کوم هيوادونه تر ټولو زيات سرتيري لري؟
۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبهکوم هيوادونه تر ټولو زيات سرتيري لري؟
د نړۍ د ټولو هيوادونو د سرتيرو شمېر تر ۲۷ مليونو زيات دی. په دغه شمېر کي د بعضو هيوادونو نيمه پوځي سرتيري او نور امنيتي وسله وال ځواکونو هم شامل دي. خو له دغو هيوادونو تر ټولو زیات سرتيري کوم هيواد لري؟ دلته يې وګورئ:
۲۱ مقام - افغانستان - تقريبا ۳۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده
د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
۲۰ مقام - فرانسه - تقريبا ۳۱۵ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۷ فيصده
۱۹ مقام - الجزائر - تقريبا ۳۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۰ فيصده
۱۸ مقام - مکسيکو - تقريبا ۳۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده
۱۷ مقام - ايتاليا - تقريبا ۳۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۹ فيصده
۱۶ مقام - تايلند - تقريبا ۴۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۶۷ فيصده
۱۵ مقام - کولمبيا - تقريبا ۴۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۴ فيصده
۱۴ مقام - ميانمار - تقريبا ۵۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده
۱۳ مقام - ويتنام - تقريبا ۵۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۷ فيصده
۱۲ مقام - ايران - تقريبا ۵۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۱ فيصده
۱۱ مقام - ترکيه - تقريبا ۶۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۸ فيصده
۱۰ مقام - جنوبي کوريا - تقريبا ۶۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۱،۲۵ فيصده
۹ مقام - اندونيزيا - تقريبا ۶۷۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده
۸ مقام - برازيل - تقريبا ۷۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۳۵ فيصده
۷ مقام - مصر - تقريبا ۷۴۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۱ فيصده
۶ مقام - پاکستان - تقريبا ۹۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۹ فيصده
۵ مقام - روسيه - تقريبا ۱،۲۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۹ فيصده
۴ مقام - شمالي کوريا - تقريبا ۱،۳۷ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۵،۴۸ فيصده
۳ مقام - د امريکا متحده ايالات - تقريبا ۱،۳۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۳ فيصده
۲ مقام - هند - تقريبا ۲،۷۵ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۱ فيصده
۱ مقام - چين - تقريبا ۲،۹۹ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۲ فيصده
د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.05.2016):
په کومو هيوادونو کي د ښځو عسکري اجباري ده؟
په کومو هيوادونو کي د ښځو عسکري اجباري ده؟
د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي ښځي کولای سي چي عسکري وکړي، خو يوازي په درو هيوادونو کي د ښځو د عسکرۍ خدمت اجباري دئ. د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو خدمت ته کتنه.
د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي ښځي کولای سي په پوځ کي خدمت وکړي، خو يووازي په درو هيوادونو کي دغه کار اجباري دئ.
د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو گډون د ۱۹۴۹م کال په سپتمبر مياشت کي رسماً پيل سو. په ناروې کي د نظمامي تهديد له وجي نه، بلکي د ښځي او نارينه ترمنځ د برابر جنسي ترويج په خاطر د دغه هیواد مجلس په ۲۰۱۴م کال کي د ښځو د عسکرۍ خدمت تصويب کړ چي په ۲۰۱۶م کال کي به ښځو لومړۍ دوره عسکري پيل سي.
د اسرائيلو دولت تر تاسيس دمخه نژدې ۴ زره يهودۍ ښځي د بريتانيا په مشرتوب ياغي ډلو کي له عربو سره جنگېدل. خو د ۱۹۴۸م کال د می مياشتي پر ۲۶ نېټه د اسرائيلو دولت تر تاسيس وروسته د دغه هيواد پارلمان په ۱۹۴۹م کال کي د ښځو او نارينه وو له پاره د عسکرۍ خدمت تصويب کړ.
د اسرائيلو دولت تر جوړېدو وروسته په پوځ کي د ښځو حضور.
په دې خاطر چي په جنگ کي د ښځو وژنه د نارينه وو پر روحيه منفي اغېز کوي او داچي په جنگ د «دښمن» له خوا د جنسي تيري خطر سته ښځو ته په پوځ کي جنگي نه، بلکي د ملاتړ دنده وسپارل سوه.
د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو د خدمت موده ۲۱ مياشتي او د نارينه وو دا ۳ کاله ده. واده سوي نجوني، ميندي او اسرائيلي عرب له عسکرۍ معاف دي. د اسرائيلو مهاجري ښځي چي تر شل کلنۍ وروسته اسرائيلو ته مهاجر سوي دي له عسکرۍ معاف دي خو که په خپله خوښه وغواړي کولای ئې سي.
د اسرائيلو په پوځ کي ښځي تر ډېره د مخابرې، اداري او داسي نوري دندې لري. جالبه دا ده چي تکړه ښځي پوځي واحيدونو ته زده کړي ورکوي خو خپله پکښې د برخي اخيستو اجازه نه لري.
د اسرائيلو په پوځ کي ښځو خپلو هم ليکو نارينه وو سره د برابرۍ نه لرو په خاطر محکمو ته شکايتونه کړي دي. دوی د پيلوټۍ په برخه کي شکايت کاوه او اوس اجازه لري چي پيلوټاني هم سي.
تر ډېرو شکايتونو وروسته د اسرائيلو محکمې او پارلمان په پوځ کي د ښځو او نارينه وو د برابرۍ پريکړه وکړه. په ۲۰۰۰م کال کي دوی مجبوره سول چي د پوځ په قانون کي بدلون راولي.
په ۲۰۰۰م کال کي تر پريکړي وروسته اوس ښځي او نارينه دواړه په عملياتو کي گډون کوي.
په پلي ځواک کي هم د اسرائيلو پوځ ښځي عسکري په سرحدي کښتيو کي په دندو گومارلي دي.
په ۲۰۰۶م کال کي د لبنان په دوهم جنگ کي له ۱۹۴۸م کال راهيسي په لومړي وار ښځو په جنگ برخه لرله.
په ۲۰۰۶م کال کي د لبنان په جنگ کي د څرخۍ الوتکي انجينره کرين تندلر، لومړۍ اسرائيلۍ پوځي ښځه وه چي ووژل سوه.
د اسرائيلو په پوځ د ښځو د عسکرۍ خدمت د کم وخت په خاطر ځيني دندې دوی ته نه سپارل کیږي.
د اسرائيلو په پوځ کي د ښځو د عسکرۍ خدمت.
د اسرائيلو په پوځ کي ښځي عسکري د خپلو نارينه عسکرو له خوا له جنسي زورونو سره مخامخ دي. تقريباً هره ورځ د دغسي يوې پيښي خبر ورکول کيږي. د اسرائيلو په پوځ کي په سلو کي شل ښځي له جنسي آزار سره مخامخ کيږي.
د نړۍ په درو هيوادونو ناروې، اسرائيلو او اريتريا کي ښځي د عسکرۍ مکلفت لري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.09.2015):
په چين کي ستر رسم ګذشت
په پیکینگ کې ستر پوځي رسم گذشت
چین په دوهمه نړیواله جگړه کې د جاپان د تسلمیدو ۷۰ مه کلیزه د عصري وسلو او ۱۲۰۰۰ عسکرو له رسم گذشت سره ولمانځله. د چین ولسمشر شي جین پینگ خپل قوت په بهر او دننه کې وښود.
د جگړې د ختمیدو ۷۰ کاله وروسته د چین مشرتابه غواړي چې د بریا له دې رسم گذشت سره د خپل هیواد په دننه کې وطنپالنه ولمسوي. شا او خوا ۵۰۰ زغروال موټرې «د تل پاتې سولې جادې» څخه تیرې شو. د رسم گذشت له پاسه ۲۰۰ الوتکو الوتنې کولې. د دغو وسلو ۸۰ سلنه تر دې مخکې نه وې ښوول شوې، چې پکښې د اتومي سرگولو لیږدونکي توغندي هم شته.
د ۱۷ هیوادونو لکه روسیې، کیوبا، قزاقستان، مکسیکو، پاکستان او صربستان ۱۰۰۰ عسکر هم په دغه پوځي پریډ کې ونډه لري. دغه رسمي گذشت د چین آسیايي گاونډيان ډیر په دقت سره تعقیبوي. چین له خپلو گاونډیو سره د ختیځ او سویلي چین په سمندرگې کې د ټاپو گانو د ملکیت پر سر شخړه لري.
د دغه رسم گذشت پر مهال د چین په پلازمینه پیکینگ کې اضطراري حالت واکمن وو. د دې له پاره چې دود او دوړې چې معمول تل د پیکینگ آسمان تیاره کوي، د عسکرو پرسر ځلانده لمر او شین آسمان تت نه کړي، په پیکینگ او د هغې په گاونډیو سیمو کې د اگست میاشتې له نیمایي څخه را په دی خوا تر لسو زرو زیاتې فابریکو باید خپل تولیدات درولی وی. په پلازمینه کې تر نیمایي زیاتې موټرې له سړکونو غاړې ته کړی شوي دي.
په زرونو داو طلب کسان د سړکونو پر سر د نظم برابرولو په هڅه کې وو. په عادي توگه د سپتمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د ښوونځیو پیلیدل ځنډول شوي دي.
په افتخاري میلمنو کې د روسیې ولسمشر پوتین او سویلي کوریا ولسمشره پارک گیون های شامله ده. د ډیر شمیر هیوادونو مشرانو په دغه مراسمو کې له گډون کولو ډډه وکړه. آلمان او امریکا متحدو ایالاتو خپل سفیران ورواستول. د اروپایي ټولنې له مخکښو سیاستوالو څخه په دغو مراسمو کې یوازینې گډونوال د چک ولسمشر وو. د نورو میلمنو په ډله کې د آلمان پخوانی صدراعظم گیرهارد شرودر وو. هغه پیکینگ ته په غیر رسمي توگه سفر کړی.
د جاپان لومړي وزیر شینز آبې پیکینگ ته خپل سفر لغوه کړ او د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې یې چین ته سفر وځنډاوه. جاپاني رسنۍ داسې شک کوي چې ښایي چین ته د سفر ځنډول له دغه پوځي رسم گذشت سره تړاو ولري. خو د جاپان پخواني لومړي وزیر تومیچي مرایاما، په غیر رسمي توگه سفر کړی دی.
دا چې پر دغه ستر پوځي رسم گذشت به څومره لگښت راغلي وي، معلومه نه ده. د چین د دفاع وزارت یوه ویاند نه غوښتل په دې هکله معلومات ورکړي. خو هغې دې ته اشاره وکړه چې د مراسمو تنظیمونکو د مالیې له پیسو سره د لگښت په برخه کې ډیر مناسب چلن کړی.