1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورکویټ

کویټ او لبنان: باربي فلم همجنسبازي ته وده ورکوي

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

کویت د "باربي" پر فلم بندیز لګولی. دا په داسي حال کې ده چې د لبنان د کلتور وزیر له چارواکو غوښتي چې دا فلم سانسور کړي ځکه چې دا "همجنسبازۍ ته وده ورکوي".

Film Summer Movie Preview Barbie
انځور: Warner Bros/Entertainment Pictures/ZUMAPRESS/picture alliance

د کویت د رسمي خبري اژانس کونا د راپور له مخې، دغه هيواد د "عام اخلاقو او ټولنیزو دودونو د ساتنې" په موخه د باربي پر فلم بندیز اعلان کړ. لږ وروسته د لبنان یوه وزیر د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل چې په سینما کې د فلم مخه ونیسي دا ځکه چې "فلم همجنسبازۍ ته وده ورکوي".

ټاکل شوې وه چې »باربي« فلم د اګست په ۳۱ په لبنان کې سینماګانو ته ننوځي.

د کویت د اطلاعاتو د وزارت یوه ویاند وویل، دا فلم "د کویټ ټولنه او عامه نظم و پردي افکارو او عقیدې ته هڅوي."آنلاین جنسي موادو ته لاسرسی؛ په نابالغ افرادو کې د جنسي جرمونو ډېرېدل

د وارنر برادرز دغه فلم له خپرېدو راهیسې په ټوله نړۍ کې یو میلیارد ډالر ګټلي دي.

د باربي فلم له خپرېدو راهیسې په ټوله نړۍ کې یو میلیارد ډالر ګټلي ديانځور: Warner Bros. Pictures/AP/picture alliance

د کویت د اطلاعاتو د وزارت یو ویاند وایې چې دا  فلم "همجنسیت خوښونې او غیر جنسیت ته وده ورکوي. د پلرونو د سرپرستۍ د ردولو ملاتړ کوي، د مور رول کمزوری او سپکاوی کوي او د واده او کورنۍ اړتیا تر پوښتنې لاندې راولي."

د شاه رخ خان «پټان» فلم د هندي فلمونو د خرڅلاو ریکارډ مات کړ

د لبنان د کلتور وزیر محمد مرتضی د چهارشنبه په ورځ وویل چې هغه د لبنان د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتنه کړې چې په هیواد کې د »باربي« فلم نندارې د منع کولو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

پر باربي فلم د بندیز غوښتنه په لبنان کې د «ال جي بي ټي کیو» ضد کمپاین له لوري ترسره کیږي. د دې کمپاین مشري د حزب الله سخت دریځه وسله واله ډله کوي.

فلم باربي په ټوله نړۍ کې د «ال جي بي ټي کیو»  ټولنو لخوا په لیوالتیا کتل شوی دی، که څه هم د فلم منتقدین وايي چې فلم د همجنسي اړیکو یا ټرانسجینڈر موضوعاتو ته واضح اشاره نه کوي.

باربي فلم لا دمخه د ویتنام لخوا منع شوی وو.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب