننه خوندي سيمي ته دي هجرت وکړي. د (BAMF) اداره او اړونده آلمانۍ محکمې مکلفه دي چي د امن سيمو په تړاو تازه معلومات د بېلګي په توګه له UNHCR څخه ترلاسه کړي. nds-fluerat.org
د ردېدنې پخوانی دليل ـ د دولتي تعقيب نه موجوديت
تر ۲۰۰۵ کال پوري يوازي د هغه چا د پناه غوښتنه قبولېدله چي د يو دولت له خوا تر تعقيب لاندي به ؤ. خو اوس د (§ 3c AsylG) مادې له مخي دغسی تعقیب کیدای سي چې د نورو، دبیلگې په توگه (وسلوالې ډلې) له خوا هم د پناه غوښتنی دلیل وگرځي، البته په دی شرط چې واکمن دولت تر تعقیب لاندې شخص ساتلی نه شي او یا یې ساتل نه غواړي. (§3d AsylG) کيدلای سي.nds-fluerat.org
د پناه غوښتنې دلايل
په راتلونکو انځورونو کي ځیني هغه مهم دلایل او لاملونو څخه لوستلای سئ، چي د پناه غوښتونکي يې د پناه غوښتنې پر وخت د خپل مهاجرت د استدلال له پاره کاروي. په دې تړاو هم معلومات لوستلای سئ چي ايا دغه دلايل په عمومي توګه د پناه غوښتونکي په توګه د قبولېدو سبب ګرځي او که څنګه.nds-fluerat.org
حقيقي ګواښ که صرف بيره؟
تعقيب بايد ښکاره، څرګند، منطقي، د فهم وړ او په لوی احتمال ممکن وي. زيات وخت پناه غوښتونکې په دې توجيه هم رديږي چي ګواکي «تاسو د تعقيب لاندي راتللو بيره درلوده، خو په حقيقت کي تر لاندي نه ياست راغلي.» مهاجرو ته دا هم ويل کيږي چي ګواکي تاسو د خپل دولت له چارواکو مرسته غوښتلای سوای. زياتره وختونه دا هغو مهاجرو ته ويل کيږي چي وايي له قومي ډلې يا مافيايي ډلې تښتېدلي دي.nds-fluerat.org
له دولتي کسانو او ادارو څخه بيره
د زياتو هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنه هم په زیاتو مواردو کي ردېدلای سي، څوک چي وايي له دولتي کسانو يا ادارو له خوا تر تعقيب لاندي راتلو بيره يې لرله خو ورته لا زيان نه وي رسېدلی. د بېلګي په توګه د دغه کس پناه غوښتنه په دې دليل ردېدلای سي چي ګواکي د پناه غوښتونکي د هيواد حکومت د بشري حقونو د ساتلو په کوښښ او په ساتلو مکلف دی او عموما د دې توان هم لري.nds-fluerat.org
عملا تر تعقیب لاندي راتلل
هغه پناه غوښتونکی د قبولېدو زيات چانس لري چي تر مخه لا په عملي توګه تر تعقيب لاندي راغلی وي. د (BAMF) اداره په داسي صورت کي دې نتيجې ته رسيږي چي که پناه غوښتونکی خپل هيواد ته ولېږل سي، نو احتمال سته چي بيا به ورسره تر تعقيب لاندي راتلو ستونزه تکرار سي او له دې کبله پناه غوښتنه قبولوي. هغه وخت هم قبولي ممکنه ده چي د هجرت څخه دستي مخکي تعقيب رامنځ ته کيدونکی ؤ.nds-fluerat.org
پخوا پای ته رسېدلی تعقيب
تعقيب چي پخوا لا پای ته رسېدلی وي، د قبولۍ سبب نه ګرځي. د بېلګي په توګه که يو څوک حتی څو کاله بندي سوي وي او سزا يې پای ته رسېدلې وي، نو ښايي په دې دليل يې پناه غوښتنه رد سي چي تعقيب په ماضي کي موجود ؤ خو نور پای ته رسېدلی او د بيا تکرار اشد ګواښ يې نه دی موجود. د يو څو ورځو بندي کېدنه او وهل کېدل په زیاتو مواردو کي ډېر جدي تعقيب او په دې توګه د قبولۍ دلیل نه بلل کيږي.nds-fluerat.org
ګواښ و ژوند او آزادۍ ته
د يو کس ژوند او آزادۍ ته ګواښ صرف په هغه صورت کي د قبولۍ سبب ګرځېدلای سي، چي پناه غوښتونکي ته د هغه د سياسي مفکورې، دين، نژاد يا بلې ټولنيزي ډلې سره د تړاو له کبله دوامداره او جدي ورپېښ وي. خو دغه ګواښ هم تل د قبولۍ ضامن کیدای نه سي. د بند د سزا گواښ، د بیلگې په توگه، کیدای سي په دی دلیل رد سي چې گواکې د مهاجر اړوند دولت د خپل دولتي گټو د ساتني له امله، د بندي کولو حق لري.nds-fluerat.org
(کورنۍ) جګړه
په عمومي توګه جګړې يا کورنۍ جګړې په آلمان کي د پناه غوښتونکي په توګه د قبوليدو يا د ورته حفاظت ترلاسه کولو دليل نه ګرځي. خو که د جګړې تر څنګ په ځانګړې توګه يو شخص ته مستقيم، فردي او ثابت سوی د تعقيب ګواښ موجود وي، قبولي ممکنه ده. خو جګړه او کورنۍ جګړه د اخراج د نه عملي کېدو يا ځنډولو سبب کيدلای سي. nds-fluerat.org
له جنګي ماموريته انکار
د آلمانۍ محکمو د زياتو فيصلو له مخي يوازي په جګړه کي د عسکر په توګه د جنګېدو څخه انکار يا له جګړې څخه لاس اخيستنه د قبولۍ سبب نه ګرځي، خو هغه وخت سبب ګرځېدلای سي چي له دغه انکار له کبله جزا يې ډېره جدي وي. په جګړه کي د ګډون څخه انکار هله د قبولۍ سبب کېدای سي چي دغه کس و جنايتونو، جنګي جنايتونو (لکه د ملکيانو وژنه) يا د بشريت ضد جنايتونو ته هڅول سوی خو هغه انکار کړی وي. nds-fluerat.org
غربت او افلاس
په اصطلاح «عمومي» ستونزي لکه قحطي، غربت، افلاس او طبعي فاجعې د پناه غوښتونکي په توګه د قبولېدو سبب نه سي ګرځېدلای. هغه پناه غوښتونکی چي صرف په خپل هيواد کي د بې وزلې او مادي غربت د شتون له کبله د مهاجرت خبره کوي، په لوی احتمال به قبول نه سي. خو غربت او ورته ستونزې په ځانګړو مواردو کي د اخراج د عملي کېدو د مخنيوي لامل کيدلای سي. nds-fluerat.org
د مېرمنو تعقيب
مېرمني او انجونې چي په خپل هيواد کي د جنسي تاوتريخوالي قرباني سوي وي يا يې د قرباني کيدو حتمي بيره ولري، امکان يې سته چي د پناه غوښتونکو په توګه قبولي سي. خو بعضي وخت د دغو مېرمنو پناه غوښتنه په دې دليل هم رديږي چي په دغه هيواد کي هره مېرمنه له دغه ګواښ سره مخامخ نه ده او دغه مېرمنه د ځان ژغورلو نو امکانات لري. عموما جنسي تېری صرف په استثنيي مواردو کي د قبولۍ سبب ګرځېدلای سي. nds-fluerat.org
دين
زيات وختونه هغه پناه غوښتونکي چي ويل به يې د خپل دين له کبله تر تعقيب لاندي دي، په دې دليل ردېدل چي گواکې کولای سوای چې خپل دیني عقاید پټ وساتي او په عامه توگه بربڼد نه کړي. خو نوې اروپايي حقوقي تگلاره وايي چي انسانان بايد په ښکاره د خپل دين د عملي کولو حق ولري. nds-fluerat.org
همجنسبازي
د ښځینه او یا نارینه و همجنسبازانو تعقیب د پناه غوښتنې یو دلیل کیدای سي. خو په ټولنه کې یواځې د همجنسبازې په وړاندې تبعیض کفایت نه کوي. خو پناه غوښتنه په دې دليل ردېدلای هم سي چي همجنسباز پناه غوښتونکي کولای سوای په خپل هيواد کي خپل تمايل پټ وساتي. nds-fluerat.org
په جنايت تورن کسان نه قبوليږي
هغه کسان چي د جنايت له کبله درې کاله بندي سوي وي، د آلمان امنیت او یا عامه امنیت ته ګواښ وي يا ورباندي د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو يا د جنګي جنايتونو تر سره کولو شک وي، د پناه غوښتونکي په توګه نه قبوليږي. وعامه امنیت ته د نورو جرایمو د ارتکاب تر څنگ، هغه څوک هم ګواښ بلل کيدلای سي چي جنسي تیری يا جنسي ځورونه یې کړې وي او د دې جرم له امله په يو کال بند محکوم سوی وي. nds-fluerat.org
عدم مسؤليت
د دغه راپور ليکونکی په دغه انځوريز راپور کي د راټولو سوو معلوماتو د بشپړوالي، کاملتوب او تازه والي ادعا نه لري او له کبله يې له هر ډول مسؤليت څخه بري دی. دغه معلومات د مسلکي وکيل او حقوقپوه سره د حقوقي او قانوني مشورې ځای هم نسي نيولای. دغه معلومات د BAMF.DE او د nds-fluerat.org پاڼو څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.01.2017):
د پناه غوښتنې مراحل په آلمان کي کوم دي؟
د پناه غوښتنې مراحل په آلمان کي کوم دي؟
په آلمان کي د پناه غوښتنې پروسه څنګه وي؟ د پناه غوښتنې پروسه کومي مرحلې لري؟ چا ته پناه ورکول کيږي؟ د دغو او نورو مهمو پوښتنو جوابونه په دغه انځوريز راپور کي ولولئ:
مهاجرت او د آلمان اساسي قانون
د آلمان د اساسي قانون د مادې ۱۶ الف (Art. 16a Grundgesetz) له مخي هغه کسان په آلمان کي د پناه ترلاسه کولو حق لري چي د خپل سياسي آند له کبله په خپل هيواد کي تر تعقيب لاندي وي. پناه خوښتونکي کولای سي چي په رسمي توګه د پناه غوښتني پروسې ته داخل سي. د پناه غوښتنې بيلي مرحلې په ځانګړي قانون (AsylVfG) کي تنظيم سوي دي. د دغې پروسې په تړاو څو مهم ټکي په راتلونکو انځورونو کي ولولئ:
۱ ـ آلمان ته راتګ ـ لومړۍ سرپناه
پناه غوښټونکی د آلمان سرحد ته د رارسېدو سره سم چارواکو ته وايي چي «د پناه غوښتنه» کوي. هغه د «پناه غوښتونکو له پاره لومړني» کمپ ته لېږدول کيږي. پناه غوښتونکی هلته ثبتيږي او ځای پر ځای کيږي. زياتره وختونه دغه ځای په جګو کټارو يو تړلی ځای وي چي پوليس، طبي کسان، کانتين او داسي کوټې يا اطاقونه لري چي زيات مهاجر پکښي ځای پر ځای کيږي. په ټول آلمان کي د دا ډول ځايونو يا لومړي کمپونو شمېر تقريبا ۲۰ دی.
۱ ـ آلمان ته راتګ ـ ثبتېدنه
په عمومي توګه مهاجر تر حد اکثر ۳ مياشتو پوري د ثبتېدنې او لومړۍ سرپناه له پاره په لومړي کمپ کي ځای پر ځای کيږي. د هغه وروسته پناه غوښتونکي د آلمان پر فدرالي ايالتونو او ښارونو د مهاجرو د ويش د ځانګړي او منظمې پروسې او معلومي سهميې په ترڅ کي په ټول آلمان کي ويشل کيږي.
۲ ـ د پناه رسمي غوښتنه
د ثبتونې او لومړۍ سرپناه و کمپ ته نژدې عموما د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د فدرالي ادارې (BAMF) يوه باندنۍ څانګه هم واقع وي، چيري چي د پناه رسمي غوښتنه کيدلای سي. په دې ترڅ کي پناه غوښتونکو ته د (Aufenthaltsgestattung) په نوم د پاته کېدو عبوري اقامه ورکول کيږي، تر څو چي د پناه غوښتنې د دوسيې فيصله راځي.
۳ ـ انټرويو يا سماعت ـ دلايل
د آلمان د قانون له مخي د پناه غوښتنې مرکه، سماعت يا انټرويو د پناه غوښتنې او کډوالۍ د فدرالي ادارې د مسؤل چارواکي او د يو ژباړونکي په حضور کي تر سره کيږي. د دغه مرکې مقصد د هجرت لاملونه معلومول وي. پناه غوښتونکی په دغه مرکه کي څرګندونې کوي چي ولي مهاجر سوی او دا چي د څه ډول تعقيب او ګواښ څخه مهاجر سوی دی.
۳ ـ انټرويو يا سماعت ـ اسناد
د پناه غوښتنې د انټرويو په ترڅ کي پناه غوښتونکی خپل شته اسناد او د پناه غوښتنې له پاره مهم کاغذات هم وړاندي کوي. هغه مسؤل چارواکی چي دغه مرکه کوي هغه بيا د خپلو معلوماتي منابعو پر اساس د پناه غوښتونکي د پناه پر غوښتنه فيصله کوي. دغه فيصله او د فيصلې استدلال بيا په ليکلې توګه و پناه غوښتونکي ته لېږدول کيږي.
۴ ـ قبولي ـ درې کلنه اقامه
که پناه غوښتونکی قبولي تر لاسه کړي نو بيا ورته حد اکثر د ۳ کالو له پاره د (Aufenthaltserlaubnis) په نوم اقامه ورکول کيږي. قبول سوی دغه کس د آلمان په ټولو سيمو کي د ژينيف د کانوېنسيون په ړنا کي يو شمېر حقونه لري چي پکښي د کار کولو حق، مسلکي او يو شمېر ټولنيزو مرستو آسانتياوي شامله دي.
۴ ـ قبولي ـ دايمي اقامه
د قبولۍ د درو کالو پوره کېدو وروسته قبول سوي پناه غوښتونکي ته د (Niederlassungserlaubnis) په نوم دايمي اقامه هغه وخت ورکول کيږي چي د کډوالۍ فدرالي اداره د دې پخلی وکړي چي د دغه کس د قبولۍ د بېرته اخيستلو له پاره هيڅ دلايل موجود نه دي.
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د هيواد وضعه
که د پناه غوښتنه په دې دليل رد سي چي د مثبت جواب يا قبلولو له پاره يې اړين دلايل نسته او يا دا چي دلايل به نه وي، نو بيا اړونده چارواکی د پناه غوښتونکي د اصلي ټاټوبي هيواد وضعه ارزيابي کوي. دغه چارواکی ګوري چي ايا دغه هيواد ته د پناه غوښتونکي بېرته لېږد توجيه کيدلای سي که څنګه.
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د ديپورت توجيه
د ردېدنې په صورت کي مسؤل چارواکی ګوري چي و خپل هيواد ته د بېرته لېږد په صورت کي خو به رد سوي پناه غوښتونکي ته ګواښونه نه وي ورپېښ. ديپورت يوازي په هغه صورت کي توجيه کيدلای سي چي د بېرته لېږد په صورت کي په اصلي هيواد کي رد سوی پناه غوښتونکی د شکنجې، د اعدام د سزا، د غېر انساني چلن، د تذليل کوونکې سزا يا چلن او په همدې شان د بدن، ژوند او آزادۍ له پاره د يو شمېر نورو ورته ګواښونو سره نه وي مخامخ.
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د ديپورت ګواښ
که مسؤل چارواکی دې نتيجې ته ورسيږي چي د بېرته لېږد په صورت کي رد سوي پناه غوښتونکي ته په خپل هيواد کي ياد ګواښونه نه پيښيږي، نو بيا د پناه غوښتنې د ردېدو فيصله صادروي. که پناه غوښتونکی تر هغه وخته د (Aufenthaltstitel ) اقامه ونه لري، نو ورڅخه غوښتنه کيږي چي آلمان پرېږدي. پناه غوښتونکی په دې ترڅ کي په ديپورت (Abschiebung) هم ګواښل کيږي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان
پناه غوښتونکی د ردېدنې په صورت کي دا امکان لري چي و اړونده د اداري چارو محکمې (Verwaltungsgericht) ته مراجعه وکړي. په آلمان کي د رد سوو تقريبا ۸۰ فيصده مهاجر له دغه امکان څخه ګټه اخلي او د ردېدنې پر ضد په يادو محکمو کي حقوقي دعوی کوي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ استدلال
مهاجر د ردېدو په صورت کي د فیصلې تر لاسه کولو وروسته امکان لري چي په اداري محکمه دغې پرېکړي پر ضد حقوقي دعوی وکړي. پناه غوښتونکی په دغه دعوی کي استدلال کوي چي دی په لوی احتمال په بې دليله توګه رد سوی دی. پناه غوښتونکی د دې تر څنګ په دغه دعوی کي غوښتنه کوي چي د ديپورت کېدنې د عملي کېدو پروسه دي وځنډول سي. اړونده محکمه د پناه غوښتونکي د دغې حقوقي دعوی په هکله په عاجله توګه عبوري فيصله کوي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ دوې اونۍ
مهاجر د ردېدو د فيصله ترلاسه کولو وروسته دوې اونۍ وخت لري چي پر ضد يې په محکمه کي دعوی وکړي. په داسي صورت کي تر هغه وخت پوري دغه پناه غوښتونکی نه سي ديپورت کيدلای تر څو چي يې د حقوقي دعوی فيصله حتمي سوې نه وي. که محکمه د پناه غوښتنې ردېدنه تائيد کړي، نو دغه رد سوی پناه غوښتونکی مکلف دی چي له آلمان څخه ووزي. که هغه دغه مکلفيت پر ځای نه کړي نو هغه د چارواکو له خوا خپل هيواد ته لېږدول (ديپورت) کيږي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ ممانعت
که محکمه د پناه غوښتونکي د حقوقي دعوی په ترڅ کي دې نتيجې ته ورسيږي چي د پناه غوښتنې ردېدنه يې پر ځای نه ده، او يا دې نتيجې ته ورسيږي چي پناه غوښتونکی خپل هيواد ته د ورپېښ ګواښونو له کبله بايد ونه لېږدول سي، نو بيا د کډوالو او پناه غوښتونکو اداره په دې مکلفه کوي چي د دغه کس پناه غوښتنه قبوله کړي او يا دا چي د هغه د ديپورت کېدو د ممانعت فيصله وکړي.
منبع او يادونه
د دغه راپور معلومات د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان د آلمانۍ څانګي له وېب پاڼي څخه (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه) اخيستل سوي دي. دغه مطلب په هيڅ توګه د بشپړتيا يا کاملتوب ادعا نه لري او د وکيل يا حقوق پوه د حقوقي مشورې ځای نه سي نيولای. پر دغه موضوع نور معلومات د پنا غوښتونکو او کډوالو له پاره د آلمان د ادارې پر پاڼه BAMF.de موندلای سئ.