د نیویارک ټايمز د راپور له مخې، د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون ، پلان لري چې په سپتمبر میاشت کې د روسیي له ولسمشر ولادیمر پوتین، سره په ولادي وستوک کې لیدنه وکړي. دې ورځپاڼې د امریکا د حکومتي چارواکو له قوله لیکلي دي چې د دوی لیدنه ښایي یوه اقتصادي ناسته وي چې په ولادي وستوک کې ترسره کېږي او په پلان کې ده چې د سپتمبر له ۱۰ مې تر ۱۳ مې نیټې پورې ترسره شي.
د امریکا د استخباتي معلوماتو له مخې، شمالي کوریا غواړي د اوکراین جګړې لپاره د مسکو د اړتیا وړ وسلو په اړه مذاکره وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند آدرین واټسون ویلي: «همدارنګه چې موږ عملاً خبرداری ورکړی، د روسیي او کوریا ترمنځ د وسلو د پیر مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي.» هغه زیاته کړه چې امریکا داسې معلومات لري چې له مخې یې کیم جونګ اون، د دې مذاکراتو د دوام تمه لري او «په روسیي کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو په کچه ډیپلوماتیکي غونډه ترسره کیږي».
نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د شمالي کوریا رهبر چې ډېر کم له خپل هېواد څخه وځي، ښایي د دې ناستې لپاره په زرهي اورګاډو کې د روسیي د آرام سمندر د سواحلو له لاري ولادي وسټوک ته سفر وکړي. خو دا احتمال هم شته چې کیم مسکو ته ولاړ شي. د دغه راپور له مخې به روسیه له شمالي کوریا څخه پرمختللي توغندي او د ټانک ضد وسلې ترلاسه کړي او کیم په مقابل کې د سپوږمکیو پرمختللي ټیکنالوژي او د هغه اوبتلونو غوښتونکی دی چې په اټومي انرژۍ چلیږي. هغه همدارنګه د خپل بې وزله هېواد لپاره د خوړو پیدا کولو په لټه کې دی.
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري. انځور: Reuters په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikova امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
انځور: Getty Images د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kaminski پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
انځور: Reuters
سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و چې شمالي کوریا او روسیه د اوکراین پر وړاندې د مسکو د جګړې لپاره د احتمالي مهماتو د لېږد په اړه پټې مذاکرې کړي. د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، شمالي کوریا تېر کال په روسیه کې د واګنر مزدورې ډلې ته توغندي او هاوانونه ورکړل . شمالي کوریا دا خبره دروغ بللې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جولای په میاشت کې ویلي ول چې روسیه په دې لټه کې دهچې په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو وسلې واخلي . د بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د روسیې د دفاع وزیر په پیونګ یانګ کې حضور درلود او د شمالي کوریا د رسنیو په وینا د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره په »دوستانه خبرو« بوخت وو.
په مسکو او پیونګ یانګ کې حکومتونو د اګست په نیمایي کې اعلان وکړ چې دوی به خپلې اړیکې پراخې کړي او د دفاعي سکټور په ګډون به لا نېږدې همکاري ولري. روسیه یو له هغو څو هیوادونو څخه ده چې له شمالي کوریا سره اړیکې لري. شمالي کوریا له پېله پر اوکراین د روسیې له برید څخه ملاتړ کړی و. د جولای په میاشت کې، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو، شمالي کوریا ته سفر وکړ ترڅو د کوریا د جګړې پای ته رسیدو اویایمه کلیزه ولمانځي.
م.ا/ب.ص