1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیم: امریکا د شمالي کوریا «لویه دښمنه» ده

۱۳۹۹ دی ۲۰, شنبه

د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ د مناسباتو د عادي کیدو کومه هیله مندي نسته. کيم په سپینه ماڼی کي د قدرت تر تغیر لږ مخکي د واشنګټن ته سخت الفاظ استعمال کړل. هغه په تیرو وختونو کي جوبایدن حتی «لیوني سپی» بللی ؤ.

Nordkorea | Pjöngjang | Parteikongress | Kim Jong-un
انځور: AFP

په سپینه ماڼی کي د قدرت تر تغیر یوه نیمه اوونی مخکي د شمالي کوریا رهبر، کیم یونګ اون په پیونګ یانګ کي د حاکم، کارګر حزب په کنګره کي وویل،«صرف نظر د دې څخه ، چي د (امریکا په متحده ایالاتو) کي څوک قدرت پلاس کي لري، دشمالي کوریا  په مقابل کي د دغه هیواد اصلي ماهیت او اساسي سیاست هیڅ وخت تغیر نه خوري.»

د شمالي کوریا د خبري آژانس، کي سي ان اې په حواله کیم ویلي، چي په همدې دلیل د «شمالي کوریا خارجي سیاست باید د امریکا د متحده ایالاتو پر بربادولو باندي عیار سي، کوم چي زموږ لوی دښمن او د پرمختګونو اصلي مانع مو دی.»

کیم اعلان کړه، چي خپل روابط به د «مستقلو او امپرالیسټي ضد قدرتونو» سره پراخ او خپل اټومي پروګرام به نور هم مخته بوزي. هغه وویل، چي په اټومي انرژی مجهز یوه جنګي اوبتل جوړولو پلان یې په دې منځ کي اخري مرحلې ته رسیدلی او طرحه یې د ارزیابۍ په مرحله کي قرار لري.

دغه ډول یو اوبتل به د سترتیژیکي قدرت توازن ته تغیر ورکړي، ځکه چي  شمالي کوریا به په دې صورت کي قادره وي، چي خپل راکټونه په مخفیانه ډول سره د امریکا متحده ایالاتو سواحلو ته انتقال کړي. د یوې حملې په صورت کي به هغه وخت  د خطر د اعلان وخت ډیر راکم سي.د مذاکراتو کنګل کیدل

نژدې دوه کاله مخکي په وېتنام کي د کيم او ترمپ ملاقات بېله پايلو پای ته ورسېدانځور: picture alliance/dpa/E. Vucci

د امریکا د متحده ایالاتو او شمالي کوریا جمهورریسانو، ترمپ او کیم درې واره سره شخصأ سره ولیدل. اخره پلا یې د ۲۰۱۹ م کال په فبرورۍ کي د ویتنام په پایتخت، هانوی کي خبري بې نتیجې پایته ورسیدې او ناکامه سوې. د هغه راهیسي د دواړو هیوادو تر منځ د  شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر سر خبري هم متوقفي سوي دي.

تر هغه وروسته چي شمالي کوریا په ۲۰۱۹ م کال کي اعلان وکړ، نور د اټومي بمونو د ازمویني مهلت نه مراعتوي، د جنوبي کوریا سره یې هم بیرته تشنج ډیر سوی دی.

کیم په تیرو وختونو کي هم د امریکا متحده ایالاتو پر راتلونکی جمهورریس، جوبایدن باندي لفظي حملې کړي وې او ورته یې حتی د «لیوني سپی» لقب ورکړی ؤ. بایدن بیا په خپل نوبت سره د امریکا د انتخاباتي مبارزې په جریان کي کیم د« جنایت کاره» خطاب کړی ؤ.

آ./م.ق./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب