دپاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو افسر بابر بلوچ، وویل چې دغه نجلۍ د سه شنبې په ورځ د کويټې ښار په يوه کوڅه کې په ډزو وژل شوې ده. د هغې پلار انورالحق چې په دغه قتل تورن دی، په سر کې ېې ويلي ول چې په امریکا کې زېږېدلې ۱۵ کلنه لور ېې ناپېژندانو وسله والو په ډزو وژلې ده، خو وروسته ېې بیا پر خپل جرم اعتراف وکړ.
ورته نور ولولئ: څېړنه: له ټولنیزو رسنیو لېري کيدل اعتماد پر نفس ډېروي
د پولیسو یو بل افسر زهیب محسن، وويل: «کوم تحقیقات چې موږ تر اوسه کړي په هغو کې موندل شوې چې د نجلۍ کورنۍ د هغې د لباس له طرز، د ژوند طریقې او ټولنیز حضور سره مخالفت درولود.» محسن رويټرز ته وویل: «د هغې موبایل زموږ سره دی. هغه قفل دی. موږ د ښځې وژنې په ګډون د قضيې پر ټولو اړخونو څېړنې کوو.»
د بلوچ په خبره، دغه کورنۍ شاوخوا ۲۵ کاله په امریکا متحده ایالاتو کې اوسېده او تازه د پاکسان بلوچستان ایالات ته بېرته راستنه شوې. د پولیسو دغه افسر وويل چې تورن شخص د امریکا تابعیت لري او په دغه قضیه کې ېې ورور هم نیول شوی دی.
د وژل شوې نجلۍ کورنۍ په دې هکله له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
ورته نور ولولئ: په امریکا کې ټیک ټاک بند شو
د پولیسو دغه افسر وايي چې د نجلۍ پلار ورته ويلي چې د هغه لورهغه وخت چې په امریکا کې وه، پر ټيک ټاک ټولنیزه شبکه ېې د نیوکو وړ محتویاتو خپرول پيل کړي ول. انورالحق پولیسو ته ويلي چې پاکستان ته تر بېرته ستنېدو وروسته ېې هم لور پر یادې شبکې خپلې ويډيوګانې خپرولې.
پاکستان ۲۴۱ میلیونه نفوس لري چې څه باندې ۵۴ میلیون ېې ټيک ټاک کاروي. د پاکستان حکومت د وروستیو کلونو په جریان کې څو ځله دغه ويډيويي آپلیکیشن د جنجالي محتویاتو د خپراوي پر سر بند کړی دی.
ورته نور ولولئ: امریکايي سناتور زاکربرګ ته:«فیسبوک خلک وژني»
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په حواله په دغه هېواد کې هر کال تر ۱۰۰۰ ډېرې ښځې د ټولنیزو یا کورني تاوتریخوالي په پېښو کې وژل کيږي.
له آرشیف څخه (27.04.2024):
هغه هېوادونه چې ټيک ټاک په کې بند دی
د ټیک ټاک مشهورې ټولنیزې رسنۍ استفاده د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په جزوي او یا په بشپړ توګه ممنوع کړل شوې ده. دغه هېوادونه کوم دي؟ په دغه انځوریز البوم کې ېې درپېژنو.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Da Qingپه افغانستان کې د ټيک ټاک کارول په ۲۰۲۲م کال کې له پب جي ګيم سره ممنوع شو. د طالبانو رهبرۍ هغه وخت ويلي وو چې دغه تصمیم د ځوانانو د «ګمراه کېدو» د مخنیوي په خاطر نیول شوی دی.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture allianceد استراليا د امنيتي او استخباراتي ادارو د یو تصمیم پر اساس، په دغه هېواد کې د ټيک ټاک کارونه په هغو وسایلو کې ممنوع ده کوم چې د فدرالي حکومت له خوا ويشل شوي دي.
انځور: Marco Brivio/Zoonar/IMAGOد بلجیم ملي امنیت شورا تېره میاشت (د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشت) تصمیم ونیوی چې د ټيک ټاک کارونه به د فدرالي حکومت اړوند او په پیسو رانيول شوو وسایلو کې په نامحدوده توګه بنده کړي. صدراعظم الکساندر دي کرو، وويل چې دغه تصمیم د بلجیم د امنيتي سرویس او سايبر امنیتي مرکز د خبرداري پر اساس نیول شوی دی.
انځور: onathan Raa/Sipa USA/picture alliance په کاناډا کې هم د فدرالي حکومت له لوري په ويشل شوو وسايلو کې د ټيک ټاک کارول بند دي. کاناډايي چارواکو د ټيک ټاک اپلکیشن د شخصي حریم او امنيت له پاره یو «د نه منلو» ریسک يا ممکنه خطر بللی دی.
انځور: Sean Kilpatrick/empics/picture allianceد دنمارک دفاع وزارت پر خپلو منسوبینو د ټيک ټاک کارولو بندیز لګولی او امر ېې کړی چې ټيک ټاک آپلکیشن دې ژر تر ژره له خپلو ټيلفونونو پاک کړي. د دغه اقدام له دلایلو یو ېې «لويې امنیتي اندېښنې» ښوول شوي دي.
انځور: Liselotte Sabroe/Ritzau Scanpix/AP/picture alliance د اروپايي درو سترو بنسټونو (اروپايي پارلمان، اروپايي کمیسیون او اروپايي اتحادېې شورا) د خپل پرسونل په وسايلو کې د ټيک ټاک ممنوع کړی دی. د اروپايي پارلمان د بندیز پر اساس، د پارلمان غړو او پرسونل ته سپارښتنه شوي چې له خپلو شخصي وسایلو د ټيک ټاک آپلیکشن لري کړي.
انځور: Philippe Stirnweiss/European Union 2024فرانسې د دولتي کارمندان په ټيلفونونو کې له ټيک ټاک علاوه، د ټويټر او انستاګرام استفاده هم ممنوع کړي. دلیل ېې امنيتي اندېښنې ښوول شوي.
انځور: Alain Jocard/AP Images/picture allianceهندوستان په ۲۰۲۰ کې د ټيک ټاک او وي چت په ګډون ګڼ شمېر چینايي آپلکیشنونه بند کړل. دغه بندیز د چین او هند ځواکونو تر ېوې نښتې وروسته ولګول چې هند ېې دليل شخصي حریم او امنيتي اندېښنې ښوولي دي.
انځور: Priyanshu Singh/REUTERSپه اندونیزیا کې ټيک ټاک په بشپړه توګه بند نه دی، بلکې یوازې د آنلاین خریداريو له پاره بند دی چې دلیل ېې د کوچنیو تجارتونو خونديتوب دی.
انځور: Marica van der Meer/alimdi/Arterra/imagebroker/IMAGOد لاتویا د بهرنیو چارو وزير ادګارس رینکویسک پر ټيويټر ليکلي چې خپل ټيک ټاک اکاونټ ېې دلیت کړی او زیاته کړې چې د ټيک ټاک آپلیکشن نور د دغه وزارت په موبایلونو کې ممنوع دی.
انځور: Victor Lisitsyn/Russian Look/picture alliance د هالند مرکزي حکومت هم د امنيتي دلایلو پر اساس د دولتي کارمندانو په موبایلونو کې د ټيک ټاک په ګډون آپلیکشنونو باندې بندیز لګولی دی.
انځور: Richard Wareham/IMAGOد نيپال حکومت په ټول هېواد کې ټيک ټاک بند کړی او دغه آپلکیشن ېې د ټولنیزو ارزوښتونو په زیان بللی. حکومت مخابراتي شرکت تيليکام ته امر کړی چې دغه آپلیکشن بلاک کړي.
انځور: Reutersد نیوزیلند د پارلمان د غړو او دولتي کارکوونکو په کاري ټيلفونونو کې د ټيک ټاک آپلکیشن ممنوع دی.
نیوزیلند پر دغه اقدام د حکومت د سایبر امنيتي کارپوهانو تر سپارښتنې وروسته لاس پورې کړ.
انځور: Imago/Xinhuaد ناروې عدلېې وزارت پر حکومتي اليکترونيکي وسايلو د ټيک ټاک اپليکېشن کارول منع کړ. له دغه اعلان سره پارلمان په کاري ټيلفونونو کې دغه آپلیکشن بند کړ ورسره اوسلو او ستر ښار بېرګن له خپلو کارمندانو وغوښتل چې هغه له خپلو ټيلفونونو دلیت يا حذف کړي.
انځور: Jorge Mantilla/NurPhoto/picture alliance/NurPhotoپه پاکستان کې د ټيک ټاک آپلکیشن له ۲۰۲۰م کال راهیسې لږ تر لږه څلور ځله بند کړل شوی دی چې عمده دليل ېې د دغه اپ له لارې «د غیراخلاقي محتویاتو خپرېدا ته لمن وهل» ښودل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeemپه سومالیا کې هم حکومت مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د ټيک ټاک آپلکیشن سره د تيلګرام او 1XBET بلاک کړي. چارواکو ويلي چې دوی له دغو پلاتفارمونو څخه د تاوتريخجنو موادو د خپرول کېدنې اندېښنې لرلې.
انځور: Eshete Bekele/DWپه تایوان کې هم ټيک ټاک وروسته له هغې بند کړل شو چې اف بي آی خبرداری ورکړ چې دغه اپلکیشن د ملي امنیت له پاره ګواښ دی. په ټایوان کې د موبایلونو او کمپيوټرونو په ګډون ټولو دولتي وسایلو کې د ټيک ټاک او نورو چینايي اپونو کارونه ممنوع ده.
انځور: Reuters/P. Chuangبریتانیايي چارواکو په هغو موبایلونو کې چې د حکومت په وزارتونو او ملکي خدماتو په برخه کې کارول کيږي، د ټيک ټاک کارونه بنده کړې ده. حکومت وايي دغه بندیز د امنیت له پاره یو «احتیاطي اقدام» دی.
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture allianceامریکايي چارواکو د فدرالي حکومت موسساتو ته امر کړی چې له فدرالي وسایلو او سیتمونو ټيک ټاک آپلیکشن حذف کړي. همدارنګه د امریکا له ۵۰ سلنې ډېرو ایالتونو، دفاع وزارت او کانګریس په رسمي وسایلو کې هم دغه آپلکیشن ممنوع شوی دی. علت يې امنيتي مسايل ښوول کيږي.
انځور: Dado Ruvic/Reuters