1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«امریکا د کرونا ټولی احتمالي دواوي مخکي له مخکي رانیولي»

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

خبره د « رمدسیویر» پر درملو ده. هغه درمل چي د کرونا د ویروس له امله د عوارضو په کمولو کي اغیزناک دي. د ګارډین ورځپاڼې ويلي چي امریکا د ګیلیاد د شرکت تقریباً ټول تولیدات د روان کال په دوبي کي مخکي له مخکي رانیولي دي.

Coronavirus Arzneimittel Remdesivir
انځور: picture-alliance/Yonhap

په داسي حال کي چي د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس د سارس کووید ۲ د ویروس له پراختیا څخه  د یوه نړیوال چلنج په توګه یادونه کوي، امریکا بیا د کووید ۱۹ ناروغي په وړاندي یوه ملي کړنلاره خپله کړې ده . دا هغه موضوع ده چي د ګارډین ورځپاڼي له خوا په لندن کي په خپور سوي رپوټ کي هم واضح سوې.

تر اوسه لا د کووید ۱۹ ناروغي د درملني له پاره کوم درمل نه دي پیدا سوي. خو بیا هم آزمویني ښیی چي د « رمدسیویر» درمل کولای سي د کرونا په نوي ویرس باندي د اخته کیدو عوارض راکم کړي او ددغي ناروغي موده له ۱۵ ورځو څخه ۱۱ ته راکمه کړي.

د « رمدسیویر» درمل د ګیلیاد په نامه امریکایی شرکت محصول دی. هغه درمل چي د ایبولا د ناروغۍ د درملني له پاره تولید سوي ول. وروسته بیا معلومه سوه چي دغه درمل د ویروسي ناروغیو پر نورو ډولونو باندي هم مثبت اغیز لري.

ګارډین لیکلي چي د ترمپ حکومت د راتلونکو میاشتو له پاره د ګیلیاد د شرکت تقریباً ټولي دواوي رانیولي دي. په هغو کي د جولای میاشتي ټول او د اګست او سپتمبر میاشتو ۹۰ سلنه تولیدات شامل دي. په دې ډول به  دغه دارودرمل د سپتمبر میاشتي پوري، د نورو هیوادونو په بازارونو کي عملاً  پیدا نه سي.

د انديښنې وړ ارقام

د امریکا د حکومت له خوا تر سره سوو هلو ځلو سره سره ، د کرونا په نوي ویروس باندي د اخته کسانو شمير په چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو دی.

د ترمپ مشاور او په سپینه ماڼۍ کي  د کووید ۱۹ ناروغۍ سره د مقابلې د ډلي د کار یو غړی، انتوني فاوچي په امریکا کي په ورځ کي له څه د پاسه ۱۰۰ زره کسانو د اخته کیدو څخه خبری کړي. په امریکا کي  تر اوسه پوري د کرونا په ویروس باندي اخته کسانو شمیر همدا اوس څه د پاسه دوو میلیونو او ۶۰۰ زره کسانو  ته رسیدلی.

انتوني فاوچي د کرونا د ارقامو له کبله امريکايي چارواکو ته حبرداری ورکړیانځور: Reuters/K. Dietsch

فاوچي په خپلو څرګندونو کي د سنا د مجلس استازو ته ویلي چي « زه ډیر اندیښمن یم او نه سم کولای له هغه څه څخه چي تر اوسه سرته رسیدلي خپل رضایت ښکاره کړم. موږ غلطه لار نیولې ده»

د ترمپ مشاور د کرونا د نوي ویروس سره د مبارزې په هکله ویلي چي په اوسنیو شرایطو کي په هیڅ ډول داسي نه ښکاري چي هر څه به تر کنترول لاندی وی.  دا په داسي حال کي چي ترمپ په تیرو اونیو کي په بیا بیا ادعا کړې وه چي هر څه تر کنترول لاندي دي.

فاوچي ویلي، که په اوس وخت کي د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو شمیر په ورځ کي له ۴۰ زرو څخه ۱۰۰ زرو ته هم ورسیږي ، نو دا به د هغه له پاره د تعجب ځای نه وي. هغه په امریکا کي د سیاست او د کرونا د ویروس په وړاندي مبارزه کي د دولت په کړنلاره کي له سره فکر کولو غوښتنه وکړه.

تر اوسه پوري د کووید ۱۹ ناروغۍ له امله ، څه د پاسه ۱۲۶ زره امریکایی اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب