1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتریش طالبانو ته: د تروريستي سازمانونو فعالیتونو ختم کړئ

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د افغانستان په خاوره کې د هر ډول تروریستي فعالیتونو له پای څخه چې ګاونډيو هیوادونو او پاکستان ته ګواښ ایجادوي، اطمینان ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوتریشانځور: Pedro Nunes/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوتریش، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې له طالبانو څخه د نړېواله ټولنې یوه روښانه غوښتنه دا ده چې د تروریستي سازمانونو هر ډول فعاليتونو ته کوم چې له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون ګاونډيو هیوادونو ته ګواښ ایجادوي، د پای ټکی کيږدي.

هغه دغه څرګندونې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په هکله د ېوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي، دې مسئلې ته په اشارې چې دا موضوع ېې په کراتو له طالبانو سره په بحثونو کې یاده کړې، وويل: «زموږ په نظر دا د طالبانو له پاره ډېره مهمه ده چې هغوی هيڅ تروریستي فعالیتونو ته چې پاکستان او یا د سیمې بل هر هیواد پر مناسباتو اغیز اچوي، اجازه ور نه کړي.»

بنو کې يرغمل نيونه: پاکستاني چارواکو له ټي ټي پي سره مذاکرات پيل کړي

دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان ډله، چې د افغان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده په ورستیو کې ېې بریدونه شديداً ډیر شوي دي.

پاکستاني طالبانو سربېره پر دې چې په وروستیو ورځو کې ېې په خيبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ چې پکې څلور تنه ووژل شول، له دوو ورځو راهيسې ېې د دغه ایالت په بنو علاقه کې د تروریزم ضد پولیسو په یو مرکز کې ېې څو تنه یرغمل کړي ول. د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې دغه مرکز يې د ټولو ترهګرو تر وژلو وروسته بيرته نيولی دی.

پاکستاني چارواکو ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې خپل بریدونه تنظيموي.

د وسلوالو په برید کې اتو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

که څه هم د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر، نور ولي محسود، څو ورځې مخکې سي ان ان شکبې سره په یوه مرکه کې وويل چې دوی خپل فعالیتونه د پاکستان له دننه څخه ترسره کوي، خو په بنو کې د څو تنو پوځيانو د یرغمل نېونې په تړاو د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ویاند وويل چې دوی په دې تړاو د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره په افغانستان کې خبرې پیل کړي دي.

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان د پوځ تر منځ جګړه شوي

پاکستاني طالبانو په یوه ويډيو کې چې د یرغمل نيونې له ځايه ېې خپره کړې، د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې یرغمل نيونکو ته دې افغانستان ته د سفر کولو اجازه ورکړي، خو په دې هکله د افغان طالبانو تر غبرګون ښودلو وروسته، پاکستاني طالبانو وویل چې په دغه ويډيو کې د افغانستان نوم په تېروتنې سره اخیستل شوی دی.

پاکستان په تېر کې د تروريستانو اصلي پټنځای پېژندل کېده او معمولا د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان د وخت حکومت په ګډون یو شمیر هیوادونو له پاکستان څخه غوښتل تر څو د تروریستانو پر وړاندې اقدام وکړي.

پاکستاني طالبانو په نوښار کې د درو پاکستاني پولیسو د وژلو مسئولیت منلی

خو د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې چې په افغانستان کې طالبان بیا واکمن شوي، وضعیت بر عکس شوی او اوس پاکستان افغانستان تروریستانو ته د پټنځایونو په وروکولو تورونوي.

پاکستان په کراتو له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې اقدامات وکړي او هغوی ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده وکړي.

پاکستان د سرحدي شخړې په تړاو افغان ديپلومات احضار کړ

آنتونیو ګوتریش په خپل پروني خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د تروریستي ګواښونو د ډيریدو تر څنګ، په افغانستان کې د پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت رامنځ کېدو او همدارنګه د بشري حقونو تامين ته هم اشاره وکړه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب