کېري: افغان حکومت بايد ټاکنيزو اصلاحاتو ته ژمن وي
۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبهافغانستان او امریکا د ستراتیژیک، امنیتي او دفاعي تړونونو او دوه اړخیزه ژمنو عملي کیدو د څار په موخه ګډ کمېسیون جوړ کړی. د دغه کمېسیون دریمه غونډه نن شنبې (د ۲۰۱۶ میلادي کال د اپریل ۹مه) په کابل کې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او جګپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوه.
غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی وویل، افغانستان له امریکا سره د ټولو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی. نوموړي په هېواد کې د بشري حقونو ټینګښت، نشه يي توکو له منځه وړلو، د ښځو حقونو څخه د دفاع او د سولې برخه کې د افغان حکومت له پرمختګونو یادونه وکړه.
ښاغلي رباني وویل د تلپاتی سولې برخه کې هغه مهال د افغان حکومت هلې ځلې پایله لرلی شي، چې نړېواله ټولنه د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو په کینولو کې مرسته وکړي. رباني وويل: «مونږ هیله من یو چې نړېواله ټولنه په دې برخه کې مرسته وکړي چې د سیمي ځیني هېوادونه وهڅوي چې طالبان د سولې خبرو میز ته کینوي.» د رباني په وينا افغان حکومت اداري فساد په له منځه وړلو کې هم کوټلي ګامونه اخلي او په دې برخه کې ولسمشر غني اداري فساد پرضد د مبارزي عالي شورا جوړوي.
نړېوالې مرستې او شفافیت
دغه راز، نوموړي د امریکا د ۸۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې له ژمنې هم مننه وکړه چې د نړېوال وجهي صندوق له لارې به افغان حکومت ته ورکړل شي. هاخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري غونډې ته وویل، ښايي ننګونې ډیرې وي خو د هغوی پرضد ګډو هلو ځلو ته اړتیا ده.
نوموړي وویل، امریکا به ډیر ژر له افغانستان سره ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي چې دا مرستې باید د قانون واکمني، خصوصي سکتور په پياوړي کولو او د ښځو حقونو په دفاع کې ولګول شي. کېري زياته کړه، نړېواله ټولنه د مرستو په لګولو کې له افغان حکومت څخه د بشپړ شفافیت غوښتونکې ده.ټاکنیز اصلاحات
ښاغلی کېري وايي، ټاکنیز اصلاحات د افغان حکومت ستره ژمنه ده او په دې سره غوره حکومتوالی ته لاره هواریږي. هغه زياته کړه: «افغان حکومت باید ټاکنیزو اصلاحاتو ته ژمن وي چې دا ډیره غوره ده.» د کېري په وينا ټاکنې د دیموکراسی ټینګولو له پاره مهم اصل دی او ددې پدیدي پر وړاندې باید ټول خنډونه لرې کړای شي.
جان کېري د افغانستان ټاکنیزو لانجو پرمهال څو واري کابل ته راغی او په پای کې د نوموړي په منځګړتوب د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یوالي حکومت جوړ شو.
دوامداره همکاري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی، چې له همدې امله ولسمشر اوباما په ۲۰۱۶ میلادي کال د ۹۸۰۰ امریکايي سرتیرو پریښودو اعلان وکړ، خو له دغه کال وروسته به دا شمېر ۵۵۰۰ ته راښکته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغانستان د منځني اسیا لومړنی هېواد دی چې د داعش پرضد د ۶۶ هېوادونو د ایتلاف غړیتوب لري. دی وايي: «داعش د ټولو له پاره یو ګډ تهدید دی.»
د افغانستان د ملي یوالي حکومت د خپلې واکمنی پر لومړی ورځ له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. پخواني ولسمشر حامد کرزي ددغه تړون لاسلیک له پاره له امریکا څخه په افغانستان کې د سرتاسري سولي د ټینګښت ژمنه غوښته، خو هغه هېواد په دې برخه کې افغان حکومت ته غوڅه ژمنه نه ده ورکړې.