کوم هيوادونه تر ټولو زیات چاغ وګړي لري؟
۱۳۹۵ بهمن ۲۵, دوشنبهکوم هيوادونه تر ټولو زیات چاغ وګړي لري؟
چاغښت د ډېرو ناروغيو مور بلل کيږي. دا چي په نړۍ کي تر ټولو زيات چاغ انسانان په کومو سيمو کي ژوند کوي، په دغه انځوريز راپور کي يې کتلای سئ:
۱۵مقام ـ سعودي عربستان ـ ۳۳،۷۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ پر۱۳مه نېټه له fitday.com او gazettereview.com پاڼو څخه اخيستل سوي دي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
۱۴مقام ـ بحرين ـ ۳۴،۱۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۱۳ مقام ـ متحده عربي امارات ـ ۳۴،۵ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۱۲مقام ـ امريکا متحد ايالات ـ ۳۵ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۱۱مقام ـ فيجي ـ ۳۵،۹۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۱۰مقام ـ بهاماس ـ ۳۶،۶۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۹مقام ـ کويت ـ ۳۶،۳۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۸ مقام ـ تووالو ـ ۳۹،۶۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۷ مقام ـ کارابيتي ـ ۴۰.۱۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۶ مقام ـ قطر ـ ۴۱ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۵ مقام ـ تونګا ـ ۴۱،۱۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۴ مقام ـ ساموا ـ ۴۱،۶۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۳ مقام ـ مارشال ټاپوګان ـ ۴۲،۳۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۲ مقام ـ ناورو ـ ۴۵،۱۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
۱ مقام ـ د پالاؤ جمهوريت ـ ۴۷،۱۰ سلنه وګړي يې زيات چاغ دي
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ مياشتي بر ۱۳مه نېټه له fitday.com او gazettereview.com پاڼو څخه اخيستل سوي دي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (02.07.2015):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.05.2015):
د خوږې بورې په اړه ترخه حقایق
په نړۍ کي د بورې خوارک ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی. دا موضوع د انسانانو پر روغتیا باندي ناوړه اغیزه لري. په دې انڅوریز ربوټ کې هغه لس ناروغۍ چې د بورې له کبله رامنڅ ته کیدای شي په ګوته شوي دي.
بوره انسان چاقوي!
بوره د نورو نشایستو په پرتله په بدن کې له دوو څخه تر پنڅو ځلو ژر په وازګي بدلیږي. له بلې خوا بوره د ینې ناروغي پيدا کوي. د بورې بل زیان د بدن د شکر لوړیدل چې بیا یې له کبله په همدې نوم ناروغي هم رامنځ ته کیدای شي.
بوره ستاسو پر مجاز باندې اغیزه ږدي!
بوره په بدن کې د داسې یوه هورمون د ډېرښت لامل کیږي چې د انسان د مجاز پر بدلون باندې ډیره اغېزه لري. خو که سړی ډیره بوره وکاروي نو امکان لري چې هغه د خپګان یا دیپریشن په ناروغۍ اخته شي.
بوره سړی زړوي!
بوره د انسان پر پوست هم اغېزه لري. د بورې د ډیرې کارونې له کبله د انسان پوست خپل طبیعي حالت له لاسه ورکوي او په پوست کې ګنجي پیدا کوي.
بوره کلمو ته زیان رسوي!
د ډیري بورې کارول په کولمو کې د زیان رسوونکو باکتریاوو له رامنڅ ته کیدو سره مرسته کوي. په اصل کې د بورې کارول، به بدن کې د هغو باکتریاوو او مکروبونو له ډېرښت سره مرسته کوي چې د بورې له کارولو سره ډیر ښه تغذیه کیدای شي.
بوره سړی معتادولای شي!
د هغو کسانو ماغزه چې ډیر وزن لري، د بورې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي لکه معتاد کسان چې یې د الکولو او یا هم نورو معتادوونکو پر وړاندي ښيي. که یو څوک د لسو ورځو له پاره بوره و نه خوري، او په دې موده کې یې سر په درد شي، خپله حوصله له لاسه ورکړي، نو هغه د بورې په اعتیاد اخته دی.
بوره د سړی خلق بدولی شي!
هغه کسان چې ډیره بوره کاروي کیدای شي نو نورو په پرتله ډیره بد خلقي وکړي. هغه ماشومان چې پر زده کړو ډیر تمرکز نه شي کولای هم باید د ښوونڅي د ساعتونو پر مهال ډیره بوره و نه کاروي.
بوره د انسان دفاعي سیستم کمزوری کوي!
د ډیري بورې کارول د دې سبب کیږي چې د انسان د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو پر وړاندي خبل مقاومت له لاسه ورکړي. کله چې یو انسان بوره کاروي نو د هغه د بدن دفاعی سیستم د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه ضعیفه کیږي او نه شي کولای چې مکروبونه له منځه یوسي.
بوره کیدای شي د الزایمر ناروغي پيدا کړي!
څیړنو ښوولې ده چې د ډیري بورې کارول د الزایمر ناروغۍ له پيدا کیدو سره مرسته کوي. دغه ناروغۍ چې د عمر په ډیریدو سره قوی کیږي، د دې سبب ګرځي چې د انسان مغز و نه شي کولای هر څه په یاد وساتي.
بوره د سرطان ناروغیو ګواښ ډیروي!
د انسان د بدن سرطانی حجرې په بوري سره ډیره وده کوي. په هارورد پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي چې د بورې کارول کیدای شي سرطاني حجرې په تومورونو باندې بدلې کړي.
بوره سړی بې عقله کوي!
د بوري ډیر کارول د انسان حافظه کمزورې کوي.د بريتانيا په یوه پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه ښيي چې د هغو کسانو چې د ویني شکر يې لوړ وي د ماغزو هغه برخه ډیره وړه ده چې د حافظو د ساتلو دنده لري.
د بدن د وازگي کمولو له پاره لس لارښووني
نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) اعلان کړی دئ، چي د نړۍ نزدې دوه ميليارده و درې سوه ميليونه انسانان تر خپلي اندازې زيات وزن لري. چاغښت د ناسالمي تغذيې نتيجه ده. په دې انځوريز راپور کي د وزن د کمښت ۱۰ لارښوون يوړاندي کيږي.
د سخت غذايي رژيمه ځان وساتئ
د يوه سخت غذايي رژيم پر مهال که څه هم ستاسو وزن په لنډ وخت کي ډېر لږيږي، خو د وزن دغه کمښت کيدای سي د بدن د اوبو او ماهيچو له منځه تلل وي. د سخت غذايي رژيم پر مهال د بدن وازگه لږ ويلي کيږي خو د رژيم په ختمېدو سره به بدن نوره وازگه واخلي. سخت غذايي رژيمونه جانبي عوارض هم پيدا کوي؛ لکه د سر درد او د خولې بد بوی.
ښه خوراکي مواد
هر هغه څوک چي غواړي وزن ئې کم سي او تر غذايي رژيم وروسته ئې وزن بيا ډېر نسي، بايد هغه مېوې او سبزي چي ډېر ويټامينونه او مينرالونه لري او ډېري اوبه هم لري وخوړل سي. دغه خلک بايد ډېري اوبه وڅښي.
د مضرو خوراکي موادو کمښت
هغه مواد چي سړی چاغوي يوازي په غوړ لرونکو موادو کي نه دي راټول سوي. بلکي له سپينو اوړو څخه جوړ خوراکي مواد، هغه خواړه چي تيار خرڅيږي، هغه خواړه چي بوره پکښې ډېر وي، خوږې اوبه او سره کړي خواړه سخت سړی چاغوي. الکولي نوشابې هم ډېر پروټين او بوره لري.
د ورځي درې وخته ډوډۍ وخورئ
هره ورځ درې وخته ډوډۍ وخورئ. سهارنۍ کيدای سي تر ماړه نسه وي. که کرار ډوډۍ وخورئ ژر د مړېدو احساس درته راځي. په هغه اندازه ئې وخورئ چي پوه سولاست اوس نو ۸۰ سلنه ماړه ياست. د خوړو له پاره کوچني غابونه انتخاب کړئ. که غټ غاب واخلی او ډک ئې کړئ، په تاسو کي د لږ خوړو احساس نه پيدا کيږي.
ورزش
بې له منظم ورزشه ستاسو وزن نه کميږي. ورزش د دې سبب گرځي چي د بدن انرژۍ مو ډېره مصرف سي او وازگه هم ويلي سي. قدم وهل او لامبو به ډېر ښه پيل وي. دغه دوه ورزشه د شمزۍ له پاره هم ډېر گټور دي. نور ورزشونه، لکه ځغاسته او بايسکل چلول هم ډېر مثبت اغېز لري. په اوونۍ کي درې واري او هر وار ۳۰ دقيقې ورزش وکړئ.
په کافي اندازه خوب
هر څوک چي لږ خوب وکړي، تر راپورته کېدو وروسته د لوږي احساس کوي. لږ خوب په بدن کي د لپتين هورمون چي په بدن کي د مړښت احساس توليدوي د کمېدو سبب کيږي او بدن خوړو ته لمسول کيږي. لږ خوب دغه راز په بدن کي د هغو هورمونونو د ډېرښت سبب کيږي چي اشتها راولي لکه گرلين او اورکسين. نو هغه څوک چي غواړي وزن ئې لږ سي بايد په کافي پيمانه خوب وکړي.
په يخو اوبو کي لامبل
يخي اوبه د بدن د وازگي ويله ولو سبب کيږي او د وزن له کمښت سره مرسته کوي. په يخو اوبو کي لامبل په ځانگړې توگه د ران وازگي ويلي کيږي.
د ماهيچو تقويه
د بدن په سلو کي ۴۰ سلنه وزن ماهيچې جوړوي. په بدن کي چي هر څومره ماهيچې ډيري وي په هغه اندازه وازگه سوځول کیږي.
د سترس کمښت
سترس د وزن د ډېرښت له پاره يو له مهمو روحی عناصرو څخه دئ. د سترس هورمونونه د اشتها د ډېرښت سبب گرځي، ځکه نو بې له سترسه ژوند د وزن له کمښت سره ډېره مرسته کوي.
هيڅ وخت په وږي نس سودا ته مه ځئ
هغه څوک چي په وږي نس په سودا پسې ځي، په قوی احتمال به هغه شيان رانيسي چي د انسان په بدن کي د وازگي د ډېرښت سبب کيږي. ځکه نو هر وخت تر ډوډۍ خوړلو وروسته په سودا پسې ولاړ سئ. په ماړه نس به په رښتيا سره هغه شيان رانيسئ چي بدن اړتيا ورته لري.