1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې ناسته؛ د بشري حقونو په مسایلو کی د قاطع دریځ غوښتنه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د بشري حقونو د څارد سازمان د آسیا د څانگې مسوولې، د دوحې د ناستې له گډونوالو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو پر وړاندې خپل قاطع دریځ وساتي او څرګنده کړي چې یوازې د ښځو په وړاندې د بندیزونو له منځه وړل به د تعامل رامنځته کړي.

Human Rights Watch | Logo
انځور: John MacDougall/AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څارد سازمان د آسیا د څانگې مسوولې، د دوحې د ناستې په درشل کې د هغې له گډون کوونکو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو پر وړاندې خپل قاطع دریځ وساتي او دا څرګنده کړي چې یوازې د ښځو په وړاندې د بندیزونو له منځه وړل کولای سي د لازیات تعامل له پاره لاره هواره کړي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د افغانستان له پاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په کوربه توب به د می میاشتې پر لومړۍ او دوهمه نیټه په دوحه کې یوه غونډه جوړه سي.

د ملگرو ملتو عمومي منشي انتونیو گوتریشانځور: FEISAL OMAR/REUTERS

د بشري حقونو د څار د سازمان د آسیا د څانګی مسوولې، پاتریشیا ګوسمن په یوه مقاله کې لیکلي دي چې دغه ناسته د ملګرو ملتو د چارواکو له خوا تر یوې اونۍ ګډوډو پیغامونو وروسته ترسره کیږي او کولای سي په مستقیم ډول اړمنو افغانانو ته د مرستو پر نورو ګامونو باندي اغیز واچوي.

«طالبانو د ملګرو ملتونو پر ځايي ښځينه کارکوونکو د کار بنديز لګولی»

میرمن ګوسمن په دې برخه کې د ملګرو ملتو دوو چارواکو څرګندونو ته اشاره کړې ده. د ملګرو ملتو د پراختیا د پروګرامونو مدیر د دغه سازمان په ادارو کې د ښځو پر وړاندې د کار د بندیز د نه له منځه وړلو په صورت کې له افغانستان څخه د وتلو له زړه بوږنونکې پریکړې څخه یادونه کړې ده. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي مرستیالی امینه محمد، دې ته اشاره کړې چې د هغو کوچنیو ګامونو په پیدا کولو کې باید له موجوده ابزارو څخه چې طالبان د رسمیت پیژندلو لارې ته برابر کړي، ګټه واخیستل سي.

میرمن ګوسمن دغو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې په اطمینان سره له افغانستانه د ملګرو ملتونو د بشپړ وتلو ګواښ او د امتیاز ورکولو له لارې د قانع کولو د سیاست ترمنځ د حل یوه بله لار هم موجوده ده او «تمه کیږي چې ځانګړي استازي به هغه پیدا کړي.»

تر ۲۰ ډېرو هيوادونو پر طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

د مقالې په یوه برخه کې ګروسمن لیکلي دي چې له طالبانو سره د چلند د څرنګوالي په هکله د افغانستان په چارو کې د ځانګړو استازو ترمنځ اختلافات، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اختلافاتو منعکس کوونکي دي.

هغې ویلي دي په داسي حال کې چې روسیه، چین او جاپان غواړي چې د ملګرو ملتو سازمان دې په افغانستان کې خپل تمرکز پر مرستو او اقتصادي بحران ته پر رسیدګۍ وکړي، امریکا متحده ایالات، بریتانیا او فرانسه بیا د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی.

په افغانستان کي د ښځو حقونه

د ګوسمن په باور د طالبانو له خوا وروستي وضع سوي بندیزونه به د افغانستان د خلکو له پاره چې دوه پر دریمه برخه یې غذایی مرستو ته اړتیا لري، ناورین رامنځ ته کوونکي دي.

میرمن ګوسمن په نوموړې مقاله کې ټینګار کړی دی چې ځانګړي استازي باید په دوحه کې دغه دریځ په کلکه وساتي چې "یوازې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو لغوه کول د لازیات تعامل له پاره دروازه پرانیږي.

GP/SR/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب