کيوبايان اوس د دولت له اجازې پرته سفر کولای سي
۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبهاعلان
په کیوبا کې د دوشنبې له ورځې د سفر پر مهال د هوسایي د رامنځته کولو اعلان شوی قانون عملي کیږي. په دغه کمونیستي هیواد کې اوس وگړي کولای شي چې د تر څو لسیزو وروسته په آسانۍ سره د دولت د خاصې اجازې پرته بهرنيو هیوادونو ته سفر وکړي. زیاته شوې ده چې اوس د سفر کولو له پاره یوازي پاسپورت کفایت کوي. خو د دغه هیواد د زیاتره اوسیدونکو اقتصادي وضع ته په کتو سره داسي انتظار نه کیږي چې ډیری وگړي دي بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړي.