1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کوم ټکي د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د بریا چانس ډیروي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د کریکټ افغان مبصرین وایي چې که افغانستان د استرالیا پر وړاندې لوبه کې شوې تیروتنې تکرار نه کړي نو له سریلانکا لوبه ګتلی شي. افغانستان او سریلانکا د سه شنبې په ورځ د نړیوال جام په ترڅ کې سره لوبه کوي.

Cricket WM zwischen Afghanistan und Australien
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

افغانستان او سریلانکا په نړیوال جام کې خپل سفرونه له ماتې سره پېل کړل: سریلانکا، نوي زیلنډ ته په لوی توپیر لوبه وبالوده او افغانستان بیا له استرالیا څخه ماتې وخوړه. خو د افغانستان له پاره مثبت ټکی دا دی چې د سریلانکا په پرتله یې ماتې په کم توپیر وه.

دواړه لوبډلې به د سه شنبې په ورځ د بریا په نیت لوبغالي ته ننوځي. افغانستان باید څه وکړي چې سریلانکا ماته او په نړیوال جام کې لومړۍ بریا په خپل نوم ثبت کړي؟  

د تیروتنو نه تکرار؛ تر فشار لاندې لوبه نه ترسره کول

د کریکټ د چارو کارپوه مشتاق رحیم، په اند له سریلانکا څخه د لوبې ګټل ممکن، خو اسانه نه ده. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې افغان لوبغاړي باید د نړیوال جام د لومړۍ لوبې تیروتنې تکرار نه کړي: «زما په نظر د تیرې لوبې تر ټولو ستره تیر وتنه دا وه چې [افغان] لوبډله د نړیوال جام او استرالیا تر فشار لاندې راغلل.»

هغه زیاته کړه چې د اوپنرانو تر سوځیدو وروسته، نورو لوبغاړو په بیړه توپ وهنه وکړه: «د بیټنګ په برخه کې بې حوصله توب لیدل کیده او بله دا چې وروستي لوبغاړي په عجله کې وو.»

افغان مبصرین ټینګار کوي چې افغانستان باید د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې تر فشار لاندې را نه شي او په حوصلې سره لوبه ترسره کړي.

له پیچونو سره ناآشنايي؛ سریکلانکا او افغانستان په یوه وضعیت کې دي

د کریکټ د چارو مبصر یحیی یعقوبي، په دې نظر دی چې سریلانکا هم د افغانستان په څیر یوه اسیايي لوبډله ده او له دې کبله ښايي د انګلستان پر پیچونو باندې ورته لوبیدل په هماغه اندازه ستوزمن وي لکه چې د افغانستان له پاره ده. پر دې سربیره هغه روښانوي چې د سریلانکا ډیر شمیر لوبغاړي نوي ځوانان دي، چې د نړیوال جام له فشار سره لا نه دي بلد: «د سریلانکا د ټیم زیاتره لوبغاړي نوي دي. هغه لوبغاړي چې د سریلانکا ټیم کې به پرې ډیره اتکا کیده اوس نه شته.»

د ورو توپ اچوونکو تر څنګ د افغان تیز توپ اچوونکو ځلیدل

که څه هم د نړیوال جام تر پیلیدو مخکې داسې اندیښنې موجودې وې چې افغانستان ښايي د تیزو توپ اچوونکو له کمښت سره مخامخ شي او له همدې کبله ډیرې لوبې وبایلې، خو د استرالیا پر وړاندې لوبه که حمید حسن، ډیره ښه توپ اچوونه وکړه. د حمید تر څنګ، دولت ځدران هم ښه توپ اچوونه وکړه. د دغو دواړو لوبغاړو ښه توپ اچوونه د افغانستان د بریا بل لامل کیدای شي.

یعقوبي وايي: «حمید حسن ډیره ښه لوبه وکړه چې په ټپي حالت کې ترې تمه نه کیده او په یوه ساعت کې د ۱۴۵ کیلومتره په سرعت توپ ګوزارول موږ ته دا توقع راکوي چې په راتلونکې کې به هم ښه لوبه وکړي.»

د افغانستان او سریلانکا وروستۍ لوبه

افغانستان د ۲۰۱۸م کال په آسیا جام سیالیو کې سریلانکا ته په لوی توپیر ماتې ورکړه. دغه پایله به د افغان لوبغاړو مورال لوړ کړي او ښايي د سه شنبې ورځې په سیالۍ کې د هغوی له خوا د ښې لوبې لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان بیا د ۲۰۱۴ کال په اسیا کپ او د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې له سریلانکا ماتې خوړلې وه.

پر دې سربیره سریلانکا د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د نوي زیلنډ پر وړاندې په ۳۰ اوورونو کې یوازې ۱۳۶ منډې وکړې چې دغه هدف بیا د سیالې لوبډلې له خوا په ۱۶ اوورونو کې پوره شو. افغانستان بیا که څه هم استرالیا ته لوبه بایلوده خو د منډو شمیر یې ۲۰۷ ته ورسوه.

دغه موضوعګانې هم د افغان لوبغاړو مورال لوړوي او کیدای شي د هغوی له خوا د ښې لوبې ترسره کولو لامل شي.

د افغانستان او سریلانکا لوبډلو پرتله

د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۹۸۲م کال کې د کریکټ د نړیوالې شورا له خوا د ټیسټ لوبې دریځ ورکړل شوی دی. په ۱۹۹۶م کال کې یې د کریکټ نړیوال جام ګټلی دی او په پر له پسې ډول په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱م کلونو کې د نړیوال جام پای لوبو ته رسیدلې ده.

افغانستان بیا د کریکټ د نړیوالې شورا د ټیسټ لوبو کوونکو دولسم هیواد دی چې په ۲۰۱۷م کال کې یې دغه دریځ ترلاسه کړ. دا دویم وار دی چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کوي. د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې سریلانکا نهم او افغانستان بیا لسم ځای لري.

سید ریاض

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب