1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ګردیز کې د موټر بم چاودنه شوې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

په افغانستان کې تر خونړیو حملو دوه ورځې وروسته د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د موټربم چاودنې رپوټ ورکړل شوی دی. دوې ورځې ترمخه په کابل او ننګرهار کې بریدونو تر ۵۰ زیات کسان ووژل. طالبانو د ګردیز د برید مسئولیت منلی دی.

Afghanistan Kabul Autobombe
انځور: Reuters/TV

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پوځي تأسیساتو ته څیرمه یوه موټر بم چاودنه رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره د زیات شمیر کسانو د وژل کیدو انديښنه شته. د دغه ولایت ځیني سیاستوال د څلور تنو د وژل کیدو څخه خبر ورکوي. لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزات ویاند طارق آرین، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې «نظامي محکمې او مستوفیت ته څیرمه د موټربم چاودنه کې لسګونه ښاریانو ته مرګز ژوبله اوښتې ده.»

په پکتیا ولایت کې د پوځ ویاند ایمل خان مومند ویلي دي چې برید له چاودیدونو توکو ډکې لارې په واسطه ترسره شوی دی چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي. طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل