1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کوچنی افغان کريکټر آزاد شو

۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

کوچنی کريکټر احمد قریشي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکیو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

Afghanistan NDS Geheimdienst Sicherheitsbeamter
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/G. Habibi

احمد قریشي تېره اوونۍ داسې مهال تښتول شوی و، چې د سپین غر په نوم کرکټ له اکاډمۍ څخه کور ته روان و. تښتوونکیو د احمد له کورنۍ څخه د هغه د خوشې کولو په بدل کې ۳سوه زره ډالر غوښتي ول، چې وروسته یې دا رقم ۲سوه زره ډالرو ته راښکته کړی و.

د ننګرهار د والي ویاند د هغه ازادېدل تائید کړي او زیاته کړې یې ده، چې قریشي د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېدی، چې په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.

د والي ویاند وایي چې د قریشي ازادولو عملیاتو کې د کورنیو چارو امنیتي معین جنرال خوشال سادات هم برخه اخستې وه.

جنرال سادات هم پر خپل تویتر د قریشي ازادېدل تایید کړي. هغه ژمنه کړې وه چې د قریشي د تښتولو قضیه جدي څاري. کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر انسان تښتوونکو به هېڅ ډول رحم ونه کړي.

د احمد قریشي مشر ورور عبدالله دویچه ویله ته وویل، چې ورور یې  تر نهو ورځې لادرکه کېدو وروسته تېر ماښام خپل کور ته رسېدلی دی.

هغه وويل چې احمد روغ رمټ دی او هېڅ ډول زیان ورته نه دی اوښتی.

احمدقریشي د ښه بالینګ له امله په کوچني راشد خان مشهور دی.

په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د انسان تښتووني پيښې زیاتې شوي دي چې ولسي خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.

اميد ديدار/ ننگرهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب