1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کویټه: په یوه بمي برید کې ۱۴ تنه وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان په جنوب لویدیځ ښار کویټه کې د سې شنبې په ورځ ناوخته د یوه بمي برید په نتیجه کې ۱۴ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان سوي دي.

تر اوسه پورې هیڅ چا ددغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.
کویټه: په یوه بمي برید کې ۱۱ تنه وژل سويانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

په پاکستان  کې امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې دا برید د بلوڅانو د ملي سیاستوال او دبلوچستان  ایالت د پخواني حکومتي مشر يا وزير اعلی، سردار عطاالله مینگل د مړینې د ورځې د یادون په مراسمو کې ترسره سو. د هغه زوی سردار اختر مینگل هم په دغو مراسمو کې گډون کړی ؤ. حکومتي استازي، حمزه شفاعت وویل چې نوموړی په یوه خوندي ځای کی دی.

د پولیسو لوړپوړي چارواکي اطهر رشید ویلي دي چې چاودیدونکي مواد هغه وخت په یوه پارکینک کې وچاودیدل، کله چې خلک له دغو مراسمو څخه د وتلو په حال کې ول. داسې ښکارې چی دا به یو ځانمرگی برید وي.

تر اوسه پورې هیڅ چا ددغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی. کویټه  د بلوچستان ایالت مرکز دی چې له افغانستان  او ایران  سره سرحد لري. په دغه سیمه کې هم اسلامپاله افراطیان او هم بلوڅ بیلتون غوښتونکي فعال دي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل