1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کونړ: لا هم د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ اوس هم په وقفه یې ډول نښتې روانې دي. تر اوسه پورې دغو نښتو درې میرمنې وژلي او د ماشومانو په ګډون یې څو تنه نور ټپیان کړي.

Karte Afghanistan Provinz Kunar Englisch
انځور: DW

د کونړ چارواکي وايي چې لا هم د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو تر منځ جګړه روانه ده چې ویل کیږي تر اوسه پورې د پاکستاني پوځ مرمیو په پایله کې د ناړۍ ولسوالۍ درې مېرمنې وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال، ویلي دي چې دا جګړه د یکشنبې پر درې نیمو بجو وروسته له هغې د دواړو لورو تر منځ پیل شوه چې کله پاکستاني اړخ په صفري نقطه کې پوځي تحرکات پیل کړل او افغان پوله ساتو ځواکونو یې مخه ونیوله.

جګړه د ناړۍ اړوند دوکلام صفري نقطه کې شوې خو ویل کیږي چې له پاکستان څخه توغول شوې د هاوان مرمۍ د ولسي وګړو پر کورونو لګېدلي دي.

د کونړ والي میرزکوال دویچه وله ته وویل چې که څه هم د یکشنبې پر ورځ له دوه نیم ساعته جګړې وروسته د شپې نښتې نه وې خو د دوشنبې پر سهار شاوخوا نهه بجې یو وار بیا د دواړو ملکونو پوځیان سره ونښتل، چې اوس هم نښتې په وقفه‌ يې ډول روانې دي.

میرزکوال زیاته کړه چې له سیمې څخه یو شمېر کورنۍ هم بېځایه شوي چې دوی ورته بېړنۍ مرستې لېږلي او ټولو روغتیايي مرکزونو ته یې لارښوونه کړې چې د ممکنه جګړې په جریان کې د ټپیانو پالنه وکړي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی ملک شیرزمین، وویل چې دمګړۍ د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو سرحدي ملېشو تر منځ جګړه یو څه ارامه شوې ده خو د بیا پیل امکان یې شته.

د ولایتي شورا دې غړي ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو په زور د پوستو جوړولو هڅه کوله خو افغان ګډو ځواکونو یې د ولسونو په ملتیا مخنیوی وکړه.

د دوشنبې په ورځ سهار ناړۍ ولسوالۍ ته د افغان پوځ تازه دمي سرتیري هم ور رسېدلي دي او سیمه کې ولسي خلک هم له خپلو کورونو د جګړې ډګر ته ورغلي دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي نعمت الله کریاب، بیا ویلي دي چې د دغې پېښې سره هم‌مهاله یې کابل په کې لوړپوړي چارواکي له وضعیته خبر کړي. د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې هم د کونړ په اړه په یوه اعلامیه کې له پاکستانۍ غاړې غوښتل شوي چې له ډیورنډ کرښې دې غاړې دې له تحرکاتو ډډه وکړي او دغه راز له پاکستان څخه غوښتل شوي چې پر افغان خاوره د توغندیو د ویشتلو د بندولو په اړه دې غوڅ عمل وکړي.

لا تر اوسه پورې پاکستان د کونړ د ناړۍ اړوند دوکلام سیمې جګړې په اړه څه نه دي ویلي. وخت ناوخت د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ د پولې پر سر نښتې رامنځ ته کیږي.

امید دیدار/ ننګرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل