1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: چاودنې پنځه تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبه

د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې تیره شپه ناوخته په کوټه کې د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کې پنځه تنه وژل شوي دي چې پکښې درې تنه سرتیري هم شامل دي.

دغه برید پر یوې پوستې باندې تر سره شوی دئ. د پاکستان د سرحدي ملیشو یوه ویاند مرتضی بیگ، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې سرحدي ملیشې په کوټه ښار کې یو کرولا ډوله موټر تیره شپه د تالاشې په موخه ودراوه. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې کله چې سرتیرو له موټرچلوونکي څخه پوښتنې پیل کړې نو هغه په موټر کې چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ چې په پایله کې ئې د سرحدي ملیشو درې تنه او د پوځ د استخباراتو دوه تنه مامورین ووژل شول.

د نوموړي چارواکي په وینا په دغه برید کې خپله ځانمرگی برید کوونکی هم وژل شوی دئ. نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې ښایي دغه کس غوښتل چې کومه پوځي ودانۍ او یا د گڼې گوڼي کوم ځای په نښه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب