دونالد ترمپ ښايي په نوي فرمان کي د ۷ اسلامي هيوادونو وګړو ته امريکا متحدو ايالاتو ته د ويزې ورکړه وځنډوي. امريکايي رسنۍ ليکي چي ترمپ ښايي د ۴ مياشتو له پاره د پناه غوښتنې پروګرام هم متوقف کړي.
اعلان
«واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي د امريکا د ولسمشر دونلد ترمپ د يو نوي احتمالي فرمان مسوده چاپ کړې ده. د اجرايوي فرمان په دغه مسوده کي راغلي دي چي د سوريې پناه غوښتونکو ته به د هميشه له پاره پر پناه غوښتنه بنديز ولګول سي.
په عيني حال کي به د هغو هيوادونو پر وړاندي چي ورته د «لږ ګواښ هيوادونه» ويل سوي، د امریکا متحدو ايالاتو د پناه غوښتني ځانگړی پروگرام به د ۱۲۰ ورځو له پاره ورته متوقفه کړل سي.
د ياد فرمان د مسودې له مخي به د ۷ اسلامي هيوادونو د وګړو له پاره د ويزې ورکړه تر۳۰ ورځو پوري ودرول سي. دغه ۷ هيوادونه عراق، سوريه، ايران، سوډان، ليبيا، سوماليا او يمن ښودل سوي دي.
د دې تر څنګ په پام کي ده چي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ته۹۰ ورځي وخت ورکړل سي، څو يا په سوريې يا دغه هيواد (سوريې) ته نژدې داسي «خوندي ساحې» جوړي کړي، چي پکښي د سوريې پناه غوښتونکو ته د سرپنا ځای برابر سي.
دا چي ايا دونلد ترمپ به په رښتيا دغه فرمان لاسليک او صادر کړي، لا نه ده څرګنده. خو هغه موضوعات او پرېکړي چي په مسوده کي راغلي دي، ځیني يې د دونلد ترمپ د ټاکنيز کامپاين پر وخت له ژمنو څخه دي.
دونلد ترمپ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۵مه نېټه) و (ABC News) نومي تلويزيون ته وويل چي امريکا ته له اسلامي هيوادونو څخه د وګړو پر داخلېدو د محدوديتونو پلان په دې مهم دی، چي د ترمپ په وينا نړۍ په «بشپړه بې نظمۍ» کي ده.
ترمپ زياته کړې: «نه، دا د مسلمانانو پر وړاندي بنديز نه دی، بلکي د هغو هيوادونو پر وړاندي اقدام دی چي ترهگري پکښې ډېره ده.» نوموړي زياته کړه: «او دا هغه هيوادونه دي چي وګړي يې موږ ته راځي او موږ ته په لوړه اندازه مشکلات جوړوي.»
دا چي د ترمپ مقصد کوم هيوادونه دي، هغه له يادي رسنۍ سره په خبرو کي ياد نه کړل. خو هغه وويل چي اروپا «يوه لويه تېروتنه وکړه چي په مليونونو دغو کسانو ته يې و جرمني او يو شمېر نورو هيوادونو ته د ننوتلو اجازه ورکړه.» ترمپ د اروپا دغه تګلاره «يو ناورين» وبلله.
د دې پوښتنې په جواب کي چي ايا د يادو محدوديتونو د رامنځ ته کولو په ترڅ کي ترمپ دا ويره نه لري چي د نړۍ مسلمانان به په غوسه سي، ترمپ وويل: «غوسه؟ دمګړی په زياته اندازه غوسه موجوده ده. تر دې زياته غوسه به څنګه وي؟»
هغه زياته کړه: «نړۍ بې نظمه ده. نړۍ هومره په غوسه ده چي په وس يې کيږي. تاسو څه فکر کوئ چي يوه لږ نوره غوسه به څه توپير رامنځ ته کړي؟ نړۍ له غوسې ډک ځای دی... موږ عراق ته ولاړو. موږ بايد عراق ته نه وای تللي. موږ بايد په هغه طريقه ورڅخه راوتلي نه وای، لکه څنګه چي ورڅخه راووتلو. نړۍ په بشپړه توګه بې نظمه ده.»
د مسلمانو مهاجرو او امريکا ته سفر کوونکو ته په تړاو احتمالي فرمان ښايي د پنجشنبې په ورځ د ترمپ له خوا لاسليک سي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.12.2016):
په امريکا کي د مسلمانانو شمېر څو دی؟
د دونالد ترمپ د بريالي کېدو وروسته په متحده ايالاتو کي تر ټولو زيات اندېښمن وګړي مسلمانان دي. يو شمېر مساجدو ته د اختطارونو راپورونه هم ورکول سوي دي. راځئ چي پوه سو چي په امريکا کي د مسلمانانو شمېر څو دی؟
انځور: DW
د مسلمانانو لوی شمېر
د پيو ريسرچ سنټر نومي څېړنيز مرکز اټکل کوي چي د امريکا په متحده ايالاتو کي تقريبا ۳،۳ مليونه مسلمانان ژوند کوي. دغه مرکز اټکل کوي چي د امريکا د متحده ايالاتو د ۳۲۲ مليونو وګړو څخه تقريبا ۱ فيصد يې مسلمانان دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin
د مسمانانو په شمېر کي زياتوالی
د پيو ريسرچ سنټر د اټکل له مخي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د امريکا په متحده ايالاتو کي مسلمانانو اوسنی شمېر دوه چنده زيات سوی وي.
انځور: picture-alliance/abaca
له يهوديانو کم له هندوانو زيات
د يو محتاط اټکل له مخي په متحده ايالاتو کي د اوسېدونکو مسلمانانو شمېر تر يهوديانو کم دی. په متحده ايالاتو کي د ژوند کوونکو يهوديانو شمېر ۵،۷ مليونه او د هندوانو شمېر ۲،۱ مليونه اټکل کيږي.
انځور: Getty Images/W. McNamee
تر يهوديانو به زيات سي
د پيو ريسرچ مرکز د اټکل له مخي به په ۲۰۴۰ کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي مسلمانان د عيسويانو وروسته په دويم لوی ديني ګروپ بدل سي. يعني د مسلمانانو شمېر به تر يهوديانو زيات سي.
انځور: dapd
په نيو جرسي کي زيات مسلمانان
د امريکا په بعضو ايالتونو کي د ټول هيواد د اوسط په پرتله د مسلمانانو شمېر زيات دی. نيو جرسي له دغو ايالتونو څخه يو دی چيري چي تر نورو ايالتونو زيات مسلمانان ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Fox
د مسلمان پناه غوښتونکو راتګ
د پيو ريسرچ د مرکز په وينا د ۲۰۰۷ کال وروسته د امریکا په متحده ايالاتو کي د مسلمانانو شمېر ډېر زيات سوی دی. د شمېر د دغې زياتېدنې لاملونه د مسلمان پناه غوښتونکو راتګ بلل سوی دی.
انځور: AP
د راغلو مسلمان مهاجرو شمېر
په ۲۰۱۶ کال د امريکا متحده ايالاتو ته تقريبا ۳۸۹۰۰ مسلمان مهاجر داخل سول. دا په داسي حال کي چي په دغه کال د ټولو قبول سوو مهاجرو شمېر ۸۵۰۰۰ ؤ.
انځور: picture alliance/Photoshot
د مذهب تبديلول
د امريکا په متحده ايالاتو کي ګڼ شمېر داسي کسان هم سته چي تر مخه د بل دين ول خو وروسته مسلمانان سوي دي. د پيو ريسرچ په وينا په متحده ايالاتو کي د مسلمانانو د شمېر ۲۰ فيصده برخه نوي مسلمان سوي کسان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck
مسلمان ضد فکر
د امريکا په متحده ايالاتو کي د سپتامبر د ۱۱مي د بريدونو وروسته د مسلمانانو ضد احساسات زيات سوي دي. د ټېري جونز په نوم دغه کس غوښتل چي قرآن پاک ته اور واچوي.
انځور: AP
د ترمپ ويناوي
نوي ټاکل سوي ولسمشر دونالد ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر وخت څو ځله د مسلمانانو پر ضد خبري کړي وې. نوموړي يو ځل ويلي ول چي «مسلمانان له متحده ايالاتو څخه کرکه کوي». ترمپ و امريکا ته د مسلمانانو پر داخلې د وقتي بنديز وړانديز هم کړی ؤ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Locher
اسلام يو لوی دين
د اعدادو او شمېرو له مخي په نړۍ کي تقريبا ۱،۷ مليارد انسانان ژوند کوي چي دغه شمېره د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۲۳ فيصده جوړوي. د مسيحيت وروسته اسلام د نړۍ دويم لوی دين دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder
اسلام په چټکۍ د خپرېدو په حال کي
د پيو ريسرچ مرکز په وينا اسلام د نړۍ د نورو ټولو اديانو په پرتله په چټکۍ د خپرېدو په حال کي دی.