1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګرځنده کتابتون؛ له زده کړو پاتې ورته خوښ دي

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

د طالبانو تر هغه اقدام وروسته چي نجوني تر شپږم ټولګۍ پوري د زده کړو اجازه لري، ځينو فعالانو د ګرځنده ښوونځیو او کتابتونونو په جوړولو سره د دې هڅې پیل کړې چې خلکو ته د وړیا زده کړو او مطالعې زمینه برابره کړي.

Afghanistan DW Akademie "Space For Freedom project"
انځور: B.S/DW

له دغو فعالانو څخه يو رحمن الله اتل دی، چې د ګرځنده کتابتون په جوړولو سره غواړي په افغانستان کې د زده کړو پیغام رسولو ترڅنګ په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دود کړي.

رحمن الله اتل چې د حقوق پوهنځي فارغ دی، یو ساعت د ځان یو ساعت هيواد لپاره مطالعه، د دې پیغام تر نامه لاندې ګرځنده کتابتون جوړ کړی.

نوموړي د خپل دغه ابتکار په هکله دویچه ویله ته وویل چې دغه ګرځنده کتابتون یې په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی او موخه یي په لریو پرتو کليوالو سیمو او بانډو کې له زده کړو بې برخو نجونو او هلکانو ته د مطالعې زمینه برابرول دي.

اتل دویچه ویله ته وویل: «په کتابتون کې د مطالعې د ګډون په موخه زیاتره ګډونوال یې نجونې او هلکان دي او په هر هغه ځای کې چې کتابتون پيلوي، مینوال ورته راځي او د خپلې خوښې کتابونه پکې مطالعه کوي، له مطالعې سره د خلکو لیوالتیا لا ډېره روحیه راکوي ترڅو دغه لړۍ د هیواد ټولو برخو ته وغځوم. په کتابتون کې مو تر څلورو سوو بېلابېل کتابونه شته چې په وړیا توګه یې د مطالعې په موخه، د خلکو په واک کې ورکوو.»

رحمن الله اتل چې د حقوق پوهنځي فارغ دی، یو ساعت د ځان یو ساعت هيواد لپاره مطالعه، د دې پیغام تر نامه لاندې ګرځنده کتابتون جوړ کړی.انځور: B.S/DW

د پوهنتون استاد مصطفی اکرمي د وړیا ګرځنده کتابتون ابتکار ستايي او وایي: «دا چې د هیواد په اکثرو سیمو کې ځیني کلتوري او سیمه ایزې ستونزې شته، نو له همدې امله زیاتره زده کوونکي چې ډېره برخه یې نجونې دي، د خپلې خوښې کتابونو ته لاس رسی نه لري ترڅو ګټوره او موثره مطالعه وکړي. دغه ډول وړیا ګرځنده کتابتونونه ډېر ګټور دي، څو د مطالعې فرهنګ لا پیاوړی شي.»

په ورته وخت کې آزاد خبریال رحیم الدین اوریاخېل بیا یاد کتابتون ګټور بولي او د دغه ډول فعالو ځوانانو کړنې ساتي.

اوریاخیل زیاتوي چې مطالعه هغه ځواک دی چې د هيواد په پرمختګ مستقماً تاثیر لري چې د هیواد وګړي د بېلابېلو پرمختګونو، کړنو او فعالیتونو خبروي او د ځوانانو تر منځ مختلفې ستونزې حل او واټنونه را لنډوي.

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

03:27

This browser does not support the video element.

په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د تعلیم برخې یو شمېر فعالانو په وړیا ډول نجونو او هلکانو ته داسې مهال د وړیا زده کړو زمینې او مطالعې دودولو هڅې پیل کړي، چې په افغانستان کې له دوو کلونو زیاده موده وشوه چې نجونو ته يوازي تر شپږم ټولګي پوري د زده کړو اجازه شته.

که څه هم طالبان وايي چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او د دې لپاره يې یوه تګلاره تر لاس لاندې ده؛ خو دوه کاله کيږي چې دغه تګلاره لا بشپړه شوې نه ده.

افغانستان د نړۍ یوازينی هېواد دی چېله دوو کلونو راهيسې په کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدکړو څخه منع دي چې له کبله یې نه یوازې په کور دننه بلکې په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه را پاریدلي دي. 

ب.س / خ. ح / ن.ز

 

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب