1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيوبا غواړي گوانتانامو بيرته لاس ته راوړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۳۰, سه‌شنبه

امريکا او کيوبا تر ۵۰ کلن ځنډ وروسته يووار بيا خپلي ديپلوماتيکي اړيکي پيل کړې. خو اوس هم د نظرونو توپير سته. کيوبا غواړي چي گونتانامو ټاپو بيرته ور تسليم سي خو امريکا وايي چي دا موضوع له دې سره تړلې نه ده.

انځور: Reuters/J. Ernst

د امريکا او کيوبا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړیکو تر پيلېدو وروسته د کيوبا د بهرنيو چارو وزير برونو رودريگز، ټينگار کړی دی چي پر سوداگريزو راکړي ورکړي باندي بايد بنديز ليري سي او امريکا بايد د گوانتانامو ټاپو بيرته وروسپاري.

هغه له خپل امريکايي سيال جان کيري سره په يوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي دا د ديپلوماتيکو اړیکو د ښه کېدو له پاره ډېر اړين دي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وويل چي د گوانتانامو موضوع په خبرو کي شامله نه ده. هغه وويل: «موږ په دې پوهيږو چي دا د کيوبا له پاره ډېره مهمه ده.»

هوانا غواړي چي د ۲۰ قرن په لومړيو کي اجاره سوې سيمه (گوانتانامو) بيرته راوگرځوي. خو امریکا نه غواړي چي له ستراتيژيکي پلوه دغه مهمه سيمي له لاسه ورکړي.

د امريکا د سمندري ځواکونو په دغه سيمه کي له نزدې ۱۳ کلونو راهيسي د شکمنو تروريستانو د ساتلو له پاره د گوانتانامو په نوم زندان جوړ سوی دی.

د دغه زندان پر موجوديت باندي د بشري حقونو سازمانونه سختي نيوکي کوي. اوباما غواړي دغه زندان وتړي خو تر اوسه بريالی سوی نه دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب