د تافل يا دسترخوان په نوم غريبو خلکو ته د ډوډۍ د وېشلو ټولنې د آلمان ايسن ښار کې د يوه تصميم له کبله د خلکو توجه ځان ته اړولې ده. د اوس له پاره خارجيان نه شي کولای چې غړيتوب يې تر لاسه او په وړيا توګه خوراک لاس ته وروړي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch
اعلان
په آلمان کې د «تافل» يا دسترخوان په نوم ۹۳۰ ټولنې وجود لري چې په مغازو او رستورانتونو کې هغه خوراکي مواد راټولوي چې تاريخ يې تېرېدو ته نژدې شوی وي. دغه خوراکي شيان بيا په بې وزلو خلکو باندې وېشل کيږي. هغه څوک چې غواړي په دغه پروګرام کې ومنل شي، بايد تر مخه د دولت له خوا ټولنيزې مرستې تر لاسه کړي لکه مثلا د بې کارۍ پيسې. د دې ثبوت په وړاندې کولو سره سړی له تافل يا دسترخوان سره ثبتيږي او د يوه کال له پاره يې غړيتوب تر لاسه کوي.
د تافل مشر د تعصب تور ردوي
د ايسن ښار تافل اصلا خپله ناندرئيزه پرېکړه چې يوازې آلماني اتباعو ته به خوراکي مواد ورکوي، په دسمبر مياشت کې لا کړې وه، خو دغې موضوع د پنجشنبې په ورځ اهميت وموند چې ځايي رسنيو يې په هکله راپورونه ورکړل. د جمعې په سهار، يورګ سرتور، چې د ايسن د تافل مشر دی، د دغه سازمان په دفتر کې يو مطبوعاتي کنفرانس راوغوښت. هغه د دې پوښتنې په جواب کې چې آيا کوم چا ورته د ډودۍ د وېشلو پر مهال د ډېرو خارجي نارينه و د حضور له کبله شکايت کړی دی، که څنګه، وويل:
«هرومرو. ما ته په تکرار سره ويل شوي چې «هغوی سړی ټېل وهي او تل غالمغال جوړوي.» خو زه هميشه وايم چې په خپلو کې سره جوړ شئ. خپلو ماشومانو ته هم همداسې وايم. زه نه غواړم چې د پوليسو کار وکړم. ځينې راڅخه پوښتي چې آيا دغه ځوان خارجيان نه شې سمولای او راټينګولی؟ خو زه نه غواړم چې ورته زولنې واچولې شي او هر يوه ته بيا عليحده ډوډۍ ورکړای شي. هغوی دې يو د بل سره سمه رويه وکړي. دغه سمه رويه زما په نظر يوازې په دې شرط ممکنه وي چې د خلکو تناسب برابر وي.»
د انتقادونو لړۍ دوام لري
له برابر تناسب او انډول څخه د ښاغلي سرتور مقصد دا دی چې د آلمانيانو او بهرنيانو شمېر سره تقريبا ورته وي. سرتور په عين وخت کې ټينګار وکړ چې نه دی او نه ټيم يې تعصب لري. دا په داسې حال کې ده چې د تافل يا دسترخوان په نوم د سازمان نورو څانګو په ټول آلمان کې د ايسن ښار د تافل دغه ګام غندلی دی او ځينو انتقاد کوونکو هغه توپيري او تعصبي چلند هم بللی دی. سرتور او د هغه همکاره، ريتا نېبل، ادعا کوي چې د ډېرو بهرنيانو له کبله، په تېره د ځوانو نارينه و د ډېروالي له کبله د خوراکي موادو په وېش کې ستونزې راولاړيږي. د هغوی په خبره زاړه آلمانيان تنګ شوي ول او خپل لاسونه يې نور نه پورته کول. دغه سازمان يو غيردولتي سازمان دی چې نه له ښارونو، نه له آيالتي او نه له فدرالي حکومت سره تړاو لري. اصلي وظيفه يې دا ده چې خواړه هسې ضايع نه شي. د سرتور په خبره دا د دوی وظيفه نه ده چې خلک له لوږې څخه وساتي.
«موږ د اړمنو خلکو ملاتړ کوو تر څو هغوی د خوراکي موادو په برخه کې يو څه پيسې وسپموي. په دغو پيسو باندې هغوی بيا کولای شي چې له خپلو ماشومانو سره لامبو يا سينما ته ولاړ شي. که کوم څوک له لوږې مړ شي ځکه چې د تافل سازمان فرضاً نور وجود ونه لري، نو په دغه هېواد کې به يو څه ډېر غلط روان وي.»
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (24.10.2016):
سابه بايد د خوراک عمده برخه وي، خو د پخېدو پرمهال ئې بايد ويټامينونه و نه سوځول سي. سابه بايد په غوړو کي ډېر سره نه سي. سابه بايد د سلاتې په شان وخوړل سي.
انځور: Colourbox
سابه (سبزيجات) بايد د خوراک عمده برخه وي
د خوراک او غذا کارپوهان وايي چي سبزيجات بايد د هر انسان د خوراک عمده برخه وي. خو له سبزيجاتو د پخولو په ترڅ کي بايد دې ته پام وسي چي پکښي مهم ويټامينونه او غذايي اجزا يې د زياتي تودوښې او په غوړو کي د سره کولو له کبله ضايع نه سي. کارپوهان وايي چي تر امکان تر حده بايد سبزيجات د بېلګي په توګه د سلاتې په شکل د هر وخت د ډوډۍ سره مله وي.
انځور: NuernbergMesse/Frank Boxler
د مديترانې د طرز خوراک
د مديترانې د طرز خوراک د نوو څېړنو له مخي د انسان ژوند تر پنځو کالو پوري اوږدولای سي. د دغه طرز د خوراک څخه مقصد د سبزيجاتو، کب يا ماهي، د زيتون د تيلو او بيلو وچو ميوو لکه پلۍ، جوز او بادامو دوامداره خورک دی. بيلو څېړنو ښودلې چي د مديترانې د طرز غذا خوړونکي په اوږمهاله توګه ښه دماغي کار کولای سي او تر يوې اندازې يې د دماغ حجم تر نورو زيات وي.
انځور: Colourbox
زيتون او د زيتونو غوړي
زيتون او د زيتونو تيل يا غوړي د اېټاليې په يو شمېر ليري پرتو کليوالو سيمو کي زيات استعمال لري. څېړنو ښودلې چي په دغو سيمو کي د انسانانو عمرونه زيات او روغتيايي وضعه يې د نورو همزولانو په پرتله ډېره بهتره وي. ساينسپوهان وايي چي زيتون حتی د دې لامل کيږي چي د انسان د دماغ خړي حجرې تر زيات وخت پوري خوندي وساتي چي دا په زړښت کي د دماغي ناروغيو مخنيوی کوي او د دماغ وړتيا زیاتوي.
انځور: Colourbox/E. Karandaev
د روغتيا له پاره د کبانو غوړزګي
کبان بعضي داسي غذايي اجزا او په ځان کي داسي غوړزګي لري، چي د انساني روغتيا له پاره زښت مهم دي. دغه اجزا او غوړزګي بېله کبانو په بل شي کي نه موندل کيږي چي له همدې کبله د غذا کارپوهان وايي چي هر انسان بايد د سابه او خوښو تر څنګ خامخا کب هم د خپلي غذا په پلان کي دوامداره شامل ولري.
انځور: picture alliance / dpa Themendienst
پلۍ، بادام، جوز او ملګري يې
د کارپوهانو په آند پلۍ، بادام، جوز او ورته وچه مېوه د انسان د روغتيا او دماغي صحت له پاره ډېر مهم توکي دي. په دې ترڅ کي د بادامو په هکله ويل کيږي چي هم انسان مړوي او هم ډېر مهم غذايي اجزا په ځان کي لري. د غذا کارپوهان وړانديز کوي چي ياد ډول وچه مېوه بايد د هر انسان د خوراک يوه مهمه برخه وي.
انځور: Colourbox
داليات
کارپوهان وايي چي د غوښو خوړل د روغتیا له پاره مهم دي خو هومره زيات نه لکه اکثره انسانان چي يې خوري. له همدې کبله کارپوهان وايي چي زيات وختونه بايد انسانان د خوښو پرځای کب او يا داليات وخوري. کارپوهان وايي چي داليات هم پروټين لري او هم بيل او مهم نور غذايي اجزا چي د انسان بدن ورته اړتيا لري.
د زياتي بورې، مالګي او غوړو په تړاو اکثريت کارپوهان همنظره دي چي د روغتيا له پاره زيانمن دي. په فابريکو کي توليد سوي د چښاک بوره لرونکي مشروبات، په غوړو کي سره سوي څيزونه لکه چپس پټاټې او په همدې ډول د حيوانانو لم او وازده د زياتو کارپوهانو په آند روغتيا ته زيان رسوي. دا په هغه صورت کي چي تر اندازې زیات وخوړل سي. د انسان بدن په ډېره لږه اندازه ورته اړتيا لري.
انځور: Colourbox
زيات حرکت، د ښه صحت او اوږد ژوند ضامن
د ښه صحت او اوږد ژوند له پاره د متوازنې غذا تر څنګ زيات حرکت او سپورټ ډېر مهم بلل کيږي. کوم څوک چي په ورځني ژوند کي کم حرکت کوي، سپورټ نه کوي او يو جانبه غوړ، مالګين او زيات خوږ خوراک کوي، هغه د فشار، شکري، د زړه او ګڼ شمېر نورو ناروغیو سره اکثره وخت مخامخ کيږي. که څوک د کوم سپورټ امکان نه لري نو بايد په پښو زيات تګ وکړي او يا د کور يا بازار زيات جسماني کارونه وکړي چي بدن يې خوله سي.