1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوترش پر عربستان شوي بريد کې د (ايرانې وسلو ريښه) تايئد کړه

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

د رویترز رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو عمومې منشې پر عربستان د ترسره شوې برید په وسلو کې (ايرانۍ ريښه) تائيد کړه. انتيوګوترش په یاد رپوټ کې ویلې، چې دغه مسله کولای شي د تسليحاتي تحریمونو ۲۲۳۱ پريکړه ليک خلاف وې.

Demokratische Republik Kongo Guterres in Goma
انځور: AFP/J. Kannah

داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو عمومي منشې انتيو ګورش امنيت شورا ته خبر ورکړی چې تير کال آرامکو د نفتو پر تاسيساتو او د سعودي عربستان پر يو هوايي ډګر کم تر کمه د کروز توغندي او نورو جنګي وسلو څخه کار چي کار اخيستل شوی و ايرانۍ ريښه لري.

دغه رپوټ تر اوسه  په رسمې ډول نه دی خپور شوی، خو تیره ورځ (پنجشنبه د جون ۱۱) د رويترز خبري آژانس اعلان کړې، چې دغه نسخې ته يې لاس رسی پيدا کړی او د رپوټ ځينې برخې يې خپرې کړې.

د ملګرو ملتونو عمومې منشې د امنیت شورا غړو ته خبر ورکړی دی، چې د ۲۰۱۹م کال په نوامبر او د روان کال په فبروري میاشت کې چې امريکايي ځواکونو په سیمه کې وسلې او تجهيزات ضبط کړل هغه هم ايرانۍ ريښه لري.

رويترز وايې ګوترش په خپل رپوټ کې يادونه کړې چې په سیمه کې ځينې وسلې او تجهیزات چې امريکايانو ضبط کړي د يو ایرانې شرکت د توليداتو سره ورته نښې لرې او پر ځينو باندي په فارسې ژبه ليکل شوي دي.

د ۲۲۳۱ پريکړه ليک احتمالي نقض

د دغه راپورله مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشې ويلې چې دغه مسله کولې شي د ۲۲۳۱ پريکړه ليک خلاف وي او دا چي بايد ارزونه يې وشي. دا له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو توافق پريکړه ليک وو.

د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو تير کال بریدونه شوي ووانځور: Reuters

پر ايران د تسليحاتې بنديزونو سږکال د نوامبر په مياشت کې  پنځمه دوره پوره کيږې او امريکا کوښښ کوي چې دا وغزوي.که څه هم په يمن کې  شيعه مذهبه حوثيان چې د ایران اسلامي جمهوريت ملاټړ له ځان سره لری پر عربستان د تیر کال او نورو بريدونو مسوليت منلی دی. دغه هيواد او امریکې متحده ايالاتو څو ځلې د داسي شواهدو څخه خبر ورکړی دی، چې په دغه بريدونو کې کارول شويو وسلو او تجهيزاتو څخه ښکاري چې په ايران کې توليد شوې.

د ملګرو ملتونو عمومې منشې په هرو شپږو مياشتو کې يو ځل د امنیت شورا ته د ۲۲۳۱ پريکړه ليک او د ايران اسلامي جمهوريت باندې پر تسليحاتي  بنديزونو رپوټ وړاندې کوې. هغه په خپل مخکني رپوټ کې لیکلې وو،چې دغه سازمان د دې توان نه لري د آرامکو تاسیساتو په بريد کې په مستقل ډول د ايرانې وسلو او تجهيزاتو کارول تائيد کړې.

پر تسليحاتې تحریم باندې د امريکا ټينګار

د امريکا متحده ايالات چې په ۹۷ کال کې د اتومي توافق او يوځای اقدا م له پروګرام  څخه وتلې ده، څو څو ځلې يې ويلې په هر ډول چې کيږې پر ايران اسلامي جمهوريت باندې تسليحاتي بنديزونه وغزوي. په ملګرو ملتونو ټولنه کې د امريکا سفیرې کلې ګراف وايې، د ايران د تسليحاتې بنديزونو پريکړه لیک تمديد له پاره به ډير ژر د امنيت شورا ته غوښتنليک وړاندې شي. په توافق کې پنځه پاتې هيوادونه (روسیه،چين،فرانسه،برتانیا او آلمان) چې څلور يې دويتو حق لري لا تر مخه يې پر تهران له تسليحاتي بندیزونو سره مخالفت ښکاره کړی و.

د ايران اسلامي جمهوريت تر اوسه د رويترز رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی. دغه خبري آژانس ويلې چې په ملګرو ملتونو کي د ايران سفير هم د دغه هیواد له دريځ ښکاره کولو څخه ډه ډه کړې ده.

دلته زموږ له آرشيف (07.05.2017) څخه د وسلو په تړاو يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب