1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کویت: د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی

۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه

په کویت کې د پولیسو او مظاهرینو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د رپوټونو په حواله په دغه هیواد کې لس گونو زره کسانو د ټاکنو په قانون کې د بدلون د رامنځ ته کولو له امله احتجاج کاوه. د عیني شاهدانو په حواله پولیسو د مظاهرینو پر وړاندې له اوښکي بهونکي گاز او له ربړي مرمیو څخه کار اخیستی دی.

زیاته شوې ده چې په دغه اخ او ډب کې یو شمیر کسان ټپیان شوي او یو ډیر شمیر بیا د پولیسو له لوري نیول شوي دي. د نوموړو لاریون تنظیموونکي وایي چې په دغه لاریون کې شاوخوا ۱۰۰ زره تنو برخه درلوده خو آزاد مبصرین بیا د گډونوالو شمیر ۳۰ زره تنه ښیې. دغه لاریونونه د اپوزیسون په بلنه تر سره شوي دي، د اپوزیسیون د وینا له مخې د ټاکنو په قانون کې بدلون د دولت په گټه دی. په پام کې ده چې په کویت کې به پارلماني ټاکنې تر وخت د مخه، د دسمبر په میاشت کې تر سره شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب