1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګرځنده ښوونځی، ګرځنده کتابتون

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

په کندهار کې پر زرنج موټرسایکل داسي ګرځنده ښوونځی او کتابتون جوړ سوی چي کلي په کلي ګرځول کېږي. په پام کي ده چې دغه لړۍ ټولو هغو ولسوالیو ته وغځول شي چیرې چي ښوونځي نه سته.

Afghanistan | Mobile Schule Kandahar Verein Pen Path
انځور: Mobile Schule Kandahar Verein

د زرنج یو څنګ ته ګرځنده ښوونځی دی، چي د یوې غټي پلازما په واسطه د کلیو ماشومانو ته د افغانستان د جمهوریت تعلیمي نصاب تدریسیږي. د ښوونځي پر بل اړخ دهمدغه نصاب او نور د ماشومانو او ځوانانو د علاقې وړ کتابونه سهار او ماسپښين کلي په کلي ګرځول کېږي. دا د خپل ډول لومړنی دغسی ښوونځی او کتابتون دی. 

انځور: Mobile Schule Kandahar Verein

په افغانستان کي د «قلم لار» ټولني مشر مطیع الله ویسا، له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، چي دغه لړۍ يې د کندهار له «معروف» ولسوالۍ څخه راپيل کړې او دغه لړۍ به پر کندهار سربېره د هیواد ټولو هغو ولسوالیو ته غځوي، چي هلته ښوونځی نه وي. 

د ده په خبره، د ښوونځي او کتابتون ټولي چاري د نارینه او ښځینه رضاکارو همکارانو په واسطه ترسره کوي: «موږ نه یوازي د ګرځنده ښوونځي او کتابتون د غوړېدو له پاره هڅي کوو، بلکي د نجونو له پاره د ښوونځیو د بیا پرانیستل کیدو له پاره هم د هیواد په کچه له سلونو دیني عالمانو، مدني فعالانو، سپين ږیرو او مخورو سره ږغیدلي یو. موږ سره د افغانستان ټول خلک همږغي دي، چي د نجونو ښوونځي پرانیستل سي.»

انځور: Mobile Schule Kandahar Verein

د سیمي ځوانان، ماشومان او اوسیدونکي دغه کار ستايي او غواړي چي دغه لړۍ دوامداره وساتل سي، څو له ګټو يې ډېر هیوادوال برخمن سي. 

حاجي عبدالغني اکا چي د کندهار یو سپین ږیری دی همدغه خبره کوي او زیاتوي: «زه په دې سپېنه ږیره حاضر یم، چي د هیواد د ښې را تلونکي په مقصد له دغه کاروان سره ملګری سم.»

مدني فعال او لیکوال عبدالمقیم انډيوال هم په اوس وخت کي دغسي مدني فعالیتونه تر بل هر وخت ډېر اړین ګڼي او وايي چې افغانان هر وخت په ځانګړي ډول اوسمهال ښوونځیو، کتاب او مدني فعالیتونو ته ځکه ډېره اړتیا لري، چي په ډیرو سیمو کي د نجونو ښوونځي تړلي او وخت يې عبث تیریږي: «هرهیوادوال ته په کارده، چي ټول هیواد وال له روانو بدبختیو څخه د خلاصون له پاره د ريښتني مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، چي دغه فعالیتونه بې له ښوونځیو اوکتابتونو نیمګړي دي.»

انځور: Mobile Schule Kandahar Verein

قلم لار ټولني مسؤلین وايي چي د هیواد په کچه يې د کتاب راټولولو په کمپاین کي تر درې سوه زره زیات کتابونه راټول کړي دي، چي له دې ډلي څخه يې دوه نیم زره کتابونه دغه ګرځنده کتابتون او ښوونځي ته ځانګړي کړي دي. 

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب