کیري له کرزي سره د دویم ځل له پاره ولیدل
۱۳۹۲ فروردین ۶, سهشنبه کیري د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۶ نېته) همداراز په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې له یو شمیر سوداگرو میرمنو سره ولیدل. امریکا متحده ایالات د دغو میرمنو ملاتړ کوي. په دې لیدنه کې دغو میرمنو تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د اقتصاد او د دې هیواد د میرمنو د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې څرگنده کړه.
په پلان کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد بشپړ امنیتي مسوولیتونه به افغانانو ته وسپاري. یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې تر دې نیټې وروسته کیدای شي چې په وروستیو لسو کلونو کې د افغان میرمنو لاسته راوړنې له گواښ سره مخامخ شي او هغوی یو ځل بیا پر شا تگ وکړي.
یوې افغانې سوداگرې چې حسنیه سعید، نومیږي له جان کیري سره د لیدنې پر مهال وویل: «کله چې د امنیت د لیږد بهیر بشپړ شي، موږ هیله لرو چې له ښځو څخه په اوسنۍ کچه ملاتړ دوام ومومي.» هغې زیاته کړه چې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر په افغانستان کې پر اقتصادي سکتور باندې ډیره ناوړه اغیزه کړې ده.
کیري همداراز د مدني ټولنې له یو شمیر مشرانو سره چې اوس د ټاکنو له پاره چمتووالي نیسې ولیدل. هغه په دې لیدنه که وویل: «تاسو په یوه ډیر مهم کار بوخت یاست، او ټوله نړۍ تاسو ته متوجه ده.»
جان کیري د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید. دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت ولسمشر کرزي پر امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو باندې سختې نیوکې کړې وې. کرزي ویلي وو چې امریکا او طالبان دواړه هڅې کوي چې افغانستان ضعیفه کړي.
جان کیري د دوشنبې په ورځ له ولسمشر سره ولیدل او د هغه د وروستیو څرگندونو په اړه یې خپلې پوښتنې وړاندې کړې. داسې بریښیدل چې ولسمشر کرزي جان کیري ته د خپلو څرگندونو په تشریح کولو سره هغه راضي کړی وي، ځکه تر دې لیدنې وروسته کرزي او کیري دواړو د افغان حکومت او امریکا تر منځ پر همکارۍ باندې ټینگار وکړ.
ولسمشر کرزي له جان کیري سره تر لیدو وروسته یوه خبري کنفرانس ته وویل چې رسنیو د هغه خبرې په غلط ډول تعبیر کړې دي. کرزي وویل چې هغه غوښتل ووایي چې که طالبان په رښتیا هم غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو هغوی باید د خلکو له وژنې لاس واخلي.