1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ګلبدین نایب: د اصغر په کپتانۍ کې لوبه نه کوم

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ نن اصغر افغان یو ځل بیا لوبډلمشر وټاکه چې دغه کار د پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب له سخت اعتراض سره مخ شو. نایب په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د اصغر د کپتانۍ په موده کې به لوبې ونه کړي.

ICC Cricket World Cup 2019 England - Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

نن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۱مه) نیټه د افغانستان کریکټ بورډ په یوه تازه اقدام سره راشد خان د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه کړ او پر ځای یې اصغر افغان د ملي لوبډلې د ټولو دريو فارمټونو يعني يو ورځنۍ، شل اوریزو او ټيسټ لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکه. دا په روان کال کې د لوبډلې په مشرۍ کې دریم بدلون دی.

د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د ملي لوبډلې آلراونډر ګلبدین نایب د کریکټ بورډ تر یادې پریکړې وروسته پر خپله رسمي فیسبوکه پاڼه د یوې ژوندۍ ویډیو له لارې د اصغر افغان پر بیا ټاکنه اعتراض وکړ. نایب په دې ویډیو کې ادعا وکړه چې هغه څوک بیا لوبډلمشر شو چې په نړیوال جام کې یې کرکټ ته ډیر زیان ورساوه. ګلبدین نایب د ویډیو په یوه برخه کې له لوبډلې د اسعفا خبره هم وکړه او ویې ویل چې د اصغر د کپتانۍ په موده کې نه غواړي د ملي لوبډلې غړی اوسي.

نایب همدا راز وویل چې اصغر افغان د خپل ورور له پاره زما، سمیع الله شینواري او حشمت شاهدي کریکټ ته زیان رسولی دی. نوموړي همدا راز ادعا وکړه چې کریکټ ته عاطف مشعل ډیر زیان رسولی او زیاتوي چې هغه اوس هم په ملي لوبډله کې یوه ځانګړې حلقه لري. نایب همدا راز وویل چې د عاطف مشعل په هڅولو سره راشد خان ارمان او محمد نبي زما د لوبډلمشرۍ پر وړاندې اعتراض وکړ او د ټویټر پیغامونه یې خپاره کړل.

نایب په دې ویډیو کې همدا راز څو ځله یادونه وکړه چې د اصغر افغان د لوبډل مشرۍ پرمهال نه غواړي د ملي لوبډلې غړی اوسي خو وايي چې کورني کریکټ ته به ادامه ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل