1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

ګوتريش: روسيه دې بېرته د غله جاتو تړون ته راوګرځي

۱۴۰۲ مرداد ۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ له روسيې وغوښتل چې د اوکراين د تورې بحېرې له لارې دې د غله جاتو د انتقال نړېوال تړون ته ادامه ورکړي که نه، دا به له لوږې سره مخ ټولنو له پاره ډېر سخت عواقب له ځانه سره ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي آنتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي آنتونیو ګوتریشانځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua/IMAGO

آنتوني ګوتریش دغه څرګندونې د ايټاليا په پلازمينه روم کې د خوراکي موادو اړوند د يوې درې ورځنۍ غونډې په پیل کې وکړې. هغه وويل د اوکراین-روسيې د غله جاتو تړون له منځه تلل به «تر ټولو لوړه بیه تر ټولو ډېر له لوږې سره مخ خلک پرې کړي.» هغه اندېښنه ښکاره کړه چې لا له اوسه په نړېوال بازار کې د غنمو او جوارو بيې لوړې شوي. د روم په درې ورځنۍ غونډه کې به د غله جاتو د معاملې تر څنګ د اقليمي تغیراتو پر اغیزو او د خوراکي موادو د تولید او د هغو د وېشلو پر موضوعاتو بحثونه وشي.

وروسته له هغې چې روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، د اوکراین په بندرونو کې په میلیونونو ټنه هغه غله چې نړېوال بازارانو ته انتقالېده، بنده پاتې شوه. وروسته دواړو هیوادونو د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب په استانبول کې د غله جاتو د انتقال تړون لاسلیک کړ.

د روسيې او اوکراین تر منځ د غله جاتو تړون د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتي پر ۲۲مه د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب لاسلیک شو انځور: OZAN KOSE/AFP

ورته نور ولولئ: زیلنسکي له روسيې پرته د غله جاتو تړون غواړي

خو روسيه په وروستيو ورځو کې له دغه تړونه ووته. دې سره د دوشنبې ورځې راهیسې د غنمو بيه څه باندې ۱۴ سلنه او د جوارو بیه څه باندې ۱۰ سلنه لوړه شوې ده.

روسيه او اوکراین دواړه د نړۍ ستر د غلو صادرونکي هيوادونه دي او ګوتريش وويل چې دغه دوه هیوادونه «د نړېوال غذايي خونديتوب له پاره مهم» دي. هغه يادونه وکړه چې دواړو هېوادونو د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ د یوې لوېې برخي غذايي اړتیا وې تامین کړي دي. په وینا يې دغو دوو هیوادونو د نړۍ د ۳۰ سلنه غنمو او وربشو، یو پر پنځمه برخه ټول ذرت (یو ډول جوار) او د ټولې نړۍ له نیمايي زیات د آفتاب پرست ګل غوړيو صادرات درلودلي دي.

ورته نور ولولئ: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل: «زه د خپل وروستي وړانديز مطابق، د روسيې له فدراسيونه غواړم چې د تورې بحيرې نړیوال نوښت اجرايي کېدو ته دې بېرته وروګرځي.» له یاد نوښت څخه هدف، هماغه په استانبول کې د اوکراین او روسیې تر منځ د غله جاتو د انتقال تړون دی چې د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتي پر ۲۲مه د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب لاسلیک شو.

د استانبول تړون نه وروسته له اوکراینه د تورې بحېرې له لارې په کښتیو کې د غلجاتو انتقالانځور: Ali Atmaca/AA/picture alliance

د استانبول تړون سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان ته د دې فرصت په لاس ورغی چې د افغانستان او ايتيوپيا او یمن په څير له قحطۍ سره مخ هیوادونو ته ۷۲۵۰۰۰ متریک ټنه غله دانه ورسوي.

ګوتریش همدارنګه پر نړېوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د دغې ستونزې د هوارې له پاره دې يو موټی شي.

ورته نور ولولئ: «سپينه روسیه د غله جاتو په موضوع کي همکاري کوي»

روسيې د تړون له غځولو ډډه کړې ده. د روانې مياشت په پیل کې ېې له دې کار سره مخالفت د تړون د پاشل کېدو سبب ګرځيدلی دی.

مسکو ویلي دي تر هغې چې ېې د خپلو غله جاتو او کيمياوي سرې د صادراتو له پاره ټولي غوښتني پوره شوي نه وي، دغه تړون دې د تعلیق په حال کې وي.

ګوتریش وايي که روسيه د غله جاتو تړون ته ادامه ورنه کړي د زیان تر ټولو لوړه بیه به ېې له لوږې سره مخ وګړي پرې کړي انځور: Felix Maringa/DW

د یو بل خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر، سيرګي ويرشنين د سه شنبې په ورځ وويل چې د دغه تړون پر خځولو هيڅ خبرې نه دي شوي.

ورته نور ولولئ: ملگري ملتونه غواړي، روسیه د غله جاتو تړون ته ادامه کړي

د روسيې له دغه دریځ او ورسره جوخت د تورې بحېرې پر بندرونو ېې حملې، د روسيې لوی متحد چين او د ودې په حال کې هغه هیوادونه خپه کړي چې د دغه تړون له محمولو سره وابستګي لري.

(AP)mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب