کینیا غواړي د مهاجرو دوه لوی کمپونه وتړي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۸, شنبهکینیايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دغو کمپونو د هیواد پر اقتصاد منفي اغیز لرلی دی. د دغه هیواد چارواکو ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید د مهاجرو د انساني اړتیاو مسئوولیت پرغاړه واخلي.
کینیا د نژدې ۲۵ کلونو راپدیخوا په ګاونډیو هیوادونو کې د کورنیو جګړو له امله د ورغلیو مهاجرو کوربه توب کوي.
د کینیا حکومت همداراز د «مهاجرو د چارو اداره» چې له بشري سازمانونو سره د کډوالو د وضعیت د ښه کیدو په موخه کار کوي، هم منحل کړې ده.
د کینیا د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي کارنجا کیبیچو، په یوې خپره شوې بیانیه کې ویلي دي: «د کینیا جمهوري حکومت د هیواد ملي امنیت ته په کتو سره، پریکړه کړې ده چې د کډوالو کوربه توب باید نور پای ته ورسیږي.»
کیبیچو د مهاجرو د اختیاري بیرته ستنیدو په برخه کې هغه تړون ته هم ډیر «ورو» بللی دی چې په ۲۰۱۳ کال کې د کینیا، سومالیا او د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ تر منځ لاسلیک شوی وو.
د مهاجرو دوه کمپونه چې کینیا یې په پام کې لري وتړي داداب او کاکوما نومیږي. په داداب کمپ کې څه د پاسه ۳۲۰ زره مهاجر میشت دي چې اکثره یې سوماليايي دي. دوي د الشباب یاغیانو د جګړو له امله د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي. دغه راز په کاکوما کمپ کې ۱۹۰ زره کسان میشت دي چې ډیری یې د سویلي سوډان څخه راغلي مهاجر دي.
د کینیا پوځ په سومالیا کې د افریقايي اتحاد د ماموریت یو غړی دی.
یو بې پروا اقدام
د کینیا د کورنیو چارو وزارت ویاند مویندا نجوکا، ویلي دي: «پیغام مو واضح دی. مونږ دا کمپونه تړو او نور به مهاجر په خپل هیواد کې ونه منو».
د وزارت ویاند زیاته کړه چې د نوې تدابیر لومړی د سومالیایی مهاجرو په برخه کې عملي کیږي خو د نورو هیوادونو پر مهاجرو به هم اغیزه ولري.
د الشباب اسلامپاله اورپکو پر کینیا باندې د بریدونو د ترسره کولو ګواښ کړی دی ځکه دغه هیواد په سومالیا کې د سوله ساتي ماموریت مسوولیت پر غاړه لري. په ورته وخت کې کینیایی چارواکي ادعا کوي چې په داداب او کاکوما کمپونو کې د الشباب ډلې لپاره تروریستان روزل کیږي.
د کمپونو د تړلو پلان سره د بشري حقونو ډلو مخالفت کړی دی. د بشر حقونو د څار سازمان په یوې بیانیه کې ویلي دي: «چارواکو داسې معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي چې سومالیایي مهاجر له ترهګریزو فعالیتونو سره وتړلي. د بشر حقونو د څار اداره پر کینیا د کوم برید په تړاو د سومالي مهاجرو له محکومولو څخه واقف نده.»
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د مهاجرو ایستل به د دې لامل شي چې ستانه شوي مهاجر به په خپلو هیوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د افریقا له پاره د دې سازمان مشر موتوني وانیکی، وايي: «دا واقعیت دی چې په دریم هیواد کې د کډوالو د ځای پرځای کیدو بهیر په کراره ترسره کیږي خو کینیا باید د کډوالو د بشپړ ادغام له پاره دایمې حل لارې ولټوي.»