ګوګل: پر مونږ د انترنتی بريد ريښی په چين کی دی
۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعهچینایی چارواکو پرون «پنج شنبه» دغه تورونو رد کړی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، هونګ لی، ویلی چی د دغی ستونزی سره د چین د هیواد تړل د منلو وړ نه ده.
«د انترنت له لاری غلا، یوه نړیواله ستونزه ده چی چین یی هم یو قربانی دی. پر چین باندی د دغه شان تورونو لګول یو ډیر بی بنسټه کار دی.»
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداراز ویلي چی هیواد یی مدام د انترنیټي جنایاتو پر خلاف ولاړ پاتی شوی دی.
د ګوګل لخوا پر چین لګول شوی تور کيدا شی چی د دغی انترنیټي پیاوړی ویب پاڼی او چین تر منځ اړیکی خرابی کړي.
د ګوګل ویب پاڼی چارواکو ویلی ؤ چی هغه انرنیټي برید چی د دغی ویب پاڼی د ګټه اخیستونکو په وړاندی ترسره شوی ؤ، د چین د جینن د ښار څخه په لاره اچول شوی ؤ.
په دغه برید کی انترنټي غلو د امریکایی ژورنالستانو، سیاستوالو، د دولت د کارکونکو، د چینایی سیاسی فعالینو او په ډیر شمیر اسیایی هیوادونو کی د چارواکو شخصی بریښنا لیکونو ته لاسرسی پیدا کړی ؤ.
دا په داسی حال کی ده چی تیر کال هم ګوګل په چین ورته تور لګولی ؤ.
د دغو پیښو وروسته ګوګل ویلی چی نور به په خپل ویب پاڼی کی د چین د سانسور غوښتنی په پام کی ؤ نه نیسی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلنټن هم ویلی، چی د ګوګل لخوا پر چین لګول شوی تورونه ډیر جدی دي او متحده ایالات یی په اړه پلټنی کوی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض