1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیم د سویلي کوریا پر وړاندې د پوځي اقداماتو پلان ځنډولی

۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبه

شمالي کوریا د سویلي کوریا پر وړاندې د غچ اخیستنې نامشخص شوي پلانونه ځنډولي دي. دغه اقدام د پيونګ یانګ او سئول ترمنځ د څو اوونیو ترینګلتیا تر زیاتیدو وروسته اخیستل کیږي.

Nordkorea Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Images/KCNA

 

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس (کې سي ان اې) د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد واکمن کیم جونګ اون، د سویلي کوریا پر وړاندې د پوځي اقداماتو د پلانونو ځنډولو پریکړه کړې ده.

زیاته شوې ده چې دغه پریکړه د واکمن ګوند د مرکزي پوځې کمیسیون په غونډه کې وشوه او د کیم له لوري د غچ اخیستونکو پوځي اقداماتو تر ځنډولو دمخه د کمیسیون غړو اوسنی وضعیت و ارزاوه.

خو د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس په راپور کې د دغې پریکړې د ځنډولو علت نه دی روښانه شوی. په دغه رپوټ کې دا هم راغلي دي چې کمیسیون د دغه هیواد د جګړې د تدابیرو د غښتلي کولو پر سر هم بحثونه کړي دي.

تیره اوونۍ د کیم خور کیم یو جونګ، د غچ اخیستونکو اقداماتو څخه خبرداری ورکړی وو. هغې ویلي ول چې په دغو پلانونو کې ښایي پوځ ښکیل شي، خو په دې هکله یې څه نه وو ویلي چې د کومو اقداماتو په هکله غور کیږي.

د ترینګلتیا زیاتیدل

له څو اوونیو راهیسې د پيونګ یانګ او سئول ترمنځ اړیکې لاپسې ترینګلي شوي دي. شمالي کوریا په ځانګړې توګه پر دې باندې په غوسه ده چې سویلي کوریا د هغو فعالانو په مخنیوي کې پاتې راغلی چې د شمالي کوریا ضد اعلامیې یا شبنامې د پولې له بلې غاړې وراستوي.

شمالي کوریا وایي چې د اعلامیو خپرول له هغه تړون څخه سرغړونه ده چې د پوځي تقابل مخنیوی کوي.

تیره اوونۍ شمالي کوریا پر پوله له سویلي کوریا سره د اړیکو دفتر ته چاودنه ورکړې وه او وروسته یې سویلي کوریا ته د ۱۲ میلیونه شبنامو د استولو ګواښ کړی وو.

د شمالی کوریا پوځ ویلي دي چې دوی د «اقداماتو یو پلان» ارزوي چې پکې د سرحدي پوستو بیرته نیول شامل دي کوم چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د شوي تړون د چوکاټ له مخې پريښول شوې وې. همداشان پوځ د سیاحت او اقتصاد ګډ زون ته د ځواکونو د استولو خبره هم کړې وه.

ځیني کارپوهان حدس وهي چې د شمالي کوریا له لوري د احتمالي پوځي اقداماتو ځنډول له سویلي کوریا څخه د امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه ده. خو د سویلي کوریا له پاره به دا ناممکنه وي چې پر ځینو سترو اقداماتو توافق وکړي، ځکه په دې سره به د شمالي کوریا پر وړاندې د هغو بندیزونو پر ضد ګام پورته کړي چې پر دغه هیواد د اتومي وسلو د پروګرام له کبله لګول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې اترې چې د شمالي کوریا د اتومي بې وسلې کیدو په اړه وې هم ځنډیدلي دي. دغه خبرې وروسته له هغې وځنډیدې چې متحده ایالاتو د شمالي کوریا له خوا په خپل اتومي پروګرام کي د لږ مصلحت په بدل کې د بندیزونو نرمولو غوښتنه رد کړه.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل