1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

کېير ستارمر د بريتانيا نوی لومړی وزير شو

۱۴۰۳ تیر ۱۵, جمعه

د بریتانيا د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر، په بکنګهم ماڼۍ کې له باچا چارلس سره تر ليدنې کتنې وروسته د دغه هېواد نوی لومړی وزير شو. د نوموړي ګوند په پارلماني ټاکنو کې اکثريت ترلاسه کړی وو.

د بريتانيا نوی لومړی وزير کېير ستارمر له باچا چارلس سره
د بريتانيا نوی لومړی وزير کېير ستارمر له باچا چارلس سرهانځور: Yui Mok/AP Photo/picture alliance

د بريتانيا د کارګر ګوند مشر کېير ستارمر، په رسمي توګه د بريتانيا لومړي وزير شو. نوموړي نن، جمعه (۲۰۲۴م کال د جولای ۵) په بکنګهم ماڼۍ کې له باچا چارلس، سره د ليدنې کتنې پر وخت د حکومت جوړولو دنده ترلاسه کړه.

باچا چارلس، ستارمر، ته د «باچا د لاسونو ښکلولو» په نوم مراسمو په ترڅ کې د حکومت جوړولو بلنه ورکړه.

د دغه مراسمو يو عکس د ستارمر، د نوې دندې رسمي اعلان وو. ستارمر، تر دې سملاسي وروسته د ډاوننګ ستريټ يا حکومتي مقر پر لور روان شو.

ستارمر: هېواد بايد په «ګډه پرمخ ولاړ شي»

د ليبر يا کارګر ګوند مشر بيا له »دواننګ سټريت ۱۰« څخه ولس ته وينا وکړه او ویې ويل چې سياست کيدای شي د «ښه والي پر لور ځواک واوسي.»

هغه وويل: «زموږ هېواد د بدلون، د ملي تجديد او د خلکو خدمت ته د ستنېدو له پاره رايه ورکړې ده.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «کله چې د خلکو له خوا د ورکړل شويو قربانيانو او د هغو خدماتو ترمنځ واټن چې د سياستوالو له خوا یې ترلاسه کوي، دومره ډېر شي، نو د يوه ملت د زړه د ستړيا باعث ګرځي او د يوه ښه راتلونکي له پاره هيلې، روحيه او عقيده له منځه ځي.»

ستارمر وويل: «دا ټپ او د اعتماد کمښت يوازې په عمل او نه په تشو کليمو بيرته رغېدلی شي. زه په دې پوهیږم. خو موږ نن په دې پيل کولی شو چې درک کړو، د خلکو خدمت يو امتياز دی او دا چې ستاسې حکومت بايد د دې هېواد له هر يو وګړي سره د درناوي چلند وکړي.»

د يکشنبې ورځې د ټاکنو د نتايجو پر اساس د اپوزيسيون کارګر ګوند د استازو مجلس يا ولسي جرګې له ۶۵۰ څوکيو څخه تر ۴۱۰ ډېرې څوکۍ خپلې کړي دي.

د ريشي سوناک، محافظه پال ګوند ۱۲۰ څوکۍ ګټلي دي او په دې توګه یې د خپل تاريخ تر ټولو بده پايله لرلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل