1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ګوترش: نړۍ د شخړو او بحرانونو نوي پړاو ته داخلیږي

۱۴۰۲ تیر ۳۱, شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش په نړۍ کې د سولي د ټینګښت لپاره د دې سازمان نوی پروګرام معرفي کړ. هغه وویل، د سړې جګړې د پای ته رسېدو وروسته د شخړو ډول بدل شوی.

آرشیف: د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش انځور
آرشیف: د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش انځورانځور: Yuki Iwamura/AFP/Getty Images

سرمنشي انتونیو ګوترش په نیویارک کې د دې سازمان په مرکزي دفتر کې اعلان وکړ چې ملګري ملتونه "په نړۍ کې له نویو ګواښونو سره د مقابلې لپاره" تازه اقدامات کوي.

د هغه په وينا، په نړۍ کې د اوسنيو شخړو نوعیت د سړې جګړې له پاى ته رسېدو وروسته د تیرو وختونو په پرتله بدل شوى، له همدې امله د دې مسئلې د حل لپاره د يوه مناسب ستراتيژيک پلان جوړولو ته اړتيا ده.

زموږ دفيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

ګوترش خپل څو اړخیز پلان د " سولې لپاره نوې اجنډا" ته په اشارې سره وویل چې دا پلان د ملګرو ملتونو هڅه ده چې له ګواښونو سره مقابله وکړي او د نړیوال قانون پربنسټ سوله او امنیت رامینځ ته کړي.

ګوترش: په ټوله نړۍ کې د ماينونو کارول زيات سوي دي

پیچلي شخړې او د هغو ستونزمن مدیریت

د ملګرو ملتونو سرمنشي په نړۍ کې د شخړو لوړې پیچلتیا ته په اشارې سره وویل: له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه په زیاتیدو ده. د شخړو سره معامله او حل ېې ستونزمن کار ګرځیدلی. " د تیرو درو لسیزو په پرتله د جګړو له امله د مرګ ژوبلې شمیر تیر کال لوړ وو."

هغه یادونه وکړه: "د نړۍ د اقلیم وضعیت د اټومي جګړې د احتمالي رامینځ ته کیدو ترڅنګ د نویو اندیښنو یوه بله جدي ننګونه ده."

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي دا هم وویل چې د ۲۰۲۲ م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې برید "د دې ننګونو حل لا ستونزمن کړي."

هغه زياته کړه: "که ټول هېوادونه د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ چې د ټولو ملتونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي غوښتنه کوي، خپل مکلفيتونه پوره کړي، د سولې ټينګښت به تضمين شي."

ګوترش د افغانستان له پاره زياتو بسپنو ته خوشبين دی

په سوله ساتو ماموریتونو کې اصلاحات

د ملګرو ملتونو لخوا د سولې په نوې اجنډا کې ۱۲ ستراتیژیک وړاندیزونه شامل او په پنځو اصلي برخو کې ځای پرځای شوې دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي د دغه سازمان په سوله ساتو ماموريتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د دغه سازمان د سوله ساتو ځواکونو عمليات بايد له کوربه ځواکونو سره د انعطاف وړ او مطابقت لرونکي وي.

ګوترش همداراز ټینګار وکړ چې هیڅه قاره د نوي نسل د سوله ساتلو ماموریتونو ترسره کیدو ته د افریقا په پرتله اړتیا نلري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب