کیم جونګ اون ، د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۲۱ نیټه) دغه خبرداری په واشنګټن کې د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د تیرې اونۍ له ملاقات وروسته ورکړی دی. په دغو خبرو اترو کې دواړو هیوادونو د اټومي تدارکاتو په هکله خبرې کړې وې.
د غونډې په اجنډا کې «اټومي او ستراتیژیک پلان جوړونه» هم شامل وه او دواړو متحدینو یو وار بیا ټینګار وکړ چې د پیونګ یانګ له خوا پر امریکا او یا سویلي کوریا به هر ډول برید د شمالي کوریا د حکومت د ړنګیدو سبب شي.
شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو پياوړی بین البراعظمي بالستیک توغندی هواسونګ-۱۸ وآزمایه، چې د امریکا د هرې سیمې د په نخښه کولو توان لري.
«اټومي برید کولو کې مه زړه نا زړه کیږئ»
د پیونګ یانګ دولتي خبري آژانس KCN د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې کیم د پوځ توغندیز نظامي دفتر ته په وینا کې وویل: «که دښمن له اټومي وسلو سره موږ تحریک کړو، نو تاسې هم په اټومي برید کولو کې مه زړه نا زړه کیږئ»
نوموړي د دوشنبې په ورځ د بین البراعظمي بالستیک توغندي په آزموینه کې شاملو نظامیانو او سائنس پوهانو ته مبارکي ورکړه.
شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو پياوړی بین البراعظمي بالستیک توغندی هواسونګ-۱۸ وآزمایه، چې د امریکا د هرې سیمې د په نخښه کولو توان لري.انځور: Korean Central News Agency/AP/picture alliance کیم وویل چې د دوشنبې ورځې د بالستیک توغندیو آزموینه د پوځ د بهتره حمل و نقل او په ډیرې چټکۍ سره د برید کولو پر وړتیا باندې دلالت کوي. نوموړي د پوځ د ځوابي اقداماتو د وړتیاو پر لا بهترولو ټینګار وکړ.
تیره اونۍ په اټومي انرژۍ چلیدونکی یو امریکایي اوبتل د سویلي کوریا بندري ښار بوسان ته ورسید او د چهارشنبې په ورځ واشنګټن د سیول او ټوکیو سره په ګډه پوځي مانورې وکړې.
د چاپان، امریکا او سویلي کوریا لوړپوړو دیپلوماتانو د چهارشنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، په کوم کې چې د پیونګ یانګ وروستۍ آزموینه وغندل شوه او له پیونګ یانګ څخه وغوښتل شول چې «بې له شرایطو په مشخصو خبرو اترو » کې دې شامل شي.
د کیم جونګ اون، د خور سختې څرګندونې
د کیم جونګ اون خور په خپله یوه وینا کېد شمالي کوریا د وروستۍ آزموېنې په هکله د بحث کولو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د غونډې رابلل کیدل، غندلي دي. هغې وویل چې شمالي کوریا دغه آزموینه د خپل هیواد د دفاع د حق پر اساس کړې ده.
هغه کمونیست رهبران چې تر مرګ وروسته یي جسدونه ساتل شوي
دا یو تاریخي حقیقت دی چې کمونیست رهبرانو د خپل ژوند پر مهال له خپل شخصیت سره ډیره مينه درلوده. شاید په همدې دلیل د دوی تر مړينې وروسته یې جسدونه په اصطلاح مومیايي او محفوظ ساتل شوي دي. انځور: picture-alliance/dpa/Ropi ولادیمیر لینن د پخواني شوروي اتحاد په بنسټ ایښودونکو کې تر ټولو مطرح کس وو. نوموړی همدارنګه د اکتوبر میاشتې د انقلاب یو مخکښ رهبر وو چې په پایله کې یې واک ته ورسید. د هغه دور ته د سرې ویرې وخت ویل کیږي چې د انقلاب په زرګونو مخالفين په کې ووژل شول. په ۱۹۲۴م کال کې د هغه تر مړينې وروسته یې ماغزه وایستل شول او پاتې جسد یي محفوظ کړای شو. د هغه جسد د مسکو په «ریډ سکوایر» کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/akg-images د چين د خلق جمهوریت کمونیستي مشر ماو ماو زي تنګ، د چين د خلق جمهوریت بنسټ ایښودونکی وو. ماو د شلمي پيړۍ یو له با رسوخه کسانو څخه وو چې دلیل پر یوه نړیوال قدرت د چين بدلیدل ګڼل کیږي. په دې هڅه کې اووه میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. نوموړی په ۱۹۷۶م کال کې ومړ چې د وروستي دیدن له پاره یي یو میلیونه انسانان را ټول شوي وو. د ماو زي تنګ، مړی تر محفوظ کولو وروسته په بیجینګ کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Ropi کیم ال سنګ د شمالي کوریا لومړی رهبر وو. نوموړی د کمونیستي حکومت د قیام ترڅنګ د کوریا د جګړې د رامنځته کیدو لامل هم بلل کیږي. شمالي کوریا د پخواني شوروي اتحاد تر ختمیدو وروسته له سختې قحطۍ سره مخامخ شوې وه. نوموړی په ۱۹۹۴م کال کې د ۸۲ کلنې په عمر ومړ. د لس ورځني ویر تر مراسمو وروسته د هغه جسد محفوظ او په یوه مزار کې چې په کومسوسان آسامبلي کې واقع دی ایښودل شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNA په شمالي کوریا کې د کِم ال سُنګ تر مړینې وروسته د هغه زوی کِم جونګ اِل هم د جابرانه حکومتي نظام لړۍ جاري وساتله. هغه هم په دې هڅه کې وو چې ولس ورته تر اندازې ډیره عقیده ولري. نوموړی په ۲۰۱۱ م کال کې د قلبي سکتې په نتیجه کې ومړ. کِم جونګ اِل تر مړینې وروسته ابدي رهبر وبلل شو. د هغه جسد هم تر محفوظ کولو وروسته د کومسوسان په ماڼۍ کې کیښودل شو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNA هو شي مین په ویتنام کې د فرانسې استعماري حکومت ته ماته ورکړه او د شمالي او سویلي ویتنام د یوځای کولو جنګ یي پیل کړ، خو په بشپړ ډول تر بریا مخکې مړ شو. هغه غوښتل چې تر مرګ وروسته یي مړی وسوځول شي او ایره یي د هیواد په دریو غرونو وشیندل شي، خو برعکس تر مړيني وروسته یي جسد محفوظ او د هنويي په یوه مزار کې وساتل شو. د ځینو سرچينو په حواله د هغه پوزه خاورې شوې او ږیره یي هم له مخ څخه رژیدلې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo
هغې وویل: «په اصل کې خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پکار ده چې د امریکا او سویلي کوریا پر بې مسئولته چلند تمرکز وکړي چې ټول کال یې د کوریا په ټاپو کې پاروونکي پوځي مانورې کولې چې له امله یې په سیمه کې تشنج زیات شوی دی.»
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون زیاته کړه: «په پرله پسې ډول د امریکا اټومي وسلو ته نمایش ورکول په ښکاره ډول شمالي کوریا ته د ښودلو په هدف ترسره کیږي او همدا په سیمه کې د تشنج د زیاتیدو اساسي لامل دی».
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز