کېنيا: د وروستيوناآراميواغېزي
۱۳۸۶ بهمن ۲, سهشنبهد هغوي اکثريت ښځې اوماشومان. د دې لپاره، چي د نښتواو زورزياتي له کبله په ځانگړې توگه زيانمن شويوخلکوته ترټولوضروري شيان ورسوي، د ملگروملتونوله ماشومانوسره مرسته کونکي ټولنه يونيسف له کېنيايي سره صليب سره گډ کارکوي. خلک د خوړوتوکو، اوبو، هستوگنځيواودرمل ته ډېره جدي اړتيا لري. ښځې اوماشومان بايد له يرغلونونه وژغورل شي. د نا آراميوله سيموڅخه پرښځوباندې د گڼ شمېرجنسي تېريوخبرونه رارسيږي. يونيسف به لومړی د مجموعاً پنځوس زره تنوماشومانو، چي د خوړو د توکو د لږوالي گواښ ورته کيږي، او د زرگونومېندوپالنه وکړي، کومې چې واړه، شيدې خړونکي ماشومان لري.
لوی زيان بېوزلوته رسيږي
په کېنياکې د جمهوري رياست په ټاکنوپسې د رامېنځته شوي زورزياتي زيان په ځانگړې توگه هغوانسانانو ته رسيږي، چې وضيعت يې پخوالاخراب وو. پدې معنی، چې دغه خلک د کېنياپه هغوسيموکې ژوند کوي، چې ترټولوبېوزلي دي. گڼ شمېرماشومان تروروستيوناآراميومخکې لا د خوړو د توکواودرملو د دايمي لږوالي له کبله ځورېدل. په ځانگړې توگه بيا د کېنيا د پلازمېنې نايروبي د بېوزلوانسانانوښارگوټي زيانمن شويدي.