1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونړ کې طالبانو د واده د زلمي ورور ولې په ډزو وواژه؟

۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعه

طالبانو کونړ کې د واده پر موټرو ډزې کړي، چې د واده د هلک ورور پکې وژل شوی او بل ملګری یې ژوبل دی. دوی دواړه لومړی ټپیان وو؛ خو یوه یې وروسته د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړې ده.

Taliban control at checkpoints in Kabul
آرشيف انڅورانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

دا پېښه تېره ورځ مازيګر د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې شوې. پرون د وژل شوي قاري یاسین د ورور واده و.

د وژل شوي قاري یاسین کاکا ډاکټر منګل دویچه وله ته وویل، پېښه هغه مهال شوې چې کله یې د وراره د ښادۍ موټریز کاروان له مرکز اسداباده د شیګل پر لور روان و.

کونړ کې دود دی، چې د واده پر ورځ د ډوډۍ له خوړلو وروسته مازیګر مهال ځوانان لېرې سیمو ته په موټرو کې ځي او د ښادۍ خوښي نمانځي.

ډاکټر منګل وايي، کله چې د دوی د ښادۍ د موټرو کاروان شیګل ولسوالۍ ته رسېدلی، د وژل شوي یاسین د موټر د اړخ ښیښه پر سرک تلونکي یوه طالب جنګیالي سره لګېدلې او همدې سره طالب سرتېري پر موټر ډزې کړي. نوموړي وويل: »قاري یاسین خپله موټر ته ناست و. نور ملګري یې هم ورسره وو. شیګل ته چې رسېدلي، د موټر د عقب شیشه یې کوم طالب سره لګېدلې. هغوی پر سرک څو کسه روان وو. قاري یاسین پرې هېڅ نه وو پوهېدلی، ځکه دومره لویه پېښه نه وه. خو طالب پرې ډزې کړي، قاري یاسین او ملګری یې زاهد لګېدلي وو، وروسته قاري یاسین روغتون کې ساه ورکړه او ملګری یې جلال اباد ته وړل شوی.

طالبان څه وايي؟

ډاکټر منګل وايي، که څه هم قاتل د طالبانو ځايي ادارې نیولی خو د دوی ښادي یې په غم بدله کړه. دی وايي، طالبانو ورته ډاډ ورکړی، چې د وراره پر قاتل به یې قانون پلی کېږي.

د کونړ د روغتون چارواکیو هم ویلي، تېره ورځ ورته له دغې پېښې دوه ټپیان وروړل شوي وو، چې یوه یې روغتون کې ساه ورکړې او بل د ښې درملنې په موخه جلال اباد ته وړل شوی دی.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب الله دویچه وله ته د پېښې پخلی وکړی او زیاته یې کړه، چې د قاري یاسین قاتل یې نیولی او اوس امنیې قومندانۍ کې تر څېړنو لاندې دی. هغه وویل، د وژل شوي کس له کورنۍ سره به عدالت وشي.

وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې ګنې دې کسانو په موټرو کې موسیقي غږوله خو وروسته مالومه شوه، چې یاسین د قران کریم حافظ دی او موسیقۍ یې نه غږوله.

پر پېښه سخت غبرگون ښوول شوی

پر دې پېښه په هېواد کې له هېواده دباندې سخت غبرگونونه ښوول شوي دي. د خواله رسنیو کارنو له خوا د طالب سرتېرو دا کار قصدي عمل ګڼل شوی او ویل شوي: »طالبان په وړو، وړو مسایلو کې پر خلکو د ټوپک خولې ورتاووي« چې له امله یې په ډېرو ولایتونو کې »بې ګناه« خلک وژل کېږي.

د فیسبوک یوه کاروونکی سید خالد سادات لیکلي: »د کونړ پېښه د اشتباه له بریده اوښتې. د اشتباه تکرار جرم دی او د جرم تکرار جنایت. اوسنۍ وژنې او بې باکه قتلونه د جنایت تر بریده رسېدلي. طالبانو ته ټول ولس مباح الدم بریښي. د دوی له انده باید ټول افغانان یو ځل کلمه ووايو او بیا ځلې مسلمانان شو. تر څو چې افغانان اهلي کېږي او سیاسي شعور پیداکوي د ډېرو افغانانو میندې به یې بورې کړې وي.«

نقیب سحر لیکلي: »کلونه، کلونه هیلو او خوښیو ته منتظر وطندار د جاهل د یوې مرمۍ ښکار شي. زموږ په هېڅ خوښۍ کې نصیب نه شته، موږ هېڅ زړه سواند نه لرو.«

له دې وړاندې په ډېرو ولایتونو کې ورته پېښو پر مهال »بې ګناه« خلک وژل شوي. څه موده مخکې د لغمان ولایت پاسپورت ادارې مخې ته د طالبانو په ډزو کې یوه مېرمن وژل شوې وه.

ا.د./ب.ص.