1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کوم کسان د کرونا د قربانیانو لویه برخه تشکيلوي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

سپسیس یا د وينې انتاني کیدل د کرونا پر ویروس د اخته کسانو په مړينه کې مهم رول لوبولی دی. د وينې دا ډول التهاب د بدن د دفاعي سیستم له شدید غبرګون څخه سرچينه اخلي. څنګه کولی شو سپسیس وپيژنو او مخه یې ونیسو؟

16.04.2014 DW Fit und gesund Sepsis

سپسیس یعنې د ويني میکروبي کیدل یا په بل عبارت د وينې التهاب د اندامونو د فعالیت د نیمګړتیا یو ډول دی، چې د التهاب په مقابل کې د بدن د شدید غبرګون په پایله کې رامنځته کیږي. دغه دفاعي غبرګون دومره شدید وي چې کیدای شي د بدن د غړيو یوې برخې ته زیان ورسوي.

د عضلو د فعالیت دا ډول نیمګړتیا، سره له دې چې د وينې په التهاب باندې مشهوره ده، په واقعیت کې د بدن تر اندازې زیات غبرګون دی چې کیدای شي اندامونه له کاره وغورځوي او د وینې جریان مختل کړي.

د وروستیو روغتیایي څیړنو په اساس په ټوله نړۍ کې د مړينو ۲۰سلنه پيښې سپسیس ته ورګرځي. په ۲۰۱۷م کال کې په نړۍ کې د سپسیس شاوخوا ۴۹ میلیونه موارد موجود ول چې د هغو له ډلې څخه ۱۱ میلیونه یې مرگوني تمام شوي. په ۲۰۱۵ م کال کې په آلمان کې شاوخوا ۷۵ زره انسانانو د سپسیس ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ور کړی دی چې دا د سرطان ناروغۍ د قربانیانو تر شمیر لوړ دی.

په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان په روغتونونو کې شاوخوا ۱۵ سلنه د ناروغانو د سپسیس له امله مړه شول. په آلمان کې د سپسیس ناروغۍ لمن د دومره پراخوالي سربیره د دې ناروغۍ په اړه آګاهي کمه ده. هم دا دلیل دی چې د روبرت کوخ انستيتويت سپارښتنه کوي هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یي کمزوری وي، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي باید هرومرو د ګريپ ویروس او سږو ناروغیو پر ضد واکسين وکړي.

سپسیس یا د وينې میکروبي کیدل کیدای شي د ویروس، بکتریا، فنګس او پرازیټونو د فعاله کیدو په نتیجه کې رامنځته شي. د سپسیس تر ټولو ډیر موارد د سږو او زخمونو په ځانکړي توګه د ادرار په مجرا او معدي په التهابي کیدو سره پیلیږي. د موسمي ویروسونو لکه انفلوانزا او خورا ساري ویروسونه لکه کرونا، ایبولا، زیړی او ډول ډول ګريپونه کیدای شي د دې ناروغۍ د رامنځته کیدو سبب شي.

د عفونیت یا التهابي کیدو پر همیشنیو علایمو سربیره سپسیس کیدای شي نور علایم هم ولري د بیلګې په توګه د زړه د ضربان له ډیریدو سره هممهاله د وينې فشار ټيټیدل، تبه، د خفګان او پریشانۍ له ناڅاپي احساس سره یوځای چټک او دروند تنفس. د دغو علایمو په ښکاره کیدو سره باید داکتر ته مراجعه وشي او بی له ځنډه د ناروغ د وينې معاینه ترسره شي.

تر ټولو دمخه باید هڅه وشي د ناروغ تنفسي سیستم او د ویني جریان تر کنترول لاندې راوستل شي.

اوږدمهاله زیانونه

پر سپسیس د اخته کسانو شاوخوا نیمایي تر درملنې وروسته خپل عادي ژوند پر مخ بیایي، خو شاوخوا نیمایي یې بیا له سپسیس څخه تر رغیدو وروسته پر نورو التهابي عوارضو اخته کیږي چې هغه بیا په ادرار(بولی یا میتیازی) یا د زړه او ویني جریان د مشکلاتو په شکل کې را برسیره کیږي.

سربیره پر دې د سپسیس ډیري ناروغان له ښه کیدو وروسته په رواني ناروغیو لکه ذهني پریشاني او د بی وسۍ احساس اخته کیږي.

لنډه دا چې هر څومره ژر دغه ناروغي تشخیص شي درملنه یې آسانه او بریالۍ وي.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب